کور / د ماشومانو نړۍ / بزُه او پړانګ

بزُه او پړانګ

په لندن کي د تنکي اتل جان ژباړه


ډېر پخوا چي دنیا نوې جوړه سوې وه، ټولو حیوانانو خپلو ځانونو ته کورونه جوړول، یوه ورځ پړانګ په یوه ځای پسي کتل چي خپل کور پر جوړ کړي، کله چي یو ځای یې پیدا کړ نو یې ویل:


– زه به دلته خپل کور جوړ کړم مګر اول باید دا واښه کوچني کړم، نو ولاړی چي یو لور پیدا کړي، لږ وخت وروسته یوه بزُه هغه ځای ته راغله چي پړانګ پیدا کړی وو، دا ځای د هغې هم خوښ سو نو لور یې راواخیستی او واښه یې کوچني کړل، کله چي یې هغه کار وکړ نو ولاړه چي ډوډۍ وخوري، لږ وخت وروسته پړانګ د یو لور سره بیرته راغلی او ډېر خوشحاله سو چي ویې لیدل چي واښه وختي لا کوچیني سوي وه، نو یې ویل:


– خدای (ج) زما سره مرسته کړې ده، سبا به لرګیان راټول کړم چي کور جوړ کړم او ولاړی چي بیده سي، سبا بزُه ځنګله ته ولاړه، وني یې چپه کړې او بیا یې بیرته هغه ځای ته یووړې، چي دا کار یې وکړ نو ولاړه چي ډوډۍ وخوري، لږ وخت وروسته پړانګ راغلی، ویې لیدل چي ټول کار سوي دئ نو ډېر خوشحاله سو او ویې ویل:


– خدای (ج) زما سره مرسته کړې ده، سبا به د لرګیانو څخه د کور دېوالونه جوړ کړم.


له دې ویلو سره ولاړی چي بیده سي، سبا بزُه راغله، لرګیان یې اندازه کړل، کوچيني یې کړل او د هغه څخه یې یو غټ او کلک کور جوړ کړ، اوس یوازي بام پاته وو، هغه یې سبا ته پرېښوی او ولاړه چي ډوډۍ وخوری، وروسته پړانګ راغلی، ویې لیدل چي یو چا کور ورجوړ کړی وو! بیا یې وویل:


– خدای (ج) بیا هم  زما سره مرسته کړې ده، سبا به د پاڼو او خاشو څخه یو بام جوړ کړم.


 سبا بزُه کور ته ورغله او د پاڼو او خاشو څخه یې یو بام جوړ کړ، چي مطمئنه سوله چي هغه سم دئ، نو ولاړه چي ډوډۍ وخوري او چي خپلي ښځې ته ووایي چي شیان آماده کړي چي سبا کډه وکړي، لږ وخت وروسته پړانګ راغلی، حیران سو چي دا ښایسته کور یې ولیدي نو یې بیا ویل:



– زه به پر خدای (ج) باندي ډېر ګران یم چي دومره ډېره مرسته یې راسره کړې ده، سبا به کډه وکړم او ولاړی چي بیده سي، سبا پړانګ خپل کور ته ورغلی او ویې لیدل چي دوې بزُې وختي لا په هغه ننوتلي وې نو پړانګ وروځغستل او نارې یې کړې:


– تاسي دلته څه کوئ؟


بزُې وویل:


– موږ خپل کور ته راکډه کېږو.


پړانګ وویل:


– ستاسي کور؟! چا واښه کوچني کړل؟


بزُې وویل:


– ما کوچیني کړل!


پړانګ وویل:


– او چا لرګیان راټول کړل؟


بزُې وویل:


– ما راټول کړل!


پړانګ وویل:


– او چا کور جوړ کړی؟


بزُې وویل:


– ما جوړ کړي!


پړانګ وویل:


– او چا بام جوړ کړی؟


بزُې وویل:


– ما جوړ کړی!


دوئ دواړه آماده وه چي جنګ شروع کړي چي د بزُې ښځې وویل:


– جنګ مه کوئ، موږ به په دواړو دلته ژوند وکړو، پړانګ به په یوه خوا کي ژوند وکړي او موږ به په بله خوا کي، پړانګ او بزُې دواړو ومنله چي دا بده خبره نه وه او په دواړو یې په کور کي ژوند شروع کړ، پړانګ به ښکار کاوه او غوښي به یې راوړلې، بزُې به ترکاري راوړله او د بزُې ښځې د ټولو لپاره ډوډۍ پخوله ټول خوشحاله وو مګر یوه ورځ داسي پېښه سوه چي پړانګ په ځنګله کي هیڅ شی نسوای پیدا کولای او د لوږي له لاسه کلي ته ولاړی او یو وزګړي یې ښکار کړ مګر چي بزې هغه غوښي ولیدې پوه سو چي څه سوي وه نو یې وویل:


– زه دا غوښي نه خورم! او ولاړه چي پر یو پلان فکر وکړي تر څو پړانګ ته جزا ورکړي چي ولي یې وزګړی مړ کړی وو، سبا وختي بزُه ولاړه او یو ښکاري ته یې و وویل:


– دا پیسې واخله او ورسه یو پړانګ مړ کړه.


ښکاري ولاړی او په لږ وخت کي د یوه مړه پړانګ سره بېرته راغلی، بزُه کور ته ولاړه، پړانګ ته یې غوښي ورښکاره کړې او وې ویل:


– نن مي ستا لپاره ښکار وکړ، واخله! دا غوښي ستا لپاره دي! پړانګ پوه سو چي دا د څه شي غوښي وې او وې ویل:


– زه دا غوښي نه خورم! سبا بزُه یو ځای ولاړه او پړانګ د بزُې د ښځې څخه پوښتنه وکړه:


– ته ما ته دا ووایه چي ستا مېړه هغه پړانګ څنګه مړ کړ؟


د بزُې ښځې هغه ته هغه جواب ورکړ چي میړه یی ورته ویلی وه، هغې ورته وویل:



– زه به تاته ووایم خو ته به بل چا ته نه وایې هغه دا چي زما مېړه شیطاني سترګه  لري، کله چي په هغه چا ته وګوري نو دستي د هغه کس ژوند پای ته رسیږي، پړانګ ډېر وبېرېدی او د ځانه سره یی وویل چي داسي نه وي یوه ورځ ما ته په هغه شیطاني سترګه ونه ګوري! او د کور څخه وتښتیدی، د هغه وخت څخه تر اوسه پوري بزُې د خلګو سره ژوند کوي او پړانګ د خپل ځان لپاره کور نه جوړوي او د هغه پر ځای په ځنګله کي ژوند کوي.


د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي: موږ باید په خپله زحمت وکاږو او د بل چا د زحمت نتیجه د ځان ونه ګڼو.  


(د عربي سرچیني څخه)