تازه خبر:په كندهار كي يو افغان خبريال ووژل شو
افغان خبريال جاويد جوجو اوس ماښام دكندهار په شهيدانو چوك كي په ګوليو وويشتل شوځايي خبريالان وايي چې وسله والو كسانو دجاويد جوجو پر موټر پرله پسې ډزي وكړې،جو جو په سويل لوېديځه حوزه كې دكاناډاهيواد د سي ټي وي په نوم تلويزون خبريال وو.نوموړى يوكال وړاندي لومړى په كندهار كي ملي امنيت بندي كړ او وروسته بيا نړۍ والو ځواكونو هم په مياشتو مياشتو بندي كړ، په كندهار كي دسويلي اسيا دازادو رسنيو دټولنې سفما مشر فضل رحمان ددغه خبر پخلى وكړاو ددغې پيښ په اړه يې سخته خواشيني وښوده ، ده وويل چې په دې ډول دولس ږغ نه شي بنديدلاى خو دده په وينا چې دجوجو شهادپ په سهمه او هيواد كي دازادي خبريالې پر وړاني يو ګوزار دى. رحمان صاحب وويل چې سفا دپيښي غندنه كوي او په دې اړه به وروستۍ پريكړه سبا اعلان كړي . جوجو په داسي حال كي ووژل شو چې نيژدې نهه مياشتي وړاندي په هلمند كي دبي بي سي دوژل شوي خبريال روحاني دقاتلانو په اړه لا اوس هم مالومات نه دي وركړل شوي ..
دلر اوبر اداره دجاويد جوجو په مړينه خواشيني ښيي ،ده ته جنت الفردوس له خدايه غواړي او دكورنۍ لپاره يې دسبر دعا كوي .
لر اوبر له افغان حكومته اونړۍ والي ټولنې غوښتنه كوي چې دسهيد جوجو قاتلان دي ونيسي او ښكاره جزا دي وركړي .
نوټ: په دې اړوند غبركونو نه او نور مالومات سبا سهار په لر اوبر كي كتلاى شئ .