کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د حاجي امين باوري د نيوکي په اړه د پوهني وزارت توضيحات

د حاجي امين باوري د نيوکي په اړه د پوهني وزارت توضيحات

د جلالتماب کرزي او والاشان فاروق وردګ د پاملرني وړ !


پوهیږم چي د ټول مملکت د ناسمي اداری ، او د دې ادارې د سمبالښت ویاړ ستاسو دۍ . ستاسو د دې وخت ټنبلي او خوب د دی وطن په خیر نه وینم .
تر ټولو لمړی جلالتمآب کرزي ته غواړم یوه خبره عرض کړم ؛
پر ټولني اقتدار که نن تاسي ته د خپلو خپلوانو او د جبهی یارانو ( انجویی یارانو ) اقتصادي او سیاسي همایی واک درکړی ، خو تاریخ به د نن په شان قضاوت نه کوي ! .
په ټولنه کښي د « متوازن انکشاف » علمي او فلسفي لغات که تاسو نه وي لوستۍ نو اړینه یی بولم چي تاسي ته نږدې تر حساب تیر مشاورین را وغواړۍ او د دې اصطلاح تعریف او په ټولنه کښي د اوس او سبا د ښیګڼو او جنجالونو د پیښیدلو توضح ځیني وغواړۍ .
جلالتمآب صیب : پوهیږم چي والاشان وردګ صیب ستاسي د کابینې مجرب ، مجرد ، لایق ، او جمیعلکمالات دۍ ، خو والاشان پریږدۍ چي د ټولني اصلي ، بنیادي او زروري مشکل ته ورسیږي .
 تعلیم د ټولو افغانانو حق او پر تاسي یی د شرایطو د برابرولو مکلفیت دۍ، مګر وردګ صیب کله دجرګوسمبالښت کوي او کله هم د خارجي صفرونو ! والاشان وردګ صیب پریږدۍ چي د وطن د بچو د ښووني او روزني کار سمبال کړي .
والاشان وردګ صیب ؛ په ټولنه کښي د متوازن تعليم له پاره که نن هر څومره زحمت او کړاو وګالل شي د سبا ثمر یی زیاد دۍ .
ښاغلی وردګ ؛ که موږ نن د پښتنو د بچو د تعلیم او روزني یادونه کوو نو یوازي د خپل قام د خیر ښیګڼي خبره نه کوو ، بلکه په ټولنه کښي د راتلونکي ټولنیز جوړښت او ورته ستونزي وینو . نړیوالو او کورنیو تجربو ثابته کړی ده چي که په یوه مملکت کښي یو قوم يا یوه سیمه د ښوني او روزني چښتنان وي . ( همدارنګه اقتصادي ، سیاسي ، ټولنیزي او ټولي انساني کړني ) او بله سیمه نالوستی پاته شي نو سیاسي او ټولنیز جنجالونه زیږوي . او بیا چي هلته د ډیرکیو او لږکیو خبره مطرح وي نو د ملي ګټو تعریف او تفسیر تغیر کولای شي . دولتي اداری به لوستي او د نن له تکنالوژۍ سره بلد کسان جزبوي،خوملي حاکمیت ، ملي هویت او د ملي قوانینوتطبیق ته ذیان رسولای شي .
ښاغلی وردګ ؛ په ټول کښي ، ټولي پښتني سیمي ، خو په جلاتوګه د ارزګان ولایت د بیچاره اولس د بچیانو ښووني او روزني ته جدي پام وکړۍ .
مه پریږدۍ چي جنګسالاران د کاغذنو پر مخ د ښونځۍ د جوړیدو او د ښونکو د معاشونو چکونه ستاسي په امضآ مزین کړي ، که نه نو اوس هم ستاسي له وزارت نه ستاسي د کارکونکو په مرسته د وطن سبا ته کنده کیندل شوې ده .
ښاغلې امان الله هوتکي د ارزګان د ولایت د ولایتي شورا مشر څو څو ځله په لوړ اواز ستاسي نه خپلو بچو ته دښوني او روزني غوښتنه وکړل ، هره ورځ د جناب ویاند صیب د لاپو ډک راپورونه وینم ، ولي د ارزګان د خوار او بیچاره اولس د یوه بچي اوز ته هیڅکله ځواب نه شته . دا ځکه چي تاسي او جلالتمآب ولسمشر ، د ارزګان د پرمختګ ! چاري د ( افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ریس ارشد مشاور ، سلاکار وزیر او فوقلعاده استازي (( د ښونځي پخواني ساتونکي ))حاجي امیر صیب جانمحمد خان محمدي )) ته سپارلي دي .
 ځکه باید د راتلونکي هر ډول ټولنیزو نابرابریو مسولیت پر غاړه واخلۍ .
یوه بله هیله مي دا ده چي نور ستاسي ویاندویان زحمت ونه باسي او د تذویر پر راپورنو لوستونکي ونه غولوي . پریږدۍ چي ستاسي معلوم کار ، ژورنالیستان تر موږ راورسوي . ستاسو پاملرنه ، د هیواد د واکمنو او سبا ته ځواب ویونکو په صفت ، زموږ د اولس د بچو ، ښوني او روزني ته رابولم .
موږ افغانان یوازي ښونه او روزنه له اوسنۍ او راتلونکي تورتم څخه ژوغورلای شي .






د ښاغلي حاجي امین د لیک په هکله د پوهنې د وزارت ځواب


په دې ورستیو کې د لروبر، بینوا او ځینو نورو بریښنا پاڼو له لارې د حاجي محمد امین په نوم یوه لیکنه تر دې عنوان لاندې چې ( د جلالتمآب کرزي او والاشان فاروق وردګ د پاملرنې وړ) یوه لیکنه خپره شوه او د لیکنې منځپانګه یې د ارزګان ولایت د پوهنې بهیر ته ځانګړې شوې وه چې ګواکي د پوهنې وزارت ورته لازمه پاملرنه نه کوي.
د دې ښاغلي تر نورو څرګندونو تیریږو او یوازې دومره یادونه ورته کوو چې په لیکنو کې د قلم د عفت ساتل، د روښانه اسلامي اخلاقو پیروي، له حقایقو څخه ځان خبرول او د مسایلو په هکله د حقیقت په رڼا کې قضاوت کول د مومن مسلمان خاصه ده نو لازمه ده چې د همدې خاصیت له مخې د روانو چارو په هکله خپل نظر څرګند او د پیښو په هکله قضاوت وکړو.
د ښاغلي حاجي امین د لیکنې په هکله له نورو خبرو څخه تیریږو او اصلي مطلب ته راځو چې هغه د ارزګان په ولایت کې د ښوونې او روزنې د حالت او د هغه شخص په هکله ده چې د ښاغلي حاجي امین په وینا ګویا د پوهنې وزارت ته یې د همدې ولایت د معارف د وضعیت د ښه والي په هکله مراجعه کړې ده خو چا ورته پاملرنه نه ده کړې. ښاغلی حاجي امین لیکي:( ښاغلي امان الله هوتکي د ارزګان د ولایت د ولایتي شورا مشر څو څو ځله په لوړ آواز ستاسې نه خپلو بچو ته د ښوونې او روزنې غوښتنه وکړله، هره ورځ د جناب ویاند صیب د لاپو ډک راپورونه وینم، ولې د ارزګان د خوار او بیچاره ولس د یوه بچي آواز ته هیڅکله ځواب نشته…) د دې ادعی په هکله باید یادونه وکړو چې په دې نامه کوم شخص د پوهنې وزارت ته د ارزګان د ښوونې او روزنې د وضعیت ښه والي په موخه مراجعه نه ده کړې بلکي د پوهنې وزارت د ارزګان د معارف په هکله د خپلې ملي دندې له مخې هر ډول همکاریو ته ژمن  دی او د ارزګان په شمول د هیواد په ټولو نا امنو سیمو کې د پوهنې د بهیر د ښه والي لپاره کار کول خپله ملي دنده بولي او د ستونزو په رفع کولو کې یې له خپلو هیوادوالو سره څنګ پر څنګ کار کوي.
د ارزګان د معارف د وضعیت د ښه کولو په هکله د پوهنې وزارت د همدې ولایت ټولو مشرانو، اړوندو اړخونو او د دې ولایت غیور ولس ته وړاندیز کوي چې د مهربانۍ له مخې د خپلو بچو د غوره راتلونکي لپاره لاسونه سره ورکړی، د پوهنې وزارت ته یو باصلاحیته استازی راولیږی او موږ به له هغه سره ټوله لازمه مرسته وکړو چې د ارزګان د پوهنې بهیر د ښه والي په طرف ګړندي ګامونه واخلي او په دې ولایت کې د هیواد بچیان له غوره تعلیمي چاپیریال څخه برخمن شي. موږ په دې باور یو چې ښوونه او روزنه د نورو انساني ټولنو په څیر زموږ د ګران هیواد د هراړخیزې آبادۍ، ښیرازۍ او پرمختګ بنسټ دی او د دې بنسټ د پياوړي کولو لپاره د ټولو افغانانو مرستې ته اړتیا ده. د پوهنې وزارت تل د هیوادوالو په خدمت کې دی او د هیواد په هره سیمه کې د خپلو هیوادوالو خدمت د ویاړ نښه بولي او په دې هکله هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.


ګل آغا احمدي
د پوهنې د وزارت ویاند