کور / تازه خبرونه / کندهار : په يوه چاونده کي دوه تنه ژوبل سول

کندهار : په يوه چاونده کي دوه تنه ژوبل سول

د آى جې سي عامه پوهاوي له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د يوه ماين په چاودنه کي دوه تنه ملکي وګړي ژوبل سول . خبرپاڼه وايي چي دغه ماين چاودنه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي پر عامو وګړو سوې ده . خبرپاڼه ليکي چي ژوبل سوي کسان د ملي اردو روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .