کور / اسلامي / د روژې لومړۍ ډالۍ

د روژې لومړۍ ډالۍ


ګرانو او قدرمنو دوستانو ، السلام علیکم !
غواړم د روژې د مبارکی میاشتی په مناسبت هره ورځ د پند او عبرت یوه یوه لنډه قصه درته ډالۍ کړم . هیله ده چی لوستل یې ستومانیزه نه بلکی هڅونکی وی . نو دا هم د روژې د لومړۍ ورځی لومړۍ قصه :


نبوی خرقه


یو وخت په دمشق کی یو یهود کوم مذهبی کتاب لوست او پر داسی یو ځای راورسېد چی د محمد (ص) نوم لیکلی و . دغه یهودي هغه نه سو برداشت کولای او سمدلاسه یې خراب کړ . خو بله ورځ هغه نوم بیا پر هماغه ځای ذکر دی . ده یو ځل بیا دا نوم پاک کړ . خو درېیمه ورځ که ګوری چی هغه بیا هم پر هماغه ځای لیکلی دی . دا مهال یې د ځان سره وویل چی رښتیانی مسیحا همدا دی او زه باید مخ پر جنوب مدینې ورسم .


کله چی دا یهود مدینې ته ورسېد نو هیڅوک یې هم نه پیژندل او د نبوي مسجد شا وخوا ګرځېدﺉ چی انس (رض) ورسره مخامخ سو . ده انس (رض) ته وویل چی لطفأ می رسول الله (ص) ته بوزه . حضرت انس (رض) هم دﺉ نبوي مسجد ته بوت چی د خلکو څخه ډک و او ټول ډیر غمجن او محزون ول .
 
حضرت ابوبکر صدیق (رض) د ټولو په مخ کی ناست و . دغه زوړ یهودي هغه ته ورغی او فکر یې کاوه چی همدا رسول الله (ص) دی او داسی یې ورته وویل : اې د الله لخوا غوره سوې استاځې ! دغه سرګردانه زوړ سړﺉ راغلی چی سوله درته وړاندی کړي . د رسول الله (ص) د نوم په اورېدو سره ناست کسان سخت پریشان او د ټولو د سترګو څخه د غم او فراق اوښکي جاري سوې . دغه سړﺉ حیران سو او داسی یې وویل : زه یو بهرنیً او یهودﺉ یم او په دې نه پوهیږم چی خدای ته د تسلیمۍ مذهبی مناسبات څنګه دي ؟ تاسو ولی ژاړﺉ ؟ که دا کوم مراسم وی ، نو زه خبر نه وم .


دا مهال حضرت عمر (رض) ورته وویل : موږ په دې نه ژاړو چی تا کوم کار کړی دی . مګر ته باید متأسفانه خبر سې چی رسول الله (ص) یوه هفته مخکی وفات سوﺉ دی . نو کله چی موږ ستا څخه د هغه نوم واورېد ، زړونو ته مو غم یو ځل بیا راغی او ځکه ژاړو . یهودي چی څنګه دا خبره واورېده نو له غمه یې خپل کالي څیري کړل . کله چی څه ګړﺉ وروسته یو څه سم سو نو داسی یې وویل : آیا زما سره یو کومک کولای سیً ؟ اقلأ د رسول الله (ص) چپنه باید ولرم . دا چی ما هغه و نه لیدﺉ نو لږ تر لږه خو باید د هغه دا نښاني راسره ولرم .


عمر (رض) په ځواب کی ورته وویل چی : صرف فاطمه (رض) کولای سي چی د رسول الله (ص) یوه خرقه درکړی . حضرت علی (رض ) دا مهال وویل چی : ښایی هغه هیچا ته هم اجازه ور نه کړي چی نږدې ورسی .


خو دوی ټوله بیا هم ورغلل او دروازه یې ور وټکوَله او همدا هیله یې ور وړاندی کړه . فاطمې (رض ) داسی ځواب ورکړ : په رښتیا چی پیغمبر (ص) لږ څه مخکی له دې چی وفات سی داسی وویل : هغه مسافر ته چی زما سره ډیره مینه ښیًی او ډیر ښه سړی دی ، کور ته به راسي . هغه به ما و نه ویني . نو ځکه دغه چپنه زما لخوا هغه ته ورکړﺉ او زما لخوا ښه رویه ورسره وکړﺉ او سلامونه می پر وایاست .
 
یهودي دا مهال هغه چپنه واغوسته او مسلمان سو او ویې غوښته چی د پیغمبر (ص) قبر ته ورسی . هو ، همالته ده هم خپله وروستۍ ساه وکښله ، ځای پر ځای وفات سو او روح یې آسمانونو ته ولاړه . الله دې یې د ټولو مسلمانانو په شمول وبخښی .