کور / سياسي / دوی په ژوند کې په کوم ارزښت باور لري؟

دوی په ژوند کې په کوم ارزښت باور لري؟

کله چې طالبانو سره د سولې خبره کېږي، بيا د مدني فعالينو په نامه ځينې خلک غږ پورته کړي چې؛ ۱۳ کلنې لاسته راوړنې بايد حفظ شي. مونږ طالبانو سره د ارزښتونو په قيمت سوله نه غواړو!? هغوی بايد اساسي قانون ومني او …

لومړی ارزښت ته راځم؛ ارزښت هغه څه ته ويل کېږي چې انسان پرې باور ولري او پرته له هغه ورته ژوند کول ناشوني وي. مثلاً: کله چې د يو هېواد استقلال تر پوښتنې لاندې تللی وي، اوسېدونکو يې د لاسته راوړنې لپاره ځانونه قربان کړي دي. يعنې؛ هغو چې استقلال لپاره قرباني عبدالستار سعادتورکړه, خپلواکي ورته يو ارزښت و.
کله چې د عقيدې محدوديت رامنځته شوی، معتقدينو قرباني ورکړې ده. ځکه چې عقيده يې ورته يو ارزښت وه. همداسې نور مثالونه هم شته، لکه: ناموس او…
اوس پوښتنه دا ده چې آيا دا کسان چې ارزښتونه مطرح کوي، دوی په ژوند کې په کوم ارزښت باور لري؟
دوی ادعی درلوده چې اساسي قانون ورته د يو ارزښت په توګه مطرح دی، خو؛ کله چې د اجرائيه رياست خبره رامنځته شوه، دوی ورته په چک چکو شول; داجرائيه رياست رامنځته کول د اساسي قانون د نقض تر ټولو ستر او بد ډول دی. دا څه ډول ارزښت و چې تر پښو لاندې شو او دوی حتی ورته ګډا شروع کړه?
يوه پوښتنه! كه دا موقف د ملاعمر (يا اوسني منصور) لپاره رامنځته شوی وای، بيا به څه حالت و؟ بيا به دې خلکو ستوني او ګرېوانونه دواړه څيرلي نه و؟
ځينې به اوس داسې پوښتنه وکړي چې ته ولې د ملاعمر او د تنظيمونو د مشرانو او غړو تر منځ فرق نه يې قايل؟ زه وايم چې د دوی تر منځ تفاوت يوازې د ماضي او حال دی. دې کسانو پرون ناهيد د خپل عزت لپاره له دنګې ودانۍ راوغورځوله او ملاعمر نن قدسيه د دارالامان په سړک شهيده کړه.خو; ملاعمر بې ناموسه نه و. هغه قدسيه شهيده کړه, مګر د جنسي تجاوز هڅه يې نه ده کړې او په خپل تاريخ کې دا داغ نه لري.
دوی د انسان سر پرون غوڅ کړ او بيا يې ونڅاوه. ملاعمر تردوی وروسته د انسان سر غوڅ کړ, خو; د هغه د موسيقي او نڅا سره جوړه نه وه, نو مړی يې لا نڅولی نه دی.
که ملاعمر د پاکستان غلام و، دې بل لوري خو تر هغه واړوله; د غلامۍ ريکاردونه يې جوړ کړل: روسيه ،هند، ايران، مرکزي آسيا هېوادونه، اروپايي اتحاديه، چين، تيروخت كى پاكستان، انګرېزان او متحده ايالات … د دې ټولو لاسونه ښکل شوي دي او سجدې ورته شوي دي.
دوی يو وخت ښوونکي ووژل، د چا به چې لويې پايڅې وې, د بېتليانو په نامه يې وژل. ښوونځي يې وسوزول. ملاعمر هم د دوی په خاورو کې پټ خاپونه بېرته تازه کړل؛ په وحشت کې د دوی مقلد پاتې شو, کوم نوښت يې نه دی کړی.
پوهېږئ نن ولې ملاعمر تر دوی بد سړی دی؟
دليل يې دا دی چې دوی په وينو سره لاسونه مينځلي؛ ږيرې يې لنډې کړي يا خرېيلي؛ ايټاليوي دريشي اغوندي او نېکټايي تړل يې هم زده کړي؛ رسنۍ لري، هغوی يې هم ټوله ورځ مدحې کوي. تر ټولو مهمه دا ده چې د دوی جنايات (نسبتابعيده) ماضي کې دي; د ملاعمر لنډه ماضي ده او لښکر يې لا په (حال) کې لګيا دی. د انسان تر ټولو ژوره او نېغه اړيکه حال سره ده. بل لامل يې د يوه لوري په ضد او دبل لوري په ګټه د رسنيو پراخ تبليغات دي.
ملاعمر د دوی د جناياتو زېږنده دی؛ د دوی نه د اولس د نفرت له امله خلکو طالبانو ته غېږه خلاصه کړه.
او دا نن، دا امتيازات ترې واخلئ؛ بيا به يې هم په جنايتکارۍ کې طالبان سيال نه وي.
ماته کيسه څه ورانه غوندې ښکاري، د ورځې د دې خاورې په سلګونو بچيان مري، خو؛ کله چې د سولې خبر کېږي چې د مرګونو سلسله قطع کوي، دوی اساسي قانون او نورې خبرې د ارزښتونو په نامه په منافقانه ډول رامنځته کوي. مگر کله چې دا امتياز، يوې بلې مشخصى کړۍ ته ورکول کېږي، بيا نو اساسي قانون او يا بل هر څه د ارزښت په نامه مطرح نه دي.
خلکو راويښ شئ! خپل خير او شر وپېژنئ او پرې مسلط شئ! کنه دا منافقه او په هراصل او ارزښت بې باوره کړۍ به مو تل په دې اور کې سوزوي.
سوله ارزښت ده، هغه يې درنه اخېستې؛ کور په کور يې درته دښمني جوړه کړه؛ يو وخت به نه طالب وي او نه دولت، خو؛ ستاسې دښمنۍ به روانې وي او هېڅ جرګه به مو د مرګونو مخ نه شي نيولای.
ملي هويت يو ارزښت و، په همداسې منافقانه انداز يې درنه واخېست، اوس تاسې د زمکې په مخ کوم څوک نه ياست.
دلته کوم څه د ارزښت په نامه نشته، که مطرح کېږي, د مشخصو ارزښتونو د ځپلو لپاره خنډونه جوړول دي.