کور / اسلامي / د روژې نولسمه ډالۍ

د روژې نولسمه ډالۍ

درنو لوستونکو ، د پند او عبرت د دې لړۍ څخه نن د نولسمی روژې لپاره نولسمه قصه وړاندی کیږی چی د اسلامی واکمن د کړنو یوه کوچنۍ بېلګه راښیی ( ن . صمد ) .

اسلامی واکمن باید دغسی وی :

د یمن څخه ټوکران را رسېدلي وو چی د مسلمانانو تر منځ مساویانه تقسیم سول . حضرت عمر (رض) چی خلیفه و ، هم د عادی خلکو غوندی خپل سهم واخیست .

دﺉ ډیر جګ و او کله چی به د خلکو په منځ کی روان و ، نو لکه پر یو آس چی سپور وی . کله چی یې د همدې ټوکرانو څخه د جوړو کړو کالیو تر اغوستلو وروسته پر منبر باندی خطبه ورکوله او خلک یې جهاد ته هڅول ، نو دا مهال ناببره د مسجد د یو کونج څخه په لوړ ږغ یو چا د ټولو پام ور واړاوه چی داسی یې وویل : یا ، ستا خبري نسو اورېدلای او نه هم په هغه عمل کېدای سی .

حضرت عمر (رض) حیران سو او په ډیره نرمه لهجه یې پوښتنه ځنی وکړه چی ولی ؟ خدای دې درباندی ورحمیږی .

هغه سړي بېله مقدمې او تفکر څخه ځواب ورکړ چی : تا د یمن د ټوکرانو څخه په هغه اندازه سهم درلود لکه موږ چی درلود ، نو څنګه دې د هغه څخه دا کمیس جوړ کړای سو حال دا چی ته په قد تر موږ ټولو ډیر جګ یې ؟ نو حتمأ دې تر موږ ډیر ټوکر اخیستی دی .

حضرت عمر (رض) چی ولیده د دې سړي خبره پر ځای او سمه ده ، نو د خپل زوی ( عبدالله ) څخه یې چی هغه هم دلته حاضر و ، وغوښته چی دا موضوع روښانه کړي .

حضرت عبدالله (رض) هم اعلان وکړ چی ما خپل سهم نه دی اخیستی بلکی هغه می پلار ته ورکړی دی تر څو هغه د ځان لپاره کمیس جوړ کړی او د ده بدن وپوښی ، او وکولای سی چی د منبر له پاسه د دولتی چارو د ادارې لپاره چی د ابیض د بحیرې څخه تر چین پوری امتداد لری ، ودرېدای سی .

دا مهال پوښتونکیً قانع سو او داسی یې وویل : اوس نو ستا خبري اورم او اطاعت دې هم کوم .

هو ، دا د یو خلیفه ، د یو امیرالمؤمنین ، د یو واکمن د حُکم او اسلامی دیموکراسۍ ثبوت دی چی نن یې د هیڅ کوم اسلامی هېواد د واکمن سره حتی آثار هم نه لیدل کیږی .