کور / پښتو يې ګاني / پښتو يېګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ )

پښتو يېګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ )

Pashto yegani yagani

راځئ چي پښتو ژبه په داسي ډول وليکو چي نه يې د لوستلو پر وخت ستونزه ولرو او نه د اوريدلو او معنی اخستلو پر مهال . په پښتو ژبه کي دغه پنځه ډوله يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) کاريږي چي هره يوه يې خپل ږغ او د کارېدلو ځانګړی ځای لري .

که کومه ( يې ) بېځايه وکارول سي نو هم د لوستلو پر مهال ستونزه رامنځته کوي هم ښايي د معنا له مخي ستونزه پېښه کړي د بېلګي په توګه که موږ د يوه ځوان چي ګلالی نوميږي په (ۍ) وليکو نو ښځينه نوم (ګلالۍ ) ترې جوړيږي، همدغسي که ښځينه نوم ( ګلالۍ ) په (ی) وليکو نارينه ترې جوړيږي. دې ته ورته ډيري نوري بېلګي هم سته چي پښتو یې ګاني (ی ي ې ۍ ئ) پر خپل ځای ونه کاروو په لوستلو او معنی کي د ستونزو لامل کيږي .

لراوبر ويبپاڼي دپښتو ژبي د څېړونکي ، استاد،  او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک څخه د پښتو يې ګانو د استعمال د وخت او ځايونو د بېلګو د څرګندولو غوښتنه وکړه ، له نوموړي ډيره مننه کوو چي په لاندنيو بېلګو کي يې موږ ته د پښتو يې ګانو په اړه ساده خورا ارزښتناک معلومات وړاندي کړل .

۱ــ بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه (مفرد مذکر)نومو،صفتواوفعلوکي راځی لکه :
سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی اونور
ځای،سرای
لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی
نری،ګردی،لالی
راغی،ولاړی
دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .

۲ــ لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه (جمه مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه
سړي،لرګي،سوټي ،منګي
کالي،مالي.ښادي،
ګوري،ښوري،ځي،راځي
نري،ګردي،ګلالي
وروري،خپلوي،دوستي
چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .

۳ــ لکۍ لرونکې (ښځینه) یې( ۍ) . په ښځینه نوموکي راځي لکه
سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ
ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ
ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ

۴ـ اوږده (مجهوله) یې( ې ) په ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه
ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې
چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ

۵ـ همزه لرونکې ( ئ ) په جمع فعلوکي راځي لکه
خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ
زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر وسي .

 Published on: Oct 19, 2007 @  Larawbar.com

2 تبصرې

  1. د لراوبر ښایسته وبسایټ چلونکي انجنیر صاب عبدالله احسان ، دروند استاذ م.معصوم خان <هوتک> صاحب ،او ټولو خویندو وروڼو لوستونکو ته پیټۍ پیټۍ سلامونه!
    دا چې د خوږې پښتو د سمې او کره ليکلو لپاره مو دېېګانو بحث په ډیره ساده او عام-پوهه بیلګو سره وړاندې کړی، ډیره مڼنه او سترګې مې رڼې شوې. زه سره له دې چې د ژبپوهنې کوم پوهاند یا صلاحیت لرونکی نه یم مګر، د هغو شخصي مطالعاتو او علاقې څخه چې خپلې مورنۍ او پلارنۍ ژبې سره ېې لرم یو څو لاندني لڼډ ټکي تاسو سره شریکوم، که لازم مو وګڼل خپارهء به ېې کړئ.
    ۱-د لڼډې ي د لوېديځې لهجې(ګړدود) او د اوږدې ې د ختيځې لهجې بیلوالی په ليکنه کې باید معلوم وي یعنې یو ډول لیکل ېې باید کره او سټانډارډ قبول شي.زما په نظر د شرقي لهجې کې،مې ،چې  به  له کي.چي،مي څخه چې له ځينو نورو کلماتو سره مغالطه کیږي، مناسب تره وي.
    ۲-لکه څنګه چې یو وخت یون صاب هم ليکلي وء، اصلاََ پښتو ېې ګانې دوه  دانې دي: یوه بې ټکو نارینه  ی ، او بله د ي =جمع مذکر یې؛ دا درې نورې<ې،ۍ او ئ > مرکبې یا پېيل شوی ییګانې دي ،چې زما په نظر د  زوه ره کي  سره باید نښتې ولوستل شي؛ البته موږ-تاسې همداسې آموخته شءوي يوو  ؛ که فکر وکړو په انګريزي او نورو ژبو کې هم د یا لپاره له ۱-۲ توورو  زیات نسته.
    ۳- د زوَرَکي ږغ  لپاره تر اوسه پښتو کې کوم ځانګړی حرف (تووری) نشته؟. حال داچې دروند استاد 'پالوال'صاب آ خپل کتاب کې په ږغ او ږووغ  برخه کې دا وړاندیز کړی دی چې باید د عربي همزه <ء> د زوه ره کي  لپاره وکاروءل شي ، که ښء دقيق شوو ، د پښتونخوا پخوانیو زیاترو ليکوالو همزه او حتی یوه اوردوو ے ېې هم کاروله!!!!!!.
    په پای کې هيله لرم چې په آکسفورډ کې اوسیدونکی پوهاند صیب 'زیآر ' ، استاز هوتک، یون صاحب او نور استاذان او څېړونکي مشران،کشران د پښتو  ستڼډردولو  لپاره لاسونه ونغاړي او موجوده ستونزې له مینځه یوسي. په درنښت. ساپی حمیدالله زړءور ډ.

  2. Abdul Ali Rasulzada
    عبدالعلي رسول زاده
    http://www.pashto.se
    2016 د فبروری 13

    ښاغلي عبدالله احسان او د دې پاڼي لوستونکو ته سلامونه وړاندي کوم !
    څو ورځي مخکي چي مي د لر او بر پاڼه کتله هلته ښاغلي عبدالله احسان د پښتو ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) ګانو ليکنه چي څه موده پخوا ښاغلي هوتک صاحب ليکلي وې ايښې وه. تر ليکني وروسته ښاغلي ډاکټر صاحب ساپي يوه لنډه تبصره کړې وه او هلته يې پر پښتو ژبه د پښتنو د يو والي غوښتنه کړې وه. زه هم د ډاکټر صاحب ساپي د نظر سره موافق يم، خو خبره دا ده چي دا به ښه وای چي لر او بر هغه پښتانه چي د دې کار صلاحيت و لري په ورورګلوي سره کښيني نه يوازي پر ( ی، ي، ې، ۍ، ئ ) ګانو بلکي پر داسي نورو موضوعاتو لا هم کار و کړي.

    د ( ی، ي، ې، ۍ، ئ ) ګانو لانجه خو د ډېره وخته را پيل ده او تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده ور کړې. د ( ی، ي، ې، ۍ، ئ ) ګانو په استعمال کي د ختيځي او لوېديځي لهجې تر منځ ستونزه فکر کوم په دوو ځايو کي ده. يوه يې د لنډي ( معروفي ) او اوږدې ( مجهولي ) ( ي، ې ) پر سر ده او بله يې په افعالو کي د نرمي ( مليني ) او فعلي همزه لرونکي ( ئ ) پر سر ده. هغه دا چي:

    په لوېديځه لهجه کي د خپل تلفظ له مخی دا ډول ليکي : دا کتاب دئ.

    په ختيځه لهجه کي د خپل تلفظ له مخي دا ډول ليکي : دا کتاب دی.

    دغه دوهم ډول يې لا دومره ستنزه نه ده را منځته کړې.

    هو ! که د ( ی، ي، ې، ۍ، ئ ) ګانو اختلاف ته د حل يوه لاره موندل سوې وای خو ډېره به ښه وای او که نه دا نو داسي ده.

    تر ( ی، ي، ې، ۍ، ئ ) ګانو چي را تېر سو بله خبره د ( په ) او ( پر ) ده.

    که چيري خبري کيږي ښه به دا وي چي د هر نظر پلويان خپل نظر يا د مستندو موادو د ښودلو له لاري او يا د پاخه منطق پر اساس ښکاره او سم وړاندي کي.

    مننه

    عبدالعلي رسول زاده

    مالمو سويډن