د ۶۵۱ تړل شوو ښوونځيو له جملې ۱۶۷ بيا پرانستل سوې
۱۳۸۸د وري 11مه
د لوى اوځواكمن څښتن په مرسته د ۶۵۱ بابه تړل شويو ښوونځيو او ديني مدرسو له جملې څخه ۱۶۷ بابه ښوونځي اوديني مدرسې يو وار بيا د ۱۰۲۳۰۹ ماشومانو پرمخ پرانيستل شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت له دې امله د لوى خداى شكر ادا كوي چې د معززو ديني علماؤ، معارف دوستانو، د دولت ديوشمير مخالفو وسله والوطالبانو په هڅې، قومي مخوروپه په منځګړي توب او د افغانستان د علم پاله شريف ولس په ملاتړ توانيدلى دى، په تيرو څو مياشتو كې په كندهار، هلمند، غزني، خوست، فراه، ارزګان، زابل بادغيس او پكتيكا ولايتونو كې د تړل شويو ښوونځيو او ديني مدرسو له ډلې ټولټال ۱۶۷ ښوونځي يو وار بيا پرانيزي.
د دغه ۱۶۷ بابه مدرسو او ښوونځيو په بيا پرانيسته له (۲۷۹۱۱) تنو زياتو جينكيو او (۷۴۳۹۸) تنو هلكانو ته په ځانګړي ډول په جنوبي ولايتونو كې د اسلامي سپيڅلو ارزښتونو او اصيلو افغاني عنعناتو په چوكاټ كې د زده كړې زمينه برابره شوې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې د لوى څښتن په بې سارې مرسته يې د وطن بچيانو ته دغه لوى چوپړ او لاسته راوړنه په برخه شوې ده د افغانستان ټول علم پال ولس ته مباركي وايي، اوله ټولو علمي، فرهنګي، قضيه كې ښكيلو، علماءكرامو او افغانستان له شريفو خلكو، چې د پوهنې د متوازن او سرتاسري نظام د ودې په لاره كې يې نه ستړې كيدونكې منډې ترړې كړې منندوى دى، او په دې لاره كې د لوى خداى له درباره ورته لابرياوې غواړي.
د پوهنې وزارت د لرغوني او خپلواك افغانستان له ټول ولس څخه غواړي چې د تير په څير او دوامداره توګه په بيلابيلو برخو لكه بيارغونه، د ښوونځيو ساتنه، تجهيز او……. كې، له خپل معارف سره نه ختميدونكې مرستې او همكارۍ وكړي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت وياړي چې د افغانستان مسلمان ولس د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) د هغې وينا له مخې چې: ((د علم زده كړه په هر نارينه او ښځينه مسلمان فرض ده)) خپلې لورانې او زامن ښوونځيو ته ليږي.
د افغانستان د پوهنې وزارت ۱۳۸۸ هجري شمسي كال د پوهنې د كيفيت د ښه والي په كال نومولى او هوډ لري چې د خپل لوى خداى(ج) په مرسته او افغانستان د علم پاله ولس په نه سپميدونكي ملاتړ به د پوهنې په برخه كې په ټولو ستونزو او ننګونو برى مومي.
په درنښت
محمد آصف ” ننګ”
د پوهنې وزارت دعامه اړيكو مشر او وياند
دسمنګان په ولايت کی ددوو بابو ښوونځيو دودانۍ دبنسټ دبری کيښودل شوی
سمنگان ولایت: نن دوری په ١١ نيټه، دسمنګان ولايت دروحی دوآب په ولسوالی کی دنسوان روحی دلومړنی اود مديرق دمنځنی ښوونځی د ودانې دبنسټ ډبره دنوموړی ولايت دپوهني رياست دمسولينو له خوا کيښودل شوه.
پدی غونډه کی ددولتی مسوولینوسربیره قومی مشرانو اودښوونځی زده کونکو هم ګډون کړی و.
دنوموړوښوونځيو تعميرونه په پاخه اواساسی ډول په يو يو پوړکی ديوسلو ٧٠٠٠٠ امريکايي دالروپه مجموعی لګښت دجاپان هيواد په مالی لګښت د٦ مياشتو په موده کی جوړيږی،چي ٨ درسي خونی ،ِ ٣ اداری خونی ،٦ تشنابه اونور ضروري ملحقات لری.
ديادونی وړده چي دنسوان روحی په ښوونځی کی ٢٨٣ تنه انجونی اود مديرق په ښوونځی کی٣٠٧ تنه ذکور او٨٨ تنه انجونی زده کوونکی په زده کړه بوخت دی چي د١٨تنو استادانو لخوايی دتدريس چاری پرمخ بيول کيزی ،چی ددی تعميرونوپه جوړه ولوسره به دنوموړو ښوونځيو دزده کوونکو ستونزه ددرسي صنفونو دنشتوالی له امله ليري شوی.
دبدخشان دښوونځیو دښوونکو لپاره شپاړلس ورځنی سمينار په لاره واچول شوجوړ شو.
بدخشان ولایت: نن دوری دمياشتی په ١١ مه نيټه ،دبدخشان ولایت دمخفی بدخشی په ليسه کی دنوموړی ولایت دښوونځيو ښوونکوته دښوونکو دظرفيت دلوړه ولو په موخه ١٦ ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو .
نوموړی ورکشاپ دیونسف موسسه په مالی ملاتړ اودپوهنی ریاست په همکاری په لاره اچول شوي چی ددی ولایت دمرکز دلومړی ټولګیو ٦١ تنوښوونکو ګډون کړی
چی له مخی به یی دنوی ښوونیږ نصاب ارزښتناکه پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی. دیادونی وړدی چی دی ته ورته ورکشاپونو پرانستل به دښوونکودپوهی دلوړلو په کچه کی دنوی روزنی داصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .
دپکتيا ولايت دګرديز په ښارکي په نژدی راتلونکی کی دميخانيک ليسه تاسيس شی
پکتيا ولایت: د پکتیا ولايت د مركزگردیز په ښار كې دلمړي ځل لپاره دپوهنی وزارت په منظوری او د دغه ولايت دښوونې رياست په همكارۍ د (دميخانيک ليسی) په نامه يوه ښوونځی به خپلې ښوونيږی چارې په نژدی راتلونکی کی پيل كړې.
په دغه ليسه کی به دپکتيا ولايت دمرکزاو١٢ ولسواليو دښوونځيو دنهم ټولګی فارغين دکانکوردآزموينی وروسته دساختمان ،برق ،ماشين اونجاری په برخه کی په زده کړو پيل وکړی.
ديادونی وړده چی نن د دوشنبې په ورځ شاوخوا ١٨٠ تنو د نهم ټولګيوفارغانو دپکتيا ولايت د پوهنې رياست په تالار كې د دغه ولايت دميخانيکی ليسی د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله .
ياده دي وی د١٨٠ تنو دجملی نه ١٢٠ تنه دنهاری په دول او٦٠ تنه دليليي په شکل په نوموړی ښوونځی کی جذب کيزی .
د هیواد په ګوټ ګوټ كې په ښوونځيوكې د تدريس په موخه آزادې سيالۍ روانې دي
په داسې حال كې چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيفت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې اوروزنې روان بهير د كيفيفت له مخې هم غښتلى كړي، د دغه
وزارت د لارښوونې له مخې له پرون ورځې راهيسې د هيواد په ګوټ ګوټ كې په ښوونځيو كې د تدريس په موخه د پوهنتون او څوارلسمو ټولګيو فارغان د آزموينو په وركولو سره آزاده سيالي كوي، چې په دې لړ كې نن د سې شنبې په ورځ هم د هيواد د يوشمير نورو ولايتونو په څير په غزنې ولايت كې (۲۱۸) تنو د پوهنتون او څوارلسمو ټولګيوفارغانو چې (۵۳) تنې يې ښځې وې، او فارياب ولايت كې (۱۴۳) تنو وفارغانو د دغو ولايتونو دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.
د پوهنې په برخه كې د چارو پوهان دا ډول ازموينې يو ښه ګام بولي او هيله څرګنده وي چې له دې لارې به وكولاى شي په هيواد كې د زده كړې بهير ښه پرمختګ وكړي اوپه ښوونځيو كې تكړه او مجرب ښوونكي جذب شي.
د يادونې وړده چې پرون په د بغلان، كندوز او سمنګان ولايتونو كې هم په ښوونځيو كې د ښوونيزو چارو د لاښه پرمختګ لپاره له ښوونكو څخه داډول آزموينې اخيستل شوې وې.
تدوير سمینار آموزشی
ولایت بغلان: امروز١١ حمل، سمینار سه روزه تحت عنوان بهبود سراسری مکاتب برای آمرین و سر معلیمن مکاتب ولایت بغلان در دفتر آغا خان آن ولایت دایر گردید.
سمینارمتذکره ازطرف دفتر اغاخانوبه همکاری ریاست معارف آنو لایت براه انداخته شده ،که به تعداد 30 تن از آمرین وسرمعلمین مکاتب مرکزی اشتراک ورزیده اند ،که دررابطه به بهبود سراسری مکاتب دانستنی های آرزشمند راه فراخواهند گرفت.
گفتنی است که دایر شدن همچوسمینارها دربلند بردن سطح اگاهی آمرین مکاتب موثرواقع می گردد.
تدوير سمینار آموزشی برای استادان مکاتب ولایت جوزجان
ولایت جوزجان: امروز ١١ حمل ،سمینار سه روزه تحت عنوان دفاع از حقوق معلیمن .معیوبین برای معلیمن ولایت جوزجان معارف در تا لار شورای ولایتی آنولایت دایرگردید.
سمینارمتذکره ازطرف حقوق بشروبه همکاری ریاست معارف آنو لایت براه انداخته شده ،که به تعداد 13 تن از معلیمن مکاتب مرکزی اشتراک ورزیده اند ،که درباره حقوق بشر دانستنی های آرزشمند راه فراخواهند گرفت.
گفتنی است که دایر شدن همچوسمینارها دربلند بردن سطح اگاهی استادان مکاتب موثرواقع می گردد.
کمک به معارف ولایت پنجشیر
ولایت پنجشیر: بتاريخ 11 حمل، از طرف تیم بازسازی ولایتی یک تعداد قرطاسیه به اداره لیسه نسوان بی بی عایشه صدیقه ولایت پنجشیر مساعدت گردید.
قرطاسیه متذ کره شامل 200 عدد بکس مکتب ،قلم ،کتابچه ویک یک جلد مجله درحضورداشت ولسوال منطقه ومسؤلین ریاست معارف برای شاگردان مکتب توزیع گردید .