کور / اسلامي / د روژې دوه ویشتمه ډالۍ

د روژې دوه ویشتمه ډالۍ

محترمو لوستونکو ، د لیلت القدر د لسیزی او د خیر او زکات د میاشتی په بهیر کی اوس د دوه ویشتمی روژې لپاره د دې لړۍ دوه ویشتمه برخه درته وړاندی کیږی ( ن . صمد ) .

له خدایه غلا :

یو ډیر شتمن خو کنجوس سړی و چی هر کال یې څه نا څه لس زره روپۍ زکات کېدﺉ . د دې لسو زرو روپیو ورکړه پر هغه ډیره سخته تمامېده . حیران و چی په څه چل ول هغه بیرته راوګرځوی .
یوه ورځ یې خپل زوی ته وویل چی داسی یو ترتیب وسنجوه چی دغه زکات مو هم ادا سی او پیسه هم بیرته په کور کی راپاته سی . دواړو باالاخره یوه داسی حیله جوړه کړه چی په یوه بوجۍ کی یې د پنځه سوه روپیو شل نوټونه د غنمو په منځ کی کښېښوول او بوجۍ یې ټینګه وګنډله او تیاره یې کښېښودله .

زوی یې دباندی ووت چی کوم بوډا غریب پیدا کړی . یو ګړﺉ وروسته کوم ضعیف فقیر پر لاری تېرېدﺉ او راویې غوښت او داسی یې ورته وویل : په هغه کور کی یو ډیر شتمن سړی اوسیږی او خلکو ته زکات ورکوی . ته هم ورسه ګوندی یو څه درکړي .

فقیر هم هماغه کور ته ورغی او د خیر او فقر ږغ یې وکړ . بډای راووت او ورته ویې ویل چی بابا ! زکات ورکوم ، ته یې غواړې ؟ فقیر ورته وویل چی هوکې غواړم یې . شتمن هم هغه بوجۍ ورته راوړه چی لس کیلو غنم او شل پنځه سویزه نوټونه یې پکښی ایښي وو او فقیر ته یې وویل چی دا د زکات مال دی او فقیر ته یې ورکړه .
فقیر هم هغه په مشکل سره راواخیسته او روان سو . دباندی د بډای زوی ورته ولاړ و او د بوډا څخه یې وپوښتل چی هغه خان څه شي درکړل ؟ فقیر ورته وویل چی دغه د غنمو بوجۍ یې راکړه .
سړي ورته وویل چی دا به د څو روپیو غنم وی ؟ بوډا ورته وویل چی ښایی د څلویښتو یا پنځوسو روپیو غنم به وی . سړي ورته وویل چی دا خو پر تا ډیره درنه ده ، زه به سل روپۍ درکړم او دا بوجۍ ما ته راکړه . فقیر هم ډیر خوشاله سو ځکه روپۍ یې هم ډیری ورکولې او هم لدې درانه باره بېغمه کېدﺉ . بس دا سودا یې په مینه ورسره وکړه او سل روپۍ یې واخیستې او روان سو .
ځوان دا بوجۍ را واخیسته او کور ته راغی او پلار ته یې وویل چی ستا زکات هم ادأ سو او بوجۍ دې هم د روپیو سره بیرته خپل کور ته راغله .

هو ، بډای دغه فقیر ته د بوجۍ د ورکولو پر مهال دا نه وو ویلی چی په هغه کی لس زره روپۍ پرتې دي بلکی صرف دا یې ورته وویل چی دا د زکات مال دی او همدا یې حیله او چالاکي وه . د نن ورځی بعضی بډایان د کال تر ختمېدو لږ څه مخکی خپل مال د میرمنی په ملکیت کی ورکوی او کله چی بل کال پای ته رسېدونکی وی نو میړه بیرته میرمن هبهَ کړي او په دې ډول پر هیچا زکات نه کیږی . خو دا د بندګانو په سترګو کی خاوری اچول دي حال دا چی د خدای (ج) سره جنګ کوی . بس په همدې حرامو او باطلو طریقو کی ژوند ته پایښت ورکوی او د بېوَزلو حق خوري .