ورځپاڼو ته کتنه
.
ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې څلورمه نیټه.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ناټو د پوخي کمیټې د مشر به حواله لیکلي دي چې باید د افغانستان د جنګ غیر پوځي اړخونو ته پام واړولې شي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د ناټو ددغه جګ پوړي چارواکي په نقل لیکلي دي چې افغانستان د پوځیانو ترڅنګ نورې اړتیاوې هم لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ناټو سرمشریزې ته په اشارې چې په فرانسه کې جوړه شوې لیکلي دي چې په افغانستان کې ددغه سازمان طرحې چې تر ډیره په پوځي ځواک متکي دي ناکامه دي.
ورځپاڼې په عینې حال کې په جرمني کې د یوې نظر پوښتنې پایلې هم خپرې کړي چې پکې ویل شوي چې اکثره جرمنیان په افغانستان کې د خپل پوځي حضور مخالف دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې بیا هم پخپله سرمقاله کې د هاګ په غونډې تبصره کړې او هغه يې له نورو غونډو سره په توپیر کې بریالۍ غونډه بللې ده.
ورخباڼې دې غونډې ته د ولس مشر کرزي د وینا بشپړ متن هم خبور کړې چې پکې په تیرو اوو کلونو کې د افغانستان بریاوو او ستونزو ته اشاره شوې ده.
ورخپاڼې د خپل دوهم مخ په په یو څیړنیز مطلب کې لیکلي دي چې افغانستان نباید د سیمې د هیوادونو د سیالیو ښکار شي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د ناټو سرمشریزې ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې ددغه سازمان د مشر دا ټینګار هم راغستې چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې په افغانستان کې برې ضروري دې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې ملي جبهه د یو واحد کاندید په موندلو کې پاتې راغلې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي تمه وه چې جبهه د جمهوري ریاست لپاره ډاکټر عبداله د خپل کاندید په توګه ونوموي خو اوس دغه جبهه د خپلمنځي اختلافاتو له امله له تس نس کیدو سره مخامخ ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې او پدې ترڅ کې دا هم لیکلي دي چې په افغانستان کې د دښمن له تشخیص پرته جګړه روانه ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځباڼې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د یو شمیر نړیوالو مرستندویه موسیسو دا خبردارې راغستې که چیرې نړیوال ځواکونه پخپلو عملیاتو کې بدلون رانوالي نو نه بریالي کیږي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د افغانستان په اړه د اوباما نوې سیاست ته هم کتنه کړې او د هغې بیلابیل اړخونه يې څیړلې دي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د جي اتو او ناټو غونډو ته په اشارې لیکلي دي چې اروپايي هیوادونه د جنګ په پرتله له افغانستان سره د اقتصادي مرستو پلویان دي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د ځینو اروپايي جنرالانو دا وینا هم راغستې چې د طالبانو په وړاندې بشپړ برې ناممکه دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا پدې ټینګار کړې دې چې په افغانستان کې وده او پراختیا یوازې د سولې په فضا کې رامنځ ته کیداې شي او د ورځپاڼې په وینا نړۍ هم اوس دې ټکې ته متوجه شوې ده.
د اصلاح او هیواد دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي وا بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد هم پخپله سرمقاله کې د ناټو سرمشریزه څیړلې او پدې ترڅ کې د افغانستان لومړیتوبونو ته کتنه کړې.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې پدې ټینګار کړې دې چې پر ستونزو د بري لنډه او اغیزمنه لاره پخلاینه ده.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د ناټو غونډې ته کتنه کړې او پدې غونډه کې د امریکا د ولس مشر د څرګندونو دا برخه هم راغستې چې دوې د افغانستان د نیولو نیت نلري.
ورځپاڼې خپله سرمقاله هم د ناټو سرمشرې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې له ناټو نه اوس تمه داده چې په سیمه کې د ترورزم په خلاف مبارزې ته خپله ریښتنې اراده وښۍ.
ورځپاڼې د روسیې له لارې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو مسله هم راغستې او لیکلي دي چې روسیه ددې مسلې په څیړلو بوخته ده.