ما خو ونه پېژندې !
هغه د كابل پوهنتون د طيب د پوهنځي د عملي زده كړو په صالون كي له موږ سره ولاړ و. او د سبا ورځي د عملي زده كړي يعني د انساني عضلاتو د ترتيب او پيوندونو د مطالعې په هلكه مو له يو اوبل سره خبري كولې. او هر چا خپل نظر څرګنداوو. زموږ د ټولو توجه د هغه په طرف وه. ځكه چي هغه ډېر تكړه او ذهين محاصيل و. او استادانو هم هغه ته ډېر اهميت وركاوو. مشر استاد صالون ته له داخلېدو سره سم هغه ته وويل:
-حعفره! سبا وختي د پوهنځي امبولانس د دفاع وزارت نظامي روغتون ته ورسوه هلته به يو بې وارثه جسد تاسوته دروسپاري. ځكه چي سبا ته ستاسو عملي درس د ى. او مړى به ژر تر ژره لابراتوار ته راورسوې.
جعفر په ډېر احترام سره ځواب وركړ:
-درسته ده استاده!.
او موږ ټول رخصت شوو.
نن سهار موږ د طيب د پوهنځي د لابراتوار مخ ته ولاړ وو او د جسد انتظار مو كاوو. مشر استاد هم څو ځله له لابراتوار څخه د باندي راووت او بيرته به لابراتوار ته ننوت. شېبه نه وه تېره چي د پوهنځي امبولانس راورسېد. ډرايور امبولانس د شاه دروازه خلاصه كړه جعفر او زموږ څو نورو ملګري ورڅخه راكښته شول او په تذكره كي پروت جسد چي په سپين كفن كي نغښتى و د عملي درس كوټي ته دننه كړ.
موږ ټولو د طيب د پوهنځي مربوط مخصوص لباسونه اغوستي وو. ډرايور له روغتون څخه راوړى كاغذ مشر استاد ته وړاندي كړ. په كاغذ كي ليكل شوي وو:
دغه بې وارثه مړى چي يو نظامي افسر دى څلور ورځي مخ كښي په يو سرحدي ولايت كښي د جګړې په مهال شهيد شوى و. تاسوته دعملي زده كړو په خاطر دركړل شو هيله ده چي له هغه وروسته به يې په ډېر احترام خاورو ته وسپارئ.
استاد موږ ته د مخامخ مېز په شاوخوا دمنظم درېدو حكم وكړ.
موږ ټول تر هغه مېز راتاو شوو په كوم چي يې بې وارثه مړى پروت و .
جعغر له مخامخ المارۍ څخه يو مخصوص سيټ راكښته كړ او د مړي پښو ته يې كېښود. په دغه سيټ كي تېرې او پړقېدونكي چړې او نور طيبي سامان ايښودل شوي وو. مشر استاد په داسي حال كي چي څو كسه نور استادان هم ورسره وو د جسد پښو ته ودرېد او جعفر ته يې وويل:
– جعفره! د مړي پښې له كفن څخه د باندي راوباسه.
جعفر د مړي پښې له كفن څخه د باندي راوايستې. مشر استاد لومړى د مړي د ښۍ پښې له څيرولو پيل وكړ.
موږ د خالق Y دغه ستر تخليق ته هك حيران پاتي وو. د سرو غوښو له منځ څخه سپين هډوكي راڅرګند شول. استاد هره شېبه د انساني هډكو او پيوندونو په هكله موږ ته معلومات راكول. موږ داستاد خبري له ځان سره په كتابچه كي نوټ كولې. موږ له داسي جسدونو سره اشنا وو ځكه چي پخوا مو هم د اسي عملي درسونه لوستي او كتلي وو.
نن د جعفر روح نا ارامه و او د پخوا په شان ډېري پوښتني يې نه كولې. استاد همداسي غوښي پرېكولې او ا نساني عضلاتو او پيوندونو په هكله يې خبري كولې. چي په دې وخت كي كوم محصيل د مړي له مخ څخه كفن پورته كړ.
موږ لا سم د مړي څېرې ته نه و كتلې چي جعفر يوه لويه چيغه وكړه او بې اختياره يې په جسد ورټوپ كړل او جسد يې په غېږ كي داسي ټينګ ونيو چي تا به ويل چي څوك يې ورڅخه تښتوي جعفر په ژړا شو.
د استاد له لاس څخه تېره او پړقېدونكې چاړه ولوېدله. جعفر په زوره زوره نارې وهلې:
-آخ وروره! آخ وروره! ما خو ونه پېژوندې ما……خو………ونه پېژوندې!