د اجمل خټک قبر ته په بمي بريد کې زيان اوښتى دى
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:پاکستاني رسنۍ وايي د پښتو ژبې د مشهور شاعر او سياستوال اجمل خټک په قبر باندې بمي بريد شوى دى چې مجاور يا څوکيدار ټپي شوى دى.په چاودنه کې د قبر ځينې برخې هم ويجاړې شوې دي. پوليسو د قبر شاوخوا سيمه کلابنده کړې ده او څوک نژدې نه ورپريږدي. تر اوسه پورې چا د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.اجمل خټک نامتو پښتون سياستوال او د د نېشنل عوامي پارټۍ پخوانی مشر تر يو کال رنځ وروسته د ٢٠١٠ کال په پسرلي کې ومړ. دا په پښتونخوا کې د پښتو ژبې د يوۀ شاعر او پېژندل شوي کس پر قبر دويم بريد دىڅه موده وړاندې د رحمان بابا پر زيارت هم دې ته ورته بريد شوى و.پېښور مېشتيي ليکوال او ورځپاڼه ليکونکي نورالبشر نويد له رسنيوسره سره په خبرو کې دا پېښه وغندله او ويې ويل چې اجمل خټک په رښتيا د پښتون ولس غم خور و.ښاغلي نويد وويل د داسې يوۀ کس پر قبر بريد ډير دردونکى دى چې د پښتنو يووالى يې غوښت او له پښتنو سره يې د ښو هيله لرله.بشر نويد وويل په تېرو وختونو کې د دا ډول بريدونو پړه په وسله والو کسانو اچول شوې ده دا هم ښايي د هغې سلسلې يوه برخه وي.د داسې يوۀ کس پر قبر بريد ډير دردونکى دى چې د پښتنو يووالى يې غوښت او له پښتنو سره يې د ښو هيله لرله. اجمل خټک د ١٩٢٥ کال د سپتمبر پر ١٥ مه نېټه وزيږيد او د ٢٠١٠ کال د فبرورۍ پر اوومه نېټه يې د ٨٥ کلونو په عمر سترګې پټې کړې.هغه نه يوازې د پاچاخان د خدايي خدمتګارانو په غورځنګ کې خپل سياسي ژوند پيل کړی و، خو وروسته نه يوازې د سرحد صوبې د مهمو سياستوالو له ډلې و، بلکې د ټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .هغه پر سياستوال سربېره د پښتو ژبې نامتو شاعر و. هغه د نېشنل پارټي يو فعال غړی غړی و، چې بيا وروسته يې د دغې پارټۍ مشري پر غاړه واخيسته .اجمل خټک په خپلو شعرونو، ادب او سياست کې د پښتنو د حقونو چيغې وهلې او د ژوند تر وروستۍ شېبې يې کلکه مبارزه کوله.له نوموړي د غيرت چيغه په نامه يو شعري ټولګه پاتې ده، چې د پښتونخوا ځوانانو ته يې په کې له خپلې خاورې د دفاع او ازادۍ هڅوونکي شعرونه ويلي دي.ارواښاد خټک له کوچنيوالي د خان عبدالغفار خان له شخصيته اغېزمن و. دی پر پښتو مورنۍ ژبې سربېره په عربي، او فارسي هم پوهېده.