روژه ، د اذان پروګرام، دلمانځه وختونه او تلاوت " /> روژه ، د اذان پروګرام، دلمانځه وختونه او تلاوت " /> روژه ، د اذان پروګرام، دلمانځه وختونه او تلاوت " /> روژه ، د اذان پروګرام، دلمانځه وختونه او تلاوت " /> روژه ، د اذان پروګرام، دلمانځه وختونه او تلاوت – لراوبر ویب پاڼه

روژه ، د اذان پروګرام، دلمانځه وختونه او تلاوت








القران کريم او اسلاميات


د روژې او لمانځه وختونه

د اذان پروګرام


حمدالله شاکري



درمضان د مبارکی روژی لنډ بيان


داسلام مقدس دين چه سراسر د رحم خواخوږی په ښوکارونو د ترغيب او له بدو کاروڅخه د مخنوی پيغام لری .

دهمدی موخو لپاره روژه د مسلمانانو لپاره يو لنډ مهاله تربيوی دوره ده

ترڅو په دغه لنډه دوره کی د خپلو نورو وروڼو له  لوږو اوبی وسيو خبر شی اوهمدارنګه په ښو کارونو عادت او له بی ګټی زهرجنو شيطانی اعمالو منع شی .



دروژی فضيلت :

دنورو امتونو په پرتله محمدی (ص) امت ته د هری نيکی په بدل کی لس چنده يا تر هغه هم ذيات بدله ورکول کيږی  ولی روژه ددی عام قانون څخه مستثنی ده .

الهی پيغام دی چه روژه د بنده له طرفه ماته يوه تحفه ده اوزه به څنګه چه غواړم  ددی اجر او ثواب  به ورکوم  زما بنده زما درضاء  لپاره خپل خواهش نفس  ،خوړل او څښل پريږدی –  نوبس  زه په خپله خوښه ددی قربانی بدله ورکوم .

بل حديث شريف : اِن َّ فِي الجَنَّةِ بَاباً يُقَالُ لَّه الرَّ يَانُ يَدخُلُ مِنه ُ الصَّاِءمُونَ يَومَ القِياَمَةِ ( بخاري اومسلم ).

ژباړه : دجنت په دروازو کی يوه دروازه ده چه هغی ته باب الريان وايی پدی دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه دار داخليږی .

رسول الله (ص) ديوی خطبی په آخره برخه کی وفرمايل : ددی مبارکی مياشتی اوله حصه رحمت دی دوهمه حصه يی مغفرت دی او آخری دريمه حصه يی د دوزخ څخه خلاصون دی  ،ددينه پس يی وفرمايل کوم سړی چه پدی مياشت کی دخپل خادم يا مزدور په کار کی تخفيف اوکمی وکړی  الله تعالی دهغه مغفرت وکړی او د دوزخ له اوره به آزادی ورکړی (شعب الايمان للبيهقی ).



په روژه كي له حرامو  کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .

پدی اړه دغه حديث شريف ولولی

مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .

ژباړه : کوم سړی چه بدکارونه فضولی خبری نه پريږدی نوالله تعالی دده خوړلو اوڅښلوپريښودو ته څه ضرورت نشته .



دروژی مکروهات :

۱- بدخويی کول ،غيبت کول ،جګړه کول ،فضولی خبری او داسی نور حرام اعمال او خبری .

۲- دلوږی تندی په وجه وارخطايی او ناآرامی ظاهرول .

۳- څه شی په خوله کی نيول يا جويل  که خواراکی شی وی او که نه .

۴- دخوراکی څيز څکل  خو دښځی او خادم لپاره چه خاوند يا مالک يی  بدخويه وی  د خاوند يا مالک دتندخويی ددفعی په وجه چه بدرد ونه وايی باک نلری چه د خوراکی شی مالګه وګوری .

۵- په خوله ياپوزه اوبو تيرولو کی دومره مبالغه چه اوبه تر حلق يا ستونی پوری لاړی شی .

۶- جنوب وی خو تر صبا صادق نه يی ورسته کوی .

۷- کريم ،سکاره وغيره سره غاښونه صفا کول .

۸- په خوله کی ډيری لاړی جمع کول او بيايی تيرول .

۹- که دشهوت ويره وی له خپلی بی بی  نه مچی يا بوسه اخيسل يا ورتر غاړه کيدل  روژه مکروه کوی خو که د شهوت ويره نه وی باک نلری .

۱۰ – مور لره په خوله کی د څه شی جويل او بيا بچی ته ورکول .

پورته ټولو صورتونو کی روژه مکروه کيږی فاسيديږی نه ولی ثواب يی کميږی .


دروژی فاسدوونکی :

په روژه کی له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دی .

۱- له څه خوړلونه .

۲- له څه څښلونه .

له جنسی فعل نه .

پورته دريو فرضونو پر خلاف عمل سره روژه فاسيديږی .خو د روژی فاسدوونکی څيز دخپل نوعيت له مخی پردوه ډوله دی ، هغه چه يوازی قضايی ورباندی واجبيږی او بل هغه چه قضا او کفاره دواړه ورباندی واجبيږی .



هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :

۱- يو څوک د روژی پشلمی وکړی او دا يی  خيال وی چه تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړی خو ورسته ورته معلومه شوه چه سبا ختلی ددغه روژی قضا روژه واجبه ده .

۲- چا دلمرلويدونه مخکی داسی فکروکړچی لمر لويدلی دی روژه يی ماته کړه خوورسته  پوه شو چه ماښام لا ندی شوی نوقضايی روژه ورباندی واجبه ده .

۳- چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ .

۴- درمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول .

۵- که په روژه کی د چا خولی ته د اوښکو يا خولو څاڅکی ورغلل او مالګينتوب يی په ټوله  خوله کی محسوس کړاوده هغه څاڅکی خيټی ته تير کړل .

۶- که چا له سره دروژی   نيت ونګړ، خوله خوړلو اونورو يی  ځان بند وساته ، يا يی له زوال نه ورسته نيت وګړ .

۷- په روژه کی چا په قصد سره په  ډکه خوله کانګی وګړی يا دخولی په غرغړه کی يی بی احتياطی وکړه اوبه له حلقه تير شی قضا پری واجب ده .

۸- که چا داسی شی چه غذا نه وی لکه داوسپنی ټکړه  ګاڼی قاغذ  يا نور وخوړل چه نه د غذا او نه دوا په ډول وی قضا پری واجب ده .

۹- په غوږ کی تيل اچول يا کومه ښځه په روژه کی په خپل تناسلی غړی کی دوا يا تيل واچوی په د صورت کی قضا پری واجب ده .

۱۰ – که چا په هيره څه وخوړل نو بيا يی فکر وکړ چه روژه خو ماته شوه نو څه يی نور هم وخوړل نو قضا يی پری لازمه ده. 


۱۱- په غاښونو کی د داسی خوراکی څير بنديدل چه د نخود دانی برابر يا له هغه نه لوی وی تر حلق تير شی .

۱۲- د جماع اووحشی عمل لواطت نه پرته بل کوم داسی وحشی شيطانی جنسی فعل يی وکړ چه انزال ورسره وشوه .

۱۳- غاښونه وينی شی او وينی پر لاړو ذياتی وی له ستونی څخه تير شی .

په پورته ټولو صورتونو کی روژه ماتيږی  قضايی روژه به بيا نيسی .



هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی :

۱- قصداً څه خوړل ،څښل ،د ناروغی لپاره دوا خوړل ،له ښځی سره خپل نفسی خواهش پوره کول

يا که دخولی له لاری نه وی پربله هره طريقه سره بدن ته غذا يا دوا داخيلول وغيره .

دروژی کفاره :

ديوی روژی په بدل کی دوی مياشتی مسلسل روژه نيول فرض دی که په منځ کی  يوه روژه  هم قضاء شی  له سره به روژه نيسی .

که دايی په وس پوره نه ؤ نو شپيتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه ډوډی ورکوی.