افغانستان یو نهء تجزیه کېدونکی هیواد ندی
درنو لوستونکو او د اند خاوندانو
تاسي ټول خبر یاست چې د افغانستان د تجزیې خبرې بیا تودې شوي او په ډیرو سیاسي او خبري وېبپاڼو کې په دې هکله خبرې ـ اترې روانې دي.
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې ډیر داسې ډلې او سیاسي جریانونه شته چې د افغانستان تجزیه او یا لږ تر لږه یو فدرالي دولت غواړي.
په افغانستان کې ډیر اقوام ژوند کوي چې د تاریخ په اوږدو کې یا د اشغال او یا د مهاجرت له لارې دلته مېشته شوي دي. خو بیا هم دا اقوام تر یوه حده یو له بله سره ګډ شوي. د بېلګۍ په توګه که په کندهار او ننګرهار کې دري ژبي، قزلباش او هزاره ژوند کوي، په شمالي او غربي برخو کې بیا پښتانه ژوند کوي او کابل خو غیر له دې هم د ټولو اقوامو کور دی.
د تېرو زریزو، سلیزو او لسیزو په ترڅ کې دغه اقوامو سره خپلوۍ هم کړې، نو دا اقوام غیر له دې چې یو له بله سره ګاونډي دي یو څه خپلوۍ هم لري.
تر پرونه پورې خو زمونږه سیاستمدارانو دا ویلې چې د افغانستان اقوام مشترک تاریخ، مشترک دین او مشترکې اقتصادي ګټې لري چې دا ټکي د یو ملت د جوړولو له پاره کفایت کوي. خو نن د ډیریو اقوامو له پاره مشترک تاریخ مهم ندی، مشترک دین هم سیاسي شوی او هر څوګ یې د خپلو ګټو له پاره کاروي، او مشترکې اقتصادي ؛ټې هم یواځې پښتنو، هزاره او یا شاید نورستانیانو ته په زړه پورې وي. ځکه د افغانستان شمالي برخې جنوبي او مشرقي ته اړتیا نلري. په شمال کې هم طبعي ځېرمې ډېرې دي او هم پراخې شنې مځکې لري. خو برعکس په مشرقي او جنوبي کې غیر له اسلام نه مونږ بل هېڅ نلرو او اسلام خو هغه دنیا به مونږ ته وبخښي، خو په دې دنیا کې مونږ ته څه نشي راکولی.
ځنې لیکوالان د ملي احساساتو تر اغېزې دا چیغې وهي چې افغانستان څوک نشي تجزیه کولی، خو که مونږه دې مسالې سره واقعبینانه برخورد وکړو، ښکاري چې که د پښتنو په منځ کې د ډیورنډ کرښه دوه ورونه سره بېلولی شي، نو داسې یوه بله مصنوي کرښه کولی شي چې د افغانستان لږکۍ قومونه د پښتنو نه بېل کړي.
د افغانستان تجزیه په افغانستان کې ځنو ډلو ته لکه شمالي ټلواله، په سیمه کې ټولو ګاونډي هیوادونو ته او د نړۍ په کچه هغه هیوادونو ته چې په دې سیمه کې سیاسي او اقتصادي ګټې لري، ګټور تمامېږي. ځکه د افغانستان په تجزیې سره پښتانه ضعیفېږي او په دې سیمه کې خو هېڅوګ یو پیاوړی پښتون قوم نغواړي.
یو پیاوړی افغانستان کولی شي چې په تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې اسلامي بنیادګرايي تقویه کړي ، پاکستان بېثباته کړي ، د ایران د کلتوري ښکېلاک مخه ونیسي او د هند سمندر ته د منځنۍ اسیا د طبعي ځېرمو په ترانسپورت کې د حق العبور اندازه په خپله وټاکي او یا یې ترانسپورت بند کړي، چې دا به بیا د امریکا او اروپا په ګټه نه وي.
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې ډیرو ښکېلاګرو ځواکونو ماته خوړلې. خو دا باید هم له هیره ونباسو چې ښکېلاګرو تر وتلو وروسته بېثباتي، نفاق او اسلامي بیاد ګرايي په میراث پرېیښې ده.
که انګرېزان مات شول، خو د ډیورند د کرښې تر څنګ یې امان الله خان په حبیب الله کلکاني والوزولو. که روسان مات شول، خو د تجزیه طلبو له ملاتړ نه یې لاس لنډ نکړ. همداسې امریکا هم پوهـ شوې چې په افغانستان کې دوامداره جګړه نشي تمویلولی او یوه نه یوه ورځ باید له دې ځایه لاړ شي. نو مخکې له دې چې په افغانستان کې ناکامه شي او د نړۍ په کچه وشرمېږي، کولی شي چې تجزیه طلبې ګټې تقویه کړي او د افغانستان د تجزیې شرایط برابر کړي. ځکه د یو واحد هیواد کنترول نسبت د یو ټوټې ـ ټوټې هیواد تر کنترولو سخت کار دی.
د افغانستان راتلونکې مغشوشه او مشکوکه ده، ځکه چې د پښتنو دریځ مالوم ندی چې دوۍ څه غواړي. په افغانستان کې د لږکیو دریځ مالوم دی او دوۍ د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم لري.
په نړۍ کې پښتانه په اسلامي بیادګرايي نومیالي شوي دي او د دوۍ سیمه د اسلامي تروریزم ځانګو بلل کېږي. ټول په دې پوهېږي چې پښتانه او د دوۍ سیمې د لویدیځ او ختیځ امنیت ته لوی ګواښ دی او په افغانستان کې لږکۍ قومونه د پښتني اسلامي بیادګرايي قرباني دي.
که چېرې د افغانستان په یوې برخه کې د لږکیو لخوا د کوم خپلواک دولت اعلان وشي، نو د ګاونډیو هیوادونو تر څنګ به ډیر نور هیوادونه هم دوۍ په رسمیت وپېژني. ځکه افغانستان هم تجزیه طلب اقوام په رسمیت پېژندلي او تازه بېلګه یې هم کوسوفو ده چې د سربیا نه بېل شول او تر بل هر چا د افغانستان دولت دوۍ په رسمیت وپېژندل.
خلص دا چې افغانستان یو نه تجزیه کېدونکی هیواد ندی، ځکه له یوې خوا په افغانستان کې یو واحد ملت وجود نلري، له بلې خوا افغانستان اشغال دی او واک یې د پردیو په لاس کې دی او غیر له پښتنو نه بل هېڅوګ د افغانستان په موجودیت خوشحاله ندي او پښتانه خو وروسته د امریکې له یرغل نه کمزوري کړل شوي دي او که چېرې افغانستان تجزیه شي او تجزیه شوې برخې د ګاونډیانو او د ځنې نړیوالو ځواکونو لخوا په رسمیت وپېژندل شي، بیا نو……
په درناوۍ او درنښت