کور / هراړخیز / دیومسلمان او یومسیحی تر منځ د یالوګ

دیومسلمان او یومسیحی تر منځ د یالوګ

ليکوال: ډاکتر حسن  محمد باګل 
ژباړن : پوهنمل محمود نظری

دعیسی د روحانیت مفکوره

م- آیا عیسی(ع) الله (ج)دی؟
ع-بلی.د یوحنا ۱:۱ په اساس« …په ازل کې دا کلمه وه ، او کلمه له الله  (ج)سره وه، او کلمه  خپله  الله و»
م-موږمخکې په دې موافقه سره و کړه که دوه آیتونه سره ضد او نقیض وي نو یو یې سم او بل یې ناسم دی یا دواړه ناسم دي.
نو عیسی الله دی د یوحنا په اساس۱:۱ نو څو خدایان دي؟ نو اقلاً دوه  ،خو دا توپیر لري دیوتریونومی( تثنییه) ۴:۳۹  سره«… نن په یاد ولرئ چې الله دمځکې او آسمانو یو دی ، د هغه نه پرته بل هیڅ الله نشته»
تثنییه:۶:۴ «..واورې ،  اې بني اسراییلو:  یوازینی څښتن چې شته هغه زموږ الله دی»
اشعیا۴۳:۱۰-۱۱ :« الله فرمایې.. تاسو باید پوه شئ او باور وکړئ، او ایمان راوړئ چې یوازې  زه الله  یم: بل الله نه واو نه به وي ،زه، الله  یم او له ما پرته بل ژغورونکی نشته»
اشعیا ۴۵:۱۸ «…نو ځکه څښتن وویل…ما آسمانونه او مځکه  پیدا او استوار کړله  ما دا چټي نه دي جوړ کړي،بلکې د استوګنی او ژوند  لپاره مې جوړ کړي دي :زه الله یم؛او بل الله نه شته»
اشعیا ۴۵:۱۸ په اساس یوازې الله پیدا کوونکی دی او نه بل څوک، عیسی(ع) په پیداکولو کې  هیڅ ونډه نه لري
همداسې دیوتریونومی( تثنییه۴:۳۵) ؛وتل۸:۱۰؛ ۱۱ سموییل۷:۲۲؛ 1-کینګ۸:۲۳؛ کرونیکل۱۷:۲۰؛ سام ‎(زبور)  ۸۶:۶او ۱۱۳:۵؛هوشع۱۳:۴؛زکریا۱۴:۹. دا ٍثابتوي.
ع- لاکن دا ټوله په زاړه انجیل کې دي دا په نوی انجیل که هم شته؟
م-مطمیناً. مارکا۱۲:۲۹  عیسی(ع) خپله وایي« او عیسی ځواب وکړ هغو ته، واورئ اې  اسراییلو! الله زموږ  یوالله دی»
1-کورنتیان۸:۴ :«…موږ پوهیږو چې بت الله نه دی. هیڅ الله نشته مګر یو الله»
هوشع ۲:۵ « الله یو دی د الله او انسانانو تر منځ. یو سړی شته  چې هغه سړی عیسی مسیح دی» دلته پام وکړه«هغه سړی عیسی مسیح دی» نو ته ویلای شئ چې یوحنا۱:۱ سم او نور ټوله آیتونه غلط دي یا برعکس
ع- پرېکړه مشکله ده!
م- اجازه راکړه چې د قران له نظره دا وګورو چې څو واري عیسی(ع) په نامه د کلمه د الله ذکرشوی دی.
 سوره ۳:۳۹ « هغه وخت چې هغه (ذکریا) په محراب کې په عبادت لګیا وو ملایکو هغه ته نارې کړې الله تا ته په (یحیی) زیرۍ در کوي،باور وکړه په کلمه(عیسی د مریم زوی) له طرفه له الله،محترم، د معنویت ډک، د جنسی اړیکو لیري پیغامبر او صالح »
په سوره ۳:۴۵ « ..ملایکو وویل: اې مریم الله تا ته زیرۍ درکوي په کلمه له خپل جانبه چې نوم یې دی (مسیح ) عیسی د مریم زوی هغه  به په دنیا او اخیرت کې برجسته سړی او الله ته به له نژدیترینو بندګانو څخه وي» په دواړوآیتونو کې عیسی د کلمه دالله په نامه ذکر شوی دی  کلمه د الله لخوا راځي یا په الله اړه لري
کورنتیان ۳:۲۳«…ته دمسیح یې ؛او مسیح دالله دی»
یوحنا ۱:۱لیکلي دي « کلمه الله و» دلته د انجیل په ژباړه کې له ارامیک نه وه یوناني ته غلطي شوې ده، په یوناني ژبه کي  تیو(خدا )ته وایي لاکن د تیوس مانا خدایان دی(د یوناني ډکشنري،یوناني بایبل،  دمحمد په انجیل  په کتاب کې  چې پروفیسر عبدالاحد داود  لیکلي دی او دیورامیاه پخواني راهب د کتاب په ۱۶ مخ کي لیدلاي شي) چې ډیر لوی  توپیرونه  یې را منځ ته کړي دي .
ع-ولي په دواړو کتابو کې عیسی ته د الله کلمه ویل شوې ده ؟
م-د عیسی  خلق ول بیله سپرمه د مور په رحم کې ، فقط یوازی دالله په امر او حکم  «وشه » شوي دي .او په سوره۳:۴۷ کي ویل شوي دي«… او وویل  مریم: زما پروردګاره!څرنګه کولای شم زوی ولرم چې هیڅ سړي ما ته لاس نه دی راوړی؛ وویل الله همدا ډول هر څه چې وغواړم پیدا کوم یې هغه ته وایم «وشه» او هغه کیږي»
ع- عیسی الله دی ځکه هغه د روح القدس ډک دی
م- ولي نورو خلکو ته الله نه وایاست    چې هغوی هم له روح القدس ‌ډک دي ؟
اکټ۱۱:۲۴:  « بارناباس  یوډیر ښه سړی او د روح القدس ډک وو ټینګ ایمان یې درلود: او  دخلکو ډلو ډلو  پر الله ایمان راوړی »
اکټ۵:۳۲:«.. اوس موږ رسولان ،د دی پیښې شاهد یو او روح القدس هم شاهد دی  چې الله خپله پاکه روح  و فرمانبردارو ته عطا کوي »
 همداسی اکټ ۶:۵: ۱۱پطرس ۱:۲۱ ؛ تیموتایوس۱:۱۴؛کورنتیان۲:۱۶؛ لوکا۱:۴۱  هم دا  خبره تاییدوی ،وګوره!
ع-مګر عیسی د مور په نس کې له روح القدسه ‌ډک شو
م-دا  خبره د یوحنا له  لوکا۱:۱۳،۱۵ سره یوشی ده :« لاکن ملایکو هغه ته وویل : مه ډاریږه ذکریا!: ستا دعا قبوله شوه او الیزابت به تا ته زوی وزیږوي د هغه نوم به یحیی وي هغه به خدا ته دلویو خلکو نه وي   او هغه به مخکې له زېږېدو له روح القدس څخه ډک وي »
ع- خو عیسی معجزه درلوده، هغه (۵۰۰۰)خلک په پینځو ډوډیو او  دوو کبانو ماړه کړل
م-دا الیشع او ایلیا هم کړی دی ، الیشع سل کسه په دولسو اوربښینوډوډیو او څو د جواریو په تنټو ماړه کړل .
11- پاچاهان۴:۴۴: «..هغه تیاره  جوړه کړه  مخکې له هغه نه چې  هغوی  ډوډۍ وخوړي،  هغوی ټول ماړه شول ان څه لا  پاته شول . د الله له وعدې سره سم »
الیشع دکونډې ښځې د غوړو د ډیروالي په هکله ډاډه شو او هغې ته یې  وویل: 11 پاچاهان ۴:۷« ولاړه شه ، غوړي و پلوره، پور دی اداکړه، په پاته پيسو یې ته او اولادونه دی ژوند وکړئ»
 همداسې  1 پاچاهان ۱۷:۱۶: « کونډې د ایلیا له خبرو سره سم  عمل وکړ. له هغه  وروسته  اوړه او غوړي نه خلاصیدل  هغه ډول چې الله د ایلیا په واسطه ښوونه کړې وه »
همداسې 1 پاچاهان ۱۷:۶ :« او کارغه هغه(ایلیا) ته  سهار او ماښام ډوډۍ او غوښه راوړل: او د ویالی  اوبه  یې څښلې»
ع-خو عیسی  جذامیان جوړول.
م- همداسی الیشع وه «نامان »ته چې جذامي و وویل : د اردن په سیند کې ځان پریوله.
11-. پاچاهان ۵:۱۴:« … بیا هغه «نومان» ولاړ او اووه واري یې د اردن په سیند کی غوټه ووهله ، د الله د سړی (الیشع) د خبرې په اساس د هغه غوښه لکه نوی زوکړي تر او تازه شوه»
ع- خو عیسی ړانده بینا کوله.
م- همداسې الیشع هم کړي دي11 پاچاهان ۶:۱۷: « او الیشع دعا وکړه، او ویي ویل: اې الله!  زه تا ته دعا کوم،  د هغه ځوان سترګې بینا کړه او الله د هغه سترګې  بینا کړې…»

11 پاچاهان ۶:۲۰:   « او سامري ښار ته له رسیدو سره سم الیشع دعا وکړه: الله د هغو سترګې بینا کړه چې وویني. الله هغه بینا کړ ه او هغو ولیدل چې د اسراییلو په مرکز سامري کې دي »
الیشع دهغه د ړوند والي علت هم ویلی دی
11- پاچاهان ۶:۱۸ « او هغه وخت چې سپاهیان ده  ته راغله ، الیشع و الله ته دعا وکړه : ای الله  هغوی ړانده کړه ، او الله د هغوی سترګې ړندې کړې »
ع- عیسی مړي ژوندی کول.
م-دا پرتله کړه د ایلیا سره 1- پاچاهان ۱۷:۲۲:« او الله د ایلیا دعا واوریدله،: او د ماشوم روح بیرته د ماشوم جسد‎ ته راغله او هغه ژوندی شو»
همداسې 11 پاچاهان ۴:۳۴:  «او هغه( الیشع)د ماشوم پر جسد پریوت، او خوله یې د هغه پر خوله ، سترګې یې  د هغه پر سترګو، او لاسونه یې د هغه پر لاسوکیښووله ، او د ماشوم غوښه لکه موم توده شوه»
 ان د الیشع د قبرله  هډوکو سره  د مړه جسد ژوندی شوی دی
11- پاچاهان ۱۳:۲۱:  «یو ورځ د جنازې په وخت کې د جنازې خلک له دوښمن سره مخامخ شول او له ویرې یې مړی د الیشع قبر ته واچوی او دوی وتښتیدل ،کله چې مړی د  الیشع د هډوکو سره  تماس وکړ ژوندی شو او په پښو ودرید»
ع- مګر عیسی د اوبو پر سر تی.
م- موسی د اوبو پر سر لاسونه کیښودل او ولاړ  وتل«۱۴:۲۲» او اولادو د اسراییلو په وچه مځکه د سیند په تل کې تیر شول او دواړو خواوته یې اوبه لکه لوړ دیوالونه ولاړ وه»
ع- لاکن عیسی له انسانه شیطان ایستلی  دی.
م-  عیسی خپله اجازه ورکړې ده چې نور خلک هم دا کولي شي.
 متی ۱۲:۲۷ او لوکا۱۱:۱۹ :«  زما واک له  شیطانه نه دی  نو ستا د هغو مریدانو واک چې خبیسې ارواح  باسي له کومه ځایه دی ؟ آیا هغوی د شیطان د لاس الې دي؟  »
 دعیسی مریدانو   هم کولی شول شیطان  وباسي لکه چې عیسی ویلي دي:
 متی ۷:۲۲ « د قیامت په و رځ به ډیر ما ته راشي او وبه وایي:  خدایه !خدایه ! موږ   ستا پیغام خلکو ته ورسوی  ستا د نوم  په ویلو سره  مو ناپاکه ارواح  د خلکو له بدنه ویستله او نوري لویي معجزې مو وکړې »
ع- لیکن الیشع او ایلیا  دا کارونه الله ته د دعا په واسطه کول
م-  عیسی هم د الله  په دعا سره کوله هغه خپله وایي یوحنا ۵:۳۰ « زه خپله  له ځانه هیڅ شی کولای نه شم…» او لوکا۱۱:۲۰ « لیکن که زه د الله په ګوته شیطان  له خلکو وباسم  ،  نو دا به ثابته شه چې د الله ملکوت به  ستاسو  په منځ کې پیل شي »
 ټوله هغه معجزې چې دعیسی په واسطه شوي دي هغه آن  دنورو پیغامبرانو د مریدانو او ان د هغو  دباور کونکو له عیسی  نه  مخکې کړي دي.
 یاپه بل عبارت عیسی  فوق العاده کارو نه پر بې عقیدو خلکو نه دي کړي.
 مارکا۶:۵-۶ «  هغه په هغه ښار کې ډیرې معجزې ونه ښوولې، لاس یې په څو ناروغو تیر کړ او هغوی ته یې شفا ورکړه  او هغه سوچ نه کاوه چې  دا خلک به دومره بې ایمانه وي  بیا عیسی کلیو ته ولاړ اوهلته یې خلکو ته  ښوونه پیل کړه »
ع-مګر عیسی له مړینې درې ورځي وروسته را ژوندی شو
م-په دی باره کې به  وروسته خبری وکړو ځکه په دې هکله ډیر ضداو نقیض مادې شته زه دومره وایم دا د پولس انجیل دی  چې وایي هغه نه دی ژوندی شوی
11- تیموتایوس۲:۸: «عیسی مسیح د داوود له پښته  دی او له مړینې وروسته بیرته ژوندی شو دا هغه د انجیل پیغام دی چې زه هغه اعلام وم »
 مارکا۱۶:۹-۲۰ بیا  دهغه  دا د دوباره ژوندی کیدو ماده له منځه وړې ده هغه يي  ډیرکوشنی لیکلی یا يې په قوس کې نیولې ده
اجازه راکړه یوه پوښتنه وکړم آیا عیسی کله هم ادعا کړې ده چې هغه  الله دی؟ او ویلي یې دي زه الله یم او  زما عبادت وکړئ.
ع- یا لیکن هغه الله او سړی دی.
م- آیا هغه ادعا کړی ده؟
ع- یا،
م-په حقیقت کې هغه وړانوینه کړې ده چې خلک به چټي  توګه د هغه عبادت وکړي او خلک به د خلکو په مفکورو(دوکترینز) عقیده و لري
متی ۱۵:۹:« په خوشی ډول به هغوی زما عبادت کوي ځکه انساني مفکورې  به د الهي احکامو پر ځای تدریس وي    »
 ټول نننۍ عیسویت د خلکو په مفکورو ولاړ دی لکه: تثلیت. دعیسی خداوالی ،د الله زويوالی ،د اصلی  ګناه تلافی یا جبیره کول .
عیسی هیڅ وخت نه دي ویلي، چې زه الله یم.
 یوحنا ۸:۲۸:« زه خپله هیڅ څه نه شوای کولای»؛یوحنا ۱۴:۲۸«… زما پلارلوی دی تر ما»؛مارکا۱۲:۲۹ «یوازینی الله چې شته هغه زموږ الله دی »؛مارکا۱۵:۳۴« زما  الله، زما الله، ولي ما ژر نه خوشي کوې؟؛ لوکا۲۳:۴۶«پلاره! خپله روح ستا لاسو  ته  سپارم » او مارکا۱۳:۳۲ « اما هیڅ څوک ان د اسمان  ملایکې  نه دي خبري چې په کومه ورځ او ګړۍ به قیامت کیږي ان زه هم نه پوهیږم یوازې پلار الله په خبر دی»  .
 عیسی(ع)  ته لومړی پیغمبر، بیاد خدا لخوا ښوونکی، د هغه غلام،مسیح او وروسته د الله زوی او بیا خپله الله بلل شوی دی
اجازه راکړه خپل دلایل سره ووایو، څرنګه کیدای شی الله لکه نورانسانان  وځوریږي ؟
عیسی ویده کیده مګر الله هیڅ کله نه دی ویده شوی سام۱۲۱:۴:«  ګوره،هغه چې اسراییل ساتي سترګې یې خوب نه کوي  »
 الله باید قوي وي نو څرنګه خلک پر هغه ملنډې وهلي شي اویا هغه پانسي کولي شي او هغه څرنګه الله کیدای شي چې هغه خپله لکه نورو انسانانو د الله عبادت کوي.
لوکا۵:۱۶«خو عیسی ډیر وختونه د عبادت لپاره له ښار ه بهر  وت »
«عیسی څلوېښت ورځي د شیطان لخوا اغوا شوی دی» لوکا۱:۱-۱۳ .
لیکن په جیمز(یعقوب) ۱:۱۳ راغلي«…الله د شیطان په واسطه نه وسوسه کیږي»
نو څرنګه عیسی الله کیدای شي
ع-بلې زه خپله په دې نه پوهیږم خو باید دا په پوټو سترګو ومنم.
م-ستا دا خبره د انجیل پر ضد ده  چي لیکي هر شی باید ثابت شي.
 1-تیسالونیکیان ۵:۲۱ « په دقت هغه ته غوږ ونیسه چې پوه شوې د الله له خوا ده،  هغه ومنه »
ع- دا رښتیا مغشوشونکې ده
م- لاکن 1-کورنتیان۱۴:۳۳ وایي«  د الله هرج او مرج نه دی خوښ ،بلکې هماهنګي او نظم او ترتیب ، هغه ډول چې په ټولو کلیساو کې لیدل کیږي »
 دلته انساني مفکورو ګډوډي را منځ ته کړې ده

نوربیا