د روژې اتلسمه ډالۍ
ښاغلو او اغلو ، هیله ده چی تیرو ۱۷ عبرتناکو قصو څه عقیدوی ګټه رسولې وی ، او دا ده اوس د اتلسمی روژې لپاره د دې لړۍ اتلسمه برخه درته واړندی کیږی ( ن . صمد ) .
د ملت خادم والی :
امير المؤمنين حضرت عمر فاروق (رض) په مسجد نبوى كې ناست او د مسلمانانو په ورځنيو چارو بوخت و . يو دنګ ځوان ، چې سپيره ويښتان او سپيره مخ يي نيولى و، خيرن كالي يي اغوستې او پڼې يي هم څوځايه شليدلې وې ، يو ه اوږده لكړه يي په لاس كي وه او څو لوښي لرګي يې په څادر كې تړلي په شاکړي وو ، جومات ته را ننوت .
امير المؤمنين او ناستو كسانو ته يي سلام واچاوه او په يوه ګوټ كې غلى كښيناست . امير المؤمنين او ناستو كسانو د مسافر ګومان پر وكړ ، سلام يي ور بيا كړ او په خپلو كارونو بوخت سول . ځوان هم ناست و ، چې ګڼه ګوڼه كمه سي او ده ته له امير المؤمنين سره د خبرو چانس پیدا سي . د خلافت په دربار كې خلك يو څه كم سول ، عمر فاروق (رض) مسافر او سر وهلیً بر وهلیً ځوان ځانته راوغوښت او د حاجت پوښتنه يى ځني وكړه .
ځوان ورته وويل : امير المؤمنينه ! زه تاسو راغوښتى و م ، څو ورځې وړاندى ستاسی ليك راغى او دا دى زه له فرمان سره سم حاضر سوم .
امير المؤمنين حضرت عمر فاروق ډير فكر وكړ ، خو داسې څه يي په ياد نه سول ، چې دغه ځوان ته دې یي ليك استولى وی ، نو په خورا تعجب يي ترې وپوښتل .
ځوانه ! ومې نه پيژندلې ! زما نه دي په ياد چې تا ته مې كوم بلنليك در استولى وې !
په دوړو او خاورو ككړ ځوان خپل شليدلى ګريوان سره را ټول كړ او په ډيره عاجزۍ او حيا سره يي د خداى (ج) د رسول وفادار ملګري ته وويل :
امير المؤمنينه ! زما نوم عمير بن مسيب دى او زه تير كال ستاسي له لوري د حمص والي ټاكل سوی وم . تيره اوونۍ د كلني احتساب په اړه ستاسو فرمان را ورسيد او دا دى زه له هغه سره سم د خپل مال ، اسباب او هر څه سره يوځای حاضر سوم .
امير المؤمنين حضرت عمر (رض) ددې خبرو په اورېدو سره سترګې د ځوان په سترګو ښخې كړې ، ګوته يي په غاښ كې نيولې او څو شیبې يي په ځير ځير د هغه حالت ته كتل . امير المؤمنين ته ورپه ياد سو چې تير كال يي دغه ځوان د مسلمانانو په مشوره د شام د ښيرازه ولايت حمص والي ټاكلی و . هغه مهال چې دغه ځوان شام ته روانيدﺉ نو د ښكلا ، خوښۍ او شتمنۍ نښي يې په ټنډه كى له ورايه معلوميدې . دهغه د اغوستلو كالې په څو او ښانو بار وو ، د تورو ، زغرو او ډاليو حساب يي نه كيدﺉ , خو نن په داسي حال كې د مسلمانانو د امير په وړاندي ناست و چې د فقر ، غربت اوبي چارګۍ له امله د پيژندلو وتلی و . پڼې او كالي يي شليدلي وو او څيره يي د بې خوبۍ او نه خوراك له امله تكه ژيړه سوې وه . د اسلام خليفه ورته و فرمايل :
الله اكبر ! عميره ! ته چې مې تير كال استولې ، خورا پنډ او ترو تازه وې ، د مال او اسباب حساب دې نه كيدﺉ ، خو اوس دې په داسې حالت كې وينم چې درته كتلاى هم نه سم ، خير خو به وي ؟ ولي په داسې حال يې ؟
هغه ورته وویل چی امير المؤمنينه! له دندي مخكې ما سودا ګري كوله اوكله نا كله به ستاسو سره د خداى (ج) په لاره كې جهاد ته تلم ، ماته خداى (ج) ښي ډيري پيسې او شتمني راكړه ، خو كله چې مو د مسلمانانو په دنده و ټاكلم ، نو د مسلمانانو د ښېګڼې په لاره كې مې ځان هير كړ .
امير المومنينه ! د حمص خلګ زكات او جزيه په مينه وركوي ، تير كال مو په مليونونو درهمه بيت المال ته تحويل كړل ، له محاصلو او نورو عوايدو لاس ته راغلي پيسې مو دهيواد او مسلمانانو په ښيرازۍ کی لګولي ، په حمص كې مو لاري ، كاروان سرايونه ، ښارونه ، بازارونه ، كلا ګانې ، حمامونه ، مدرسې او جوماتونه جوړ كړي دي ، حمص ستاسو د خلافت تر ټولو ودان ، ښيرازه او بډاى ولايت دی .
امير المؤمنين ترې وپوښتل : د ځان لپاره دې د بيت المال څخه بندوبست كړى دی ؟
عمير بن مسيب ځواب وركړ :
امير المؤمنينه ! د ورځي روژه یم ، د شپې په اوبو روژه ماتوم او څو خرما او يا هم نيمه د جوارو ډوډۍ خورم . دغه په څادر كې غوټه لوټه او كنډولى مې د كور اثاثه دي ، يو دغه څادر لرم ، چې عورت پرې پټوم او يوه دغه لكړه ، چې ځان پرې ساتم .
حضرت عمر رضی الله عنه ددې خبرو په اوریدو ژړغونی سو . دعمیر په حال یي غبطه راغله او خورا په زوره یي په ژړا پیل وکړاو لا س یي داسی په دعا پورته کړ:
ای الله (ج) ! زه شاهدي ورکوم عمیر پاک دی . خدایه ، ماپه جنت کې له عمیر سره یوځای کړې . د عمیر سر یي ښکل کړاو د راتلونکې کال لپاره یي بیا حمص ته واستاوه .
هو ، چیری د مسلمانانوهغه چارواکي ، چې ولس یي بډای او خپله خوار وو ، او چیری هم د نن ورځی د مسلمانانو هغه په ځان ، مال او ناموس لوبې کونکي چارواکي ، چې پخپله آباد خو ولس یي برباد دی .