شعر او ادب

د لراوبر اداره | اپریل 14th, 2009








د ورورۍ بلنه


د افغان روح او ايمان افغانستان دی
بدن مړ شي چي روح ووځي له تنه


د وطن واحد ساتل دين او يمان دی
څوک به غړي جلا نه کړي له بدنه


چي افغان وي د افغان يوالی غواړي
سر او مال نه د و‌‌‌‌طن په لاره تير وي


که يي ويني پري تويږي دا پري وياړي
هر قدم يي د خپل پلار نيکه په څير وي


هغه سر چي د وطن په مينه ژاړي
مړ به نه شي که د مرګ په پوله ګير وي


پتنګ څنګه په ډيوه سيځلی ځان دی
د وفا ناري وهي تر زنکدنه


د افغان د تن هډو کي غوښي ګوره
په سيالۍ له خپل وطنه قربانيږي


د وطن په هره تړه ګوښي ګوره
بيرغونه د غازيانو پري رپيږي


هر بچي د لوی افغان کي نښي ګوره
دغيرت ويني يي ټول تن کي چليږي


په بري يي تل ګټلی هر ميدان دی
شاته نه دي تښتيدلي له دښمنه


چي افغان خاړپوڅي کړي په کوم ځای وي
که هر نوم پري غليم ږدي کور د افغان دی


ژريا وروسته يي ګټلی په ايمان دی
پښتني چي څوک روزلی په کوم ځای وي


په تاريخ کي يي ورکړی امتحان دی
دا چي نن له مونږ اشغال پښتونستان دی


زوړ دښمن رانه نيولي ده لمنه
بي ننګان د زماني دلته پيدا شول


غواړي خرڅ پښتونستان په پوه دهليز کړي
شيطانان د زماني رسوا رسوا شول


غواړي خرڅ خپل ګلستان په يوه دهيلز کړي
د ملت لوی دښمنان دلته پيدا شول


غواړي خرڅ دين او ايمان په يوه دهيلز کړي
خو افغان ملت ولاړ په ټينګ ايمان دی


تير به نه شي له يو کاڼي يو ويښته نه
دا چي څنګه دا چي ولي په مونږ کيږي


له بلوڅو نه ورګوره پښتونخواته
په څه ډول دسيسي مونږ ته جوړيږي


لارښوونکي د زمان مو بدناميږي
له جمال، امان، نه واخله تر نن ساته


مونږ هير کړی خپل تاريخ د تير زمان دی
ځيني ځيني دستور اخلي له دښمنه


اوس حالت دی بدل شوی د نړۍ
په يو نوي رنګ کي پورته نوی شور دی


جنګ جګړه راتپل شوي خونړۍ
هغه څوک به يي ګټي چي يو يي زور دی


دهغو به پکي ورکه شي مړۍ
دا موقع چي څوک بايلي نفاق پري زور دی


خدمتګاره! لر او بر په دي ارمان دی
چي يو بل ته د ورورۍ ورکړي بلنه


 


 


پسرلی ته


 معلم ګل احمد(بوستان)

پسرلی نوی زیری د خو شحا لی دی را ړوی
که بیا د سروه مر میو  سره ئ راغلی

ګلستان ته دی نوی شګوفه را وړی که نه
نوی بلبلا نو ته دی نوی کلان را وړی که نه

د خپل  ځان سره دی رڼای را وړی که نه
بیا زما دوطن ړاند بینا کو لای شی که نه

لوی او  واړه  ټول انتظار ستا  وراتلو  ته پسرلی
تا څه نوی خو شحالی د ځان سره راوړی پسرلی

زما وطن ته دی دمینی تحفه را وړی ده که نه
دپوهه او تعلم زیری دی دځان سره راوړی که نه

چه زما د وطن دمظلومانو وشکی وچه ولاشی که نه
(بوستان) ته دی د افغان دیوالی زیری را وړی که نه


 


 دعادل اڅګزي و(روڼ څاڅکي)شعري ټولګي ته په مینه ډالۍ – عبدالستار راهیاب

پـه ادب کـي بـاکمـالـه
دسیالانـوسـره سـیالـه
تـه پـه روڼ جهان کـي اوسې
ای خاونـددفـکروخیالـه!


یـوروڼ څـاڅـکی پـربڼـکه
چـي تیـاره دپـکي ورکـه
ای دښـه فکـرخاونـده!
پـه خپل پندکي یـې ځیرکـه


تـه خبرپـه هـرڅـه رازیې
وخـوږونـغموتـه سازیـې
ارمانونـه دي ژونـدي کـړو
هـم نـغمه دهـرمـجازیـې


دزمـري سـره تکـرارکـړې
تـه دحـق ولارتـه څارکـړې
ډېـوې بلـي تیـارې ورکـي
دغلیم پـرسرچـي وارکـړې


تارشتـې اوتـړون جـوړکـړ
تادمینـي ژونـدون جوړکـړ
کـه هـرڅـویـوسره لیـري
تادمیـني پاڅـون جـوړکـړ


تاګیسـودی هـم سپـړلـی
هـم دي خونـدپـه کي موندلی
هـم دهرښائیست صفـت دي
پـه کلام کـي رانـغښتلـی


خدای دي څیړیکه دخدمت کړه
شملـه لـوړه دغیـرت کـړه
پښتونـوره هـم درنـه کـړه
دپښـتون سـره الـفت کـړه


دادب سـره دي مـیـنـه
دتـرقـنـدولاشـریـنه
څکـه ماراهیاب تـه هـم را
زمابه هم په جوش سي وینـه


 


 


محمدنعیم افغان


ســــتالیلاپرمخ خالونــــه یــــوپـــــه دوه کـړه
زمامجنون جنون غمونـه یـــوپــــه دوه کــــړه

تـــه پــــــه نـــاز،اداخــــتې دبــل ډولـــــۍ تـــه
مالـــــه ویره فــــریادونــــه یــــوپــــه دوه کـــړه

تازنـــــدان دبېلــــتانـــــه تــــه درطلــــب کـــړم
مالـــــه کـــــبره ځنځیرونــــه یـــوپــه دوه کــړه

چي پتنګ بـــه سوځېدی لــــه ډېــــره عشقـه
ماهــــم ځان لــره اورونــــه یـــوپــــه دوه کـــړه

دبــــوراسیـــــنه رغبــــېل سول پــــه ازغـــــیو
مادي میني تــــه ګلونـــــه یـــوپـــه دوه کـــــړه

نن سهاردي دوصال پــــرغونــډۍ تــــم سوم
یوه لحظه مي خپل خیالونـــه یــوپه دوه کړه

زه افـــــغان غریــــب داســتاپـــــه مینه پـــایم
تانـــــوولي نـــــقابونــــه یــــــوپـــه دوه کــــړه؟

محمدنعیم – افغان
(چمن – پښتونخوا)
۲۰۰۹/۰۴/۱۱


 ځان مرګي ته!!


حبیب الله ــ ناروې


په څه راقــم جنت ته لاره مومې
ډېر په ســتم جنت ته لاره مومې
ته چه دا دومره بې ګناه وواژنې
بیا به لا هم جنت ته لاره مومې؟
د بل خواښي در باندې اور بلوي
د بل په غـــم جنت ته لاره مومې
زما د وینې تویې،کـور ړنګ شي
ته په درهـــم جنت ته لاره مومې
حبیب اله دا قلم د ستړی مه شه!
په دې قلــــم جنت ته لاره مومې


 


سفر


میاهدایت الله محمدی


زه روان یمه سفر ته که راځی
‎درنه ځمه زه بهر ته که راځی
هله راشه چی دی ښکل کړم د زړه سره
بیا به نه یم که دیدن ته ته راځی
خلک کینی زړه خواله وکړی یو بل ته
تاله زړه نه غورځاولی یمه بهر ته که راځی
که دیدن پسی دی دواړه سترګی اوځی
په ماګرانه بیا به نه یم پدی چم کی که راځی
د بدن غوښی می ټولی شولی ورتی
اور می بیا په زړه بل کړی که راځی
زه که لاړمه پناه شوم د دی خړباب خیبره!
بیا به ډیر درته مشکل وی که سلام ته می راځی
(محمدی) درته بس دومره غوندی وایم
 چی جوړ کړی می دمینی یو غزل دی که راځی


 


 


د شعر په هکله :
دجهاني ددغه شعرچې واي:(خدایه دسترګودویالو مي په ګرېوانکې شپه ده
 د فریادونو مي د اوښکو په طوفان کې شپه ده )
پر تله دغه لاندي شعر ویلی دی : نېټه ۶.۴.۲۰۰۹ م کال


جهاني ستا رنګین شعر وکې۱ شپه ده
 زما د هجران دلته تیارو کې شپه ده
جهاني ادب او شعر دي د بدرشپه ده
درمل د خوږو زړو٬ په یلدا کې شپه ده
جهاني په شعر کړه رڼا ده توره شپه ده
دمېن زړه سو رڼا لا غلیم زړه کې شپه ده
جهاني څارکا چې لا په هېواد کې شپه ده
 ټوله نړۍ دی رڼا زموږ په جهان کې شپه ده


 لیکونکی محمدسرور وکیلي


 


پسرلی


محمد سرور وکيلي


دا پسرلی زموږ ٬ به سي کله پسرلی
د ټولو هیله داده ٬ چې به سي کله پسرلی
د افغان شاعر په شعر کې نه وینې پسرلی
 وچه وچوبه ده خوند کا کله پسرلی
هسي نوم دی چې راغلی دی پسرلی
 ډوب افغان په جنګ کې٬ دا دی کله پسرلی
چې ګلان ئي غوړولي٬ راغلی وي پسرلی
په موږکې جنګي دښتي بیا وي کله پسرلی
دښتونه او رغونه٬ ښه شنه کاندي پسرلی
 دښتونه مو کړه وچ غلیم٬ دا سو کله پسرلی


 


 


پسرلیه !


میاهدایت الله محمدی

پسرلیه! پری مو ږده لږ لری لاړ شه
زمونږه زړونه له غمونو له ډک دی


زمونږ له کلیو هدیری جوړی شوی
زمونږه زوړنه له دردونو ډک دی


ستاپه لمانځو کی به پاتی راشو
زمونږه زړونه کی تیرونه خښ دی


دوخت ظالمو په غلط تفکر کی
زمونږ کورونه له سرو وینو ډک دی


موږ به تا څنګه ولمانځو پسرلیه !
زمونږه زړونه د وحشت له غبارونو ډک دی


د نفاق اور مو په وطن کی دښمنانو وشیند
زمونږه زوړنه د وختو له نفرتونو ډک دی


طبیبان ټول راته حیران چه زمونږ حال ته ګوری
زمونږه زړونه د نفاق له مرضونو ډک دی


د غلامی له کړۍ وباسه ګردن (محمدی(
کنه نو بیا به دی ژوندون له تکلیفونو ډک وی


 


مه یریږه د هغې نه


شکرالله طاهري


مه یریږه د هغی نه دخپل خدای نه چې یریږي
ویریږه دهغې نه دهیچا چې نه یریږي


لیرې ساته ځان دغم نه تانه لیرې غم به زوړشي
ځان سره که څوک غم ساتې سړی خپله پرې زړیږي


پام چه ونکړی فریاد ددنیا خلک یی ناآوري
که یی کړې نو وکړه خدای ته چې هر دردمند ته رسیږي


کانه شوي اوړوند شویدي زمونړ دا حاکمانو
ځکه خودخپل ملت دزړه احوال نه نه خبریږي


ډیر دې وګتله مال جایداد دخوار خلکوپه وینو
دحرامو په دولت کله دچا زړګی مړیږي


سر خو پریږده دزړګی دوینې رنګ به دی هم سپین شي
که خبر شوې له دې درده کوم چه زما په زړه تیریږي


په کلام دطاهري دهر دردمند زړه که ډک کیږي
خوقسم دی په لیکلوکې دی خپله هم ژړیږي

Copyright Larawbar 2007-2024