کور / سياسي / پر طلوع د بريد پېښه له تخصصي ـ مسلکي اړخه

پر طلوع د بريد پېښه له تخصصي ـ مسلکي اړخه

وروستۍ خونړۍ پېښه له تخصصي ـ مسلکي اړخه :
ترهرڅه وړاندې، دهغو رسنیزو کارکوونکیو د شهادت له کبله تسلیت وایم، چې د ډوډۍ په غم کې ورک و او د پېچلیو سیاستونو قربانیان شول، ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا غواړم.
خو دې پېښې ته که له احساساتي لید لوري ونه ګورو او یوازې په غندلو، خواشینیو او پیغامونو استولو بسنه ونه کړو، ځکه باور ولرئ، چې هېڅکله به د داسې پېښو عاملین ونه نیول شي، هېڅکله به څېړنې پایلې ونه لري. نو پوښتنه رامنځته کیږي، چې څه باید وشي ؟
د افغانستان جګړه یوه نړیواله، پېچلې استخباراتي جګړه ده، چې په سنجول شوې، بڼه د افغانانو په تېره بیا پښتنو ټولوژنه ( Genocide ) یې یوه برخه ده. خو دغه ټولوژنه یا جینو سایډ د تاریخ یو بېسابقه او استثنايي ټولوژنه ځکه ده، چې دپردیو د ګټو لپاره افغانان پخپله د افغانانو په لاس وژني.
د داسې پېچلې جګړې یوه لویه وسیله رواني جګړه ده او د دې رواني جګړې یوه لویه برخه دهغو رسنیو پرمټ ترسره کیږي، چې له بده مرغه د تمویل سرچینې یې بهرنۍ دي.
لوبه داسې پېچلې ده، چې پخپله رسنۍ هم د همدې جګړې قرباني کیږي او د دې ترشا هم د رواني جګړې اهداف پټ دي.
دجګړې ابزارڅه دي ؟
قومي، ژبنۍ، مذهبي اختلافات، د موډرنواو دودپاله اړخونو ترمنځ جګړه، د کلي او ښار تقابل، د خلکو له ناپوهۍ ، وروسته پاتې والي او عقیدوي باورونو څخه ګټه اخیستنه او داسې نور.
څه باید وشي ؟
افغاني رسنۍ باید پرخپلو تګلارو نوې کتنه وکړي او وګوري، چې ایا د کومې استخباراتي موخې لپاره خوبه نه کارول کیږي، چې په دې صورت کې پخپله رسنۍ دجګړې په یوه لوري بدلیږي.
په هېواد کې د ژبنیو، قومي او مذهبي اختلافاتو اورته نه ښايي لمن ووهي، ځکه په دې صورت کې هم رسنۍ د جګړې په یوه لوري بدلیږي.
که د رسنیو له توانمندۍ او اغېز څخه ګټه پورته شی او د ولس د ویښتیا، روښانتیا، یووالي او دجګړې پرضد د ټولیز غبرګون او پاڅون په خوځښت کې له خلکو سره ودریږي، کلک باور شته، چې رسني به د ( خلکو) ترڅنګ وي او دجګړې پرضد.
دا مه هیروئ، چې افغانستان د تاریخ په استثنايي پړاو کې دی، دلته د نړیوالو مسلکي ارزښتونو ترڅنګ ملي لومړیتوبونو ته پام په کار دی.
موږ د یوه داسې ملت دژغورلو دنده لرو، چې د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو له خوا یې په خپل لاس دخپلو خلکو جینو سایډ یا ټولوژنه روانه ده، زموږ لومړیتوب دهمدغه حقیقت په وړاندې دخلکو هوښیارول دي.
رسنۍ که د رواني جګړې له لومړۍ کرښې راونه وځي، نو داسې خواشینې او خونړۍ پېښې ورپېښېدلای شي.
د بیان د ازادۍ له حق څخه باید د افغان انسان او افغانستان په ګټه کار واخلو نه دهغوی پرضد.
په دې هيله چې بیا د رسنیزې کورنۍ هېڅ غړي او هېڅ افغان ته زیان ونه رسیږي.