کور / تازه خبرونه / حامد کرزى او زاخېلوال وايي کابل بانک محفوظ دى

حامد کرزى او زاخېلوال وايي کابل بانک محفوظ دى

افغان ولسمشر د کابل بانک پر وارخطا ګيراکانو ږغ کړى چې کابل بانک د ډاډ وړ دى او دولت د دوى د پيسو ضمانت کوي.
د ماليې ‌وزير عمر زاخېلوال هم خلکو ته ويلي چې زه د افغانستان د ماليې د وزير په حيث ستاسو د پيسو ضمانت کوم زه سل په سلو کې باوري يم چې کابل بانک محفوظ دى، او له هيڅ خطر سره نه دى مخ.
د کابل بانک ګيراکان پسله هغه وارخطا شول چې د دې بانک مشر شېرخان او اجرايوي مدير خليل الله پيروزي له دندو استعفاوې ورکړې او د دې بانک د ادارې د خرابوالي اوازې خپرې شوې.
د کابل بانک د څانګو په وړاندې ډېر زيات خلک تر سترګو شوي چې له خپلو اکاونټونو څخه يې پيسې ايستلې.
د دې بانک دوه غټ شريکان شېرخان او خليل پيروزي دى، چې د نوي جوړښت له مخې يې دندې پرې ايښي تر څو په بانک کې مسلکي کسان کار وکړي، د ټيليګرام د خبر له مخې دوى دواړه په بانک کې ۲۸ سلنه ونډه لري.
د کابل بانک دريم لوى شريک د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزى دى چې په بانک کې ۷ سلنه ونډه لري،محمودکرزي پر امريکا ږغ کړى چې د کابل بانک د ستونزې په اواري کې دي له افغان دولت سره مرسته وکړي.
نيويارک ټايمز او وال سټريټ ژورنال وړاندې خبر ورکړى و چې د کابل بانک تاوان کېداى شي، ۳۰۰ ميليونه ډالرو ته ورسيږي چې د دې بانک تر شتمنۍ ډيرې پيسې دي.