د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ۳۸ مي اوونیزي غونډي رپوټ

د لراوبر اداره | مارچ 12th, 2009



د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیراته دیرشمه اونیزه غونډه د ګڼو خویندو په ګډون دسولی نیازۍ په ویندویي په استقلال لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړه شوه.

د تیری اونۍ راپور آغلې وریښمینې سعادت لیکلی و، خو په پیل کې په کاري مسايلو خبرې وشوې ، د اوسنیو ښځینه شاعرانو د شعرونو ټولګه چې سپوژمۍ نوري را ټوله کړې ده د چاپ لپاره کاروان ټولنې ته وسپارل شوه ، او وپتییل شوه چې میرمن بهیر غړي باید ددغه کتاب د چاپ بهیر وڅاري. وروسته د میرمن بهیر د ویبپاڼې(www.mirmanbaheer.org) په اړه خبرې وشوې او د ویبپاڼې د لا ښه والي لپاره په لارو چارو بحث وشو. ورپسې اوږۍ امیل په ده سبز سیمه کې د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دسیمه ایزې څانګې د جوړولو د بهیر په اړه معلومات ورکړل .

      د غونډی په دوهمه برخه کې د مارچ داتمې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې د لمانځلو  د غونډې پر رپوټ چې سولې نیازۍ لیکلی و، کره کتنه وشوه د میرمن بهیر غړو د رپوټ په اړه خبرې وکړې . 
 
      د غونډې دریمه برخه مشاعره وه چې اوږۍ امیل د مارچ داتمې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسب یوه شعر په لوستلو سره پیل کړه. د مشاعرې دبرخې ویندویي چارې د میرمن بهیر بلې غړې شهنازبابکرخیل پر غاړه لاره، چی د مشاعرې برخه یې دلمر ټلویوزیون لخو ثبتیده. ګډونوالو هرې یوې اوږۍ امیل ، اديبه اديب ، نظیفه نیازۍ، خاطرې اسحق زۍ ،فایقې نیازۍ،مرضیې اونورو خپل شعرونه نورو ګډونوالو ته واورول.

د غونډې د پای په شیبوکې د پچې له مخې آغلې رابعه سیدوخیل د اوونۍ غوره او نیکمرغه میرمن وټاکل شوه او د علم او ادب د خپراوي ټولنې له خوا کتابونه او نورې ډالۍ دسوغات په توګه ورکړل شول.

د میرمن بهیر له دغې غونډې سره یوه تن په هیواد، ژبه او ادب مین هیوادوال  سل امریکایي ډالره مرسته وکړه چې په کور وداني سره ومنل شوه او ددغه هیوادوال احساس وستایل شو.

په غونډه کې آغلو ،تورپیکۍ مومند ،شهناز بابکرخیل، رڼا ساپۍ ، سولې نيازۍ ، لطيفې ، برښنا ساپۍ ، ،وریښمینې سعادت، فایقې نیازۍ ،مينې منګل ،ښکلا، نظیفه نیازۍ ،آریا حافظ، سپوږمۍ نوري ، اوږۍ اميل، مرضیې امین ، یلدا ، هیلۍ ، ملالۍ ، رابعه سیدوخیل ، خاطره اسحاقزۍ او ګڼو نورو خویندو ګډون کړی و. د غونډې په ګډونوالو د استاد عبدالجلیل د ( خبر او نظر نړۍ) کتاب او د عبدالله ولیزي له خوا (جاج) اونیزه وویشل شول .

یاده دې وي چې دمیرمن کلتوری ـ ټولنيزبهير اوونیزې غونډې د هرې شنبې ورځې د ماسپښین په یوه نیمه بجه د استقلال په لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړیږي.

Copyright Larawbar 2007-2024