کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د یوه فیلسوف په مرکه لنډه تبصره

د یوه فیلسوف په مرکه لنډه تبصره

په ځینو ویب پاڼو کې دښاغلي مختاراحمداحسان یوه لیکنه خپره شوې ده چې هغه دافغان فیلسوف ښاغلي حیات الله جاویدپه مرکه تبصره کړې کومه چې دیوې هالندي ورځپاڼې سره یې کړې وه۰ دې لیکنې وهڅولم اودمرکه کونکي څرګندونواړایستم چې پدې اړوندزه هم لنډه تبصره وکړم۰ که چیرې دامرکه دداسې یوه افغان سره چې دفیلسوف ادعا یې نه لرله شوې وای غبرګون مې نه ښودخوکله چې یوفیلسوف چې په لویدیځ کې داعتباروړڅیره ګڼل کیږي اودهغه په ارزونو اوشننو حساب کیږي داسې له واقعیت څخه لیرې مرکه کوي چې نه دافغانستان له لرغوني تاریخ اونه دافغاني ټولنې له واقعیتونوسره سرخوري سکوت ګناه ګڼم۰ مرکه کونکی دمرکې په یوه برخه کې وایي « ۰۰۰ پښتانه هغه څوک دي چې شاه اوخوا پنځوس کاله مخکې کوچیان وو اواوس په ښارونوکې ژوندکوي۰ خونوموړي تراوسه آموخته سوي نه دي چې دنوروخلکوسره راکړه ورکړه څنګه وکړي ۰ همداډول پښتانه ډیرژرډاریږي اودبهرنیانوڅخه بیا په یوډول طرز ډارن دي ۰۰۰ ، په بهرنیانوزیاتره حملې دپښتنولخوا کیږي ۰۰۰ »۰

که چیرې پاسنیوکرښوته ځیرشووینو چې ښاغلی فیلسوف دخپل هیوادله تاریخ څخه څه چې دشلمې پیړۍ دافغانستان څخه هم بیخبره دۍ۰ ښایي دهالند عادي وګړي اونورولسونه چې دافغانانوله لرغوني تاریخ سره آشنا نه دي داخبره ومني چې پنځوس کاله پخوا ټولوپښتنوکوچیاني ژونددرلودخودیوې معتبرې ورځپاڼې چلونکي پدې ښه پوهیږي چې هغه څه چې مرکه کونکي ویلې درواغ اوواقعیت نه لري اوهغه خپروي یولړپوښتنې رازیږوي۰ ددې مرکې خپرول دآلماني فیلسوف فریدریش نیچه هغه خبره چې « واکمن ټول ناروغه دي اوخپلې کانګې راباسي اوهغه ته بیا دورځپاڼې نوم ورکوي » ثابتوي ۰ البته دنیچه پاسنی خبره دهغې زمانې درسنیوپه اړه وه چې د دولتونو دټینګ سانسورلاندې وې اودآزاده رسنیوڅرک نه لګیده ۰داسې بریښي چې زموږدیوې قطبي نړۍ د میډیا زیاته برخه دپانګوالې ټولنې دنړۍ خوړونکوواکمنوله کانګوپرته بل څه نه لري او دواکمنوکړیو په چوپړ کې دریدلې ده ۰ ددې میډیا له پاره دواقعیتونوپټول ، دخلکواغوا اوغولول، دنړۍ خوړونکوواکمنوبشري ضدچلندته مشروعیت ورکول اوهمدې کارته دروڼ اندورانیول کوم ستونزمن کارنه دۍ ۰

مرکه کونکی پدې باوردۍ چې پښتانه ډارن دي اوپه ځانګړې توګه دبهرنیانونه ډيرډاریږي خوبیا وایي چې په بهرنیانوزیاتره حملې دپښتنولخوا کیږي ۰ په پاسنی جمله کې متضادې څرګندونې ترسترګوکیږي ، له یې خوا خپله خبره نفي کوي اوله بله پلوه دافغانستان ننی واقعیت یې بیا ن کړی دۍ چې هغه دپښتنوله لوري په بهرنیوپوځیانو بریدونه دي ۰ که چیرې پښتانه په بهرنیانوبریدونه کوي داددې مانا لري چې هغوی ډارن نه بلکې دهغوی زړورتیا اومیړانه ښيي چې په هغو لښکروبریدونه کوي کوم چې په خورا مودرنووسلواوپوځي تجیزاتوسمبال دي۰ ډارن دځواکمن اوزورور څخه ویریږي۰ دهغه سره ځان نه مخامخ کوي اودهغه ارادې اوغوښتنو ته تسلیمیږي ،په چوپړکې یې دریږي اوهرروا اوناروا امراونهی ته یې په ورین تندي ځواب ورکوي۰

ښاغلي فیلسوف جاوید اوهمداراز هغو روڼ اندوته چې دافغاني ټولنې اودنني افغانستان واقعیتونه په میډیا کې لټوي اویا پدې آنددي چې « پښتانه آموخته (روږدي ) نه دي چې دنوروخلکوسره راکړه ورکړه څنګه وکړي » په پوره درناوي سره باید وویل شي چې یوځل دخپل هیوادتیرتاریخ ته مراجعه وکړي اودهغه په رڼا کې دهیوادروانې پیښې ارزیابي کړي خپله اودخپل هیوادراتلونکې پکې وګوري ۰ دنوروولسونوسره اړیکې اوراکړه ورکړه دا نه ده چې هغوی ستاسوبرخلیک وټاکي ، ستاسوپه هیوادکې پټ اوڅرګند زندانونه ولري، ستاسوپه کلیواوښارونوکې خپلسري پوځي اواستخباراتي عملیات ترسره کړي ،دغلو په شان په توره شپه کې ستاسودوطنوالوپه کورونوچاپې ووهي ، ستاسو تاریخي ویاړونواودودونو، سپیڅلوعقیدو، اخلاقي اوفرهنګي شتمنیوته سپکاوی وکړي او۰۰۰

زموږپه هیواد کې داډول واکمن وضعیت دولسونوترمنځ راکړه ورکړه نه بلکې دباداراومریي ، حاکم اومحکوم ولس ترمنځ راکړه ورکړه ده چې افغانان هغوته غاړه نه ایږدي له همدې امله ده چې دداډول راکړې ورکړې په وړاندې افغانان داعتراض غږپورته کړۍ اوپښتنووسلې ته لاس اچولی دۍ ۰

افغان ولس دنوروولسونوسره دداسې اړیکواوږده سابقه لري چې دمتقابله درناوي اوګټوپربنسټ یې مزی ټینګ وچې کیدای شي دنادرخان اودهغې دکورنۍ دسیاست په اړه دهیواددعلمي اوادبي څیرې ښاغلي اسحق نګارګرلاندې انتقادي څرګندونې ښه بیلګه شي : « ښایي نادرخان اوکورنۍ یې دهیوادپه کورني اوبهرني سیاست کې سترې تیروتنې کړې وي خوبیله شکه دخپل هیواددخپلواکۍ سره یې مینه درلودله اونهه څلویښت کاله یې هیواددنړۍ ددووښکیلاکګروځواکونوترمنځ دقیمتي نګین په څیروساته »۰ داهغه څرګندواقعیت دۍ چې پښتانه دنوروخلکوسره دراکړې ورکړې اوږده سابقه لري اوپوهیږي چې له نړیوالوسره څه دول اړیکې ولري کومې چې یوخپلواک ولس یې بایدولري اوله بله پلوه دپښتنوواکمنانوهغه عاقلانه چلندښيي چې دافغان ولس دپښتانه نه نیولې ترازبکه ، تاجکه ، بلوڅه اونوروله ملاتړنه برخمن شوی و، دواکمنۍ خلاف یې وسله نه وه راپورته کړې اونن چې داولس دنني حکومت اوبهرنیانو خلاف جګړه کوي لامل یې دادۍ چې دنوروولسونوسره داسې اړیکې ټینګې شوې چې د خپلواک ولس شتون یې ترپوښتنې لاندې راوړی دۍ ۰

دافغانستان معاصرتاریخ ددې شاهددۍ چې د ښکیلاکګرو لښکرو دلویدواوماتیدوپه شیبوکې ځینودین پلورونکو ملایانو،پیرانواواجیروروڼ اندوخلک له دې څخه ویرولي دي که دوی ولاړشي نووطن به بربادشي ۰ خوداسې ونشول وطن هم پرځای دۍ اوخلک هم پکې ژوندکوي ۰ داوسنیوبهرنیولښکروپه وتوسره به هم قیامت پیښ نشي که چیرې دهرڅه دمخه افغان روڼ اندي اوسیاستوال دخپل ولس په څیر فکروکړي ،افغانان دمخامختیا پرځای ګډ دریځ غوره اوپه ګډه سره پخپل کورکې خپلې چارې سمبال اودنوروولسونوسره دمتقابل درناوي اومتقابلوګټوپربنسټ اړیکې ټینګې کړي ۰

پای