پارتري (انځور) : د مصلحتونو هنرمن
نه یوازي د دولت مخالېفین، بلکي خپل مرستیال یي هم د امریکا لاسپوڅی بولي . د امریکا ولسمشر او د ده مرستیال یي بي باوره، بي کفایته او مفسېد ګڼي . د امریکا د بهرنیو چارو وزیري مېرمن کلېنټن ورته د “مخدره موادو د وطن مشر” لقب ورکړ . د اروپا موډ او ډیزاین په نړۍ کي تر ټولو شیک سړی بللی دی . اروپایي دولتونو ته لمړی د نکلونو شهزادګی او یو نوی دېموکراتیک شخصیت وو . خو اوس یي د کابل ښاروال ګڼي . د پښتنو لپاره یو بي غیرته مشر دی چي د دوی ټولي رښتي (حقوق) یي پر نورو وخوړل . د پاړسېوانو لپاره یو نوی نازي هېتلر دی . احمدولي مسعود د زېمبابوي (1) د دویم دېکتاتور رابېرت موګابي نوم ده ته ورکړ . ولي مسعود له الجزیري تېلویزن سره په مرکه کي دی د “افغان موګابي” په نوم یاد کړ . پاتي شمالي ټلوالي خو یي لا نور ډیر په سپکو نومونو یادوي . د مارچ پر څوارلسمه انورالحق احدي هم پري ور ودانګل او دی یي یو ناکامه مشر او د وسمهالو ستونزو اصلي لامل وګاڼه .
خو دی ولس او نړۍ ته وایي :
زه حامد کرزی د افغانستان د اسلامي دولت ولسمشر یم .
خو زه لوستونکیو ته وایم :
خلک به هر څه-هر څه وایي —– جانانه مه دا چا منه نه یي منمه
ښاغلی کرزی په پښتو، دري، اوردو، هیندي، انګریزي او فرانسي (؟) رواني خبري کوي . له نېکه مرغه د نورو ماشیني، ناپوه او پر جهالت مینو هبرانو په وړاندي دی له زده کړي سره پوره مینه لري . په هند کي یي د سیاسي علومو پوهنځي لوستی دی . خو په کړن کي یي تر اوسه ډېر-ډېر د مصلحت او مشورو هنر ځلېدلی دی .
ښاغلی کرزی په اړیکو نیولو کي دومره روږدی دی چي په هره کاسه کي د لاس غوټه کولو زړه کولای شي . د روسانو پر ضد یي د امریکا له سي آی اي سره ښي اړیکي درلودي . ښه بېګله یي د سي آی اي د غړي “وېلیم کېسي” سره اړیکي دي . د رباني د حکومت په وخت کي د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال وو . له طالبانو سره یي هم خوله خوږه کړي وه . خو کله چي د طالب وژلو وخت شو، د”بي 52″ طیاري په مټ له څو ټنو دېموکراسۍ، بمونو او بیسکوټو سره یو ځای راغی .
سربېره پر دي چي دی خورا ویښیار او پر سیاسي چل ول ډیر پوهېږي، د واک دومره تږی وو او لا دی چي د امارت له نسکورېدا څخه وروسته یي د واک د ګدۍ لپاره ځان شمالي ټلوالي ته تسلیم کړ . دا په داسي حال کي وو چي له خپل ملګرو او پلویانو څخه یي یو سرتېری هم ورسره نه وو . د سي آی اي د یوه غړي په وینا (فکر کوم چي د پېریانو جګړه په کتاب یي لیکلي دي) کله چي ښاغلی کرزی کابل ته راورسېد، قسیم فهیم وپوښت :
“عسکر مو چیرته دي.”
د ښاغلي کرزي ځواب ډېر ماشومانه وو :
“تاسي زما عسکر یاست .”
د “پېریانو جګړه” د کتاب پر بنسټ قسیم فهیم چي د ښاغلي رباني د مسافر حکومت په دوره کي د “ریاست تحقیقات” مشر وو، ښاغلی کرزی بندي کړ . په یوه کوټه کي یي د تحقیق لپاره تر وهلو لاندي نیولی وو چي د قسمت او نصیب کوم راکټ په همغه خونه ولګېد . له دي سره سم هم قسیم وتښتېده او هم ښاغلی کرزی .
ښاغلي کرزي داسي یوه سر سخت غلیم ته د عسکر خطاب وکړ چي هېڅ سول (عقل) یي نه مني . پایله دا شوه چي په کابل کي ښاغلی حامد کرزی پر “حامد تنها” بدل شو . هر څه به چي شمالي ټلوالي ویل، ښاغلي کرزي پرته له لوست څخه لاسلیکول . ځکه چي ښاغلي کرزي هر څه د مصلحت پر بنسټ کول .
د ښاغلي کرزي تر ټولو ملګرو څخه ښه ترا هغه د ده خپل نیک بخت دی . یو ځل له قسیم څخه وتښتېده، بل ځل په کندهار له طالب یرغله ژوندی ووت، بیا د امریکا په بمبارۍ کي چي د غلیم ګومان پري شوی وو، لږ زخمي شو . همدارازه په ګردیز کي یي پر چورلکه راکټ وتوغول شو او د وروستي ځل لپاره په کابل کي د مجاهېدینو د ورځي د نماځني پر وخت هم ناکراره پاتي نه شو .
خو د ده انساني ملګري بیا ډیر نمک حرامه دي . شمالي ټلوالي چي کابو په دولت کي اویا سلنه برخه جوړوي، ښاغلی کرزی تورنوي چي حکومت یي په فساد ککړ او بي کفایته دی . دوی خپلي سترګي پټي نیسي، خو له خلکو څخه پوښتي :
آیا تاسي ما وینئ؟
همداسي یي نور وزیران درواخلئ .
له لنډ مهاله حکومت څخه وروسته چي کله ښاغلي کرزي ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړ، نه یوازي یي له افغان ولس سره، بلکي له لویدیځي نړۍ سره هم ډېري غوړي ژمني وکړي . لویدیځ فکر کاوه چي د افغان غمیزي لپاره به ښاغلی کرزی یو افسانوي توریالی وي چي هر ناورین به پای ته ورسوي . هر غمځپلي افغان ته د به د سوله ییزي راتلونکي هیله ور په برخه کړي . خو له بده مرغه چي ښاغلي کزري خپلي ژمني په توطئو بدلي کړي . هغه جګړه چي په 2002 کال کي کابو پای ته رسېدلي وه، په 2009 کال کي دومره پراخه او وژونکي شوه چي ان څلوېښت ملکونه یي نه شي راکابو کولای . افغان وطن چي باید بیا جوړ شوی وای، ټول لوټه-لوټه شو .
ښاغلي کرزي د یوه بهرني مېمله (فکر کوم چي د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن وو) په شتون کي د اقتصاد پر اړه خبریالانو ته وویل :
“مخکي په یوه ولسوالۍ کي هېڅ دوکان هم نه وو . خو ما چي له ولسوال څخه پوښتنه وکړه چي اوس څو دوکانونه لرئ، ده راته وویل چي 360 دوکانه .”
که څه هم چي دا ډول دروغ د پردي شاته جوبایډن ته د منښت وړ نه وو، خو همدغه دروغ ګرد سره دروغ نه دي . یوازي یو پټ هنري راز پکي نښتی دی چي باید خلک په خپله پري پوه شي . اوس-اوس ډېرۍ کورنۍ خپل ماشومان پلوري . څوک یي د یو پاکټ درملو په وړاندې، څوک یي د نورو ماشومانو ته د ډوډۍ پیدا کولو په موخه، او څوک یي د دي لپاره پلوري چي یوازي ژوندي پاتي شي . نو کیدای شي چي ښاغلي کرزي دغه سوداګري د سیاست او دېپلوماسۍ په ژبه څرګنده کړي وي . که جوبایډن، افغانان او نړیوال پر سیاست نه پوهېږي، هغه د دوی ستونزه ده .
ښاغلی کرزی دومره په سیاسي چلونو پوهېږي چي په د ټاکنو په یوه فرمان سره یي نه یوازي د اېران او روسیي مزدوران له خپلي موازني وغورځول، بلکي همداسي یي ولسمشر اوباما او د اروپا حکومتونه ولړزول . د دوی پر خولو یي داسي برغالی ور کېښووه چي تر خپلو ناندریو او تورونو تېر شول . دوی یو ځل بیا د ملګرۍ او ښو اړیکو لړۍ راپیل کړه .
ښاغلي کرزی چي تر څو د واک له پایه لري وو، د امریکا او ناټو په بمباریو یي د یادوني وړ غبرګون نه ښووه . خو د ملګري بوش له حکومت ورسته چي ګیله من اوبامن په واک شو او د ټاکنو وخت هم راورسېد، ښاغلي کرزي له الجزیري سره په مرکه کي وویل چي دی او د ده حکومت د “افغان ماشوم وژني پر ضد باید کمپاین” وکړي . دا ډول موخي خورا سپېڅلي دي او دا ډول سیاست خور ډېر پر پوهه ولاړ دی، خو درېغه-درېغه چي ښاغلي کرزي دغه پوهه د افغان مظلوم ملت پر ګټه کارولي وای .
له 2002 کال څخه د 2008 کال تر پایه پوري امریکایي او ناټو فوځونه د ده په جوپړ کي ول . خو کرزي هېڅ ګټه هم تري وانه اخېسته . نه یي کوم مجرم پي ونیو او نه یي کوم بدلون پي راووست . دغه ځناور ځواکونه یي یوازي له ملت سره لاس او ګرېوان کړل . د اوو کلونو په اوږدو کي ښاغلي کرزي نه یوازي دا چي خپلي ژمني پوره نه کړي، بلکي وطن یي پر یوه نامالومه سیاسي لوري روان کړ .
ښاغلی کرزی خپله شخصي بقا نه یوازي په خپلو څو توکمیزه کالیو کي لټوي، بلکي د اېران او روسیي پر ښکاره او په باوري لاسوندنو ثابته لاسوهنه هم سترګي پټوي . دی اېران د افغانستان ملګری او د سولي پاسوال ګڼي، روسیي ته د مرستي لاس غځويدې، پاکستان ته په ډانګ پویلي نه وایي چي ترهګر سپي مو درونیسئ او د شمالي ځناوري ټلوالي سره د ولس پر ضد او تاوان مصلحتونه کوي . دا ټول د دي لپاره چي یوازي او یوازي دی (ښاغلی کرزی) په نامه ولسمشر وي .
ښاغلي کرزي ته دا بي توپیره که کوم څوک د ده تر چتر لاندي ولس ولوټي، وطن ووېشي، ملک تباهۍ ته ور وغورځوي، د ده په نامه له امریکایي بانکونو څخه قرض واخلي او سوداګري امپراتوري جوړه کړي . ځکه چي مصلحت یو بل ته د کذشت مانا لري . په سلګونو جرمونه که نور کوي، یو د هیرویینو قاچاق خو به دی هم کوي . یو انګرېزی متل وایي :
the man is known by the company he keeps
نیږدي مانا یي :
هر سړی له خپل ټولي څخه پېژندل کېږي .
داسي هېڅ کېدون نه لري چي د ده ټول حکومت په جرم لړلی وي خو دی دي پاک وي .
نه یوازي ولس او د ده د شمالي ټلوالي ملګري، بلکي همداسي امریکا، اروپایي هېوادونه او نور بي پلوه نوماندان هم په دي خوښ دي چي ښاغلی کرزی به ژر واک پرېږدي، خو مصري متل وایي :
تر څو چي د کوم مشر ځایناستی نه وي مالوم شوی، په ورکېدا یي خوښي مه کوئ .
(1) یو افریقایي هېواد