غزل

د لراوبر اداره | سپتمبر 2nd, 2010


نشته پروا کۀ فاصله کښې اوسي          لکۀ دَ وينې مې پۀ زړۀ کښې اوسي  

ماته مه وايئ چې پۀ غرونو سر شوے
  څۀ اوکړم يار زما پۀ غره کښې اوسي

دَ ژوند مزې دې زما نشي نصيب           خو بس اشنا دې پۀ مزه کښې اوسي  

هيڅ دَ مغرب هوا ئې چېړلے نۀ شي       چې پښتنه وي پۀ پرده کښې اوسي  

ستا پۀ شان مينه مې پۀ چا ماتېږي      راسره ډېر خلق دېره کښې اوسي   

يقين مې نشته چې بۀ خپل ئې کړمه    زما اشنا چې پۀ بنګله کښې اوسي      

تواب ئې وشتے دے پۀ کاڼو مدام     څومره ښه خلق ستا کوڅه کښې اوسي

      __________________
           ٢٠٠٦_٤_١١____ الرياض


 


Copyright Larawbar 2007-2024