کور / تازه خبرونه / د خلق ګوند د مهال مرستيال ولسمشر عبدالحمید محتاط هند ته تښتېدلی دی

د خلق ګوند د مهال مرستيال ولسمشر عبدالحمید محتاط هند ته تښتېدلی دی

عبدالحمید محتاط چې له کلونو را پدېخوا استرالیا کې اوسیده ددې هېواد د یوه تلویزیونې راپور له خپریدو ورسته هند ته تښتیدلی دی.
عبدالحمید محتاط په افغانستان کې د خلق ګوند واک ته له رسیدو ورسته مرستیال ولسمشر و، چې د نورو بشري جرمنو تر څنګ د یو شمېر هغو افغانانو د کورنيو د وژنې نیغه په نیغه مسئول بلل کیږي کوم چې هغه وخت له هېواده بهر اوسیدل.
هغه راپور چې دده په اړه جوړ شوی، په لمړيو کې محتاط له خپل نوم څخه انکار کوي، ورسته بیا وايي چې ټول شوی جنایت د هغه وخت د استخباراتي سازمان (خاد) لخوا تر سره شوي دي، خو وروسته هغه اسنادونه هم ښودل کیږي چې په جاپان کې له افغان سفارت تر لاسه شوي، محتاط د جاپان په توکیو کې  له سفیر سربېره د خاد فعال غړی بلل کیږي.
د محتاط هغه انځورنونه چې د شمال ټلوالې له یوه قومندان احمدشاه مسعود سره یې اخیستي ښودل کیږي او محتاط وايي چې ما د ډاکټر نجیب الله د حکومت په راپرځولو کې یې لوی لاس درلود.


دا موضوع هغه وخت رسنيو او د استراليا پارلمان ته لاره پيداکړه چي د يوه استراليايي تلويزيون ژورناليست ته عبدالحميد محتاط پخپله دروازه ورخلاصه کړه ، ژورناليست پوښتي چي تاسو عبدالحميد محتاط ياست ؟ نوموړئ چي په يوه پټه کيمره عکاسي سوی دی وايي چي (( نه؛هغه نسته ، دباندي وتلی دی )) . ژورناليست د افغانستان په پخوانۍ کابينې د وزيرانو په عکسونو کي دده عکس ته اشاره کوي او وايي چي څېره مو هغه ته ورته ده .



ښاغلی محتاط چي د وارخطايۍ سره مخامخ کيږي، ويني چي عکاسي يې کيږي وايي چي (( زوړ . . .)) او وروسته خپل هويت مني .


په استراليا کي هغه افغانان چي د ښاغلي محتاط د محکمه کېدو غوښتنه يې کړيده وايي چي که د استراليا حکومت ښاغلی محتاط د محکمې مېز ته راکش نکړي ، دوی به پخپله هغه ته د سزا ورکولو اقدام وکړي . پوره ويډيو تر دې خبر لاندی وړاندي کيږي .


بله خوا په اوکراين هیواد کي يوې باوري سرچينې د لراوبر سره په ټيلفوني تماس کي دا خبره رد کړه چي ګواکي ښاغلی محتاط هند ته تللی دی ، دغه کس چي نه يې غوښتل نوم يې ياد سي لراوبر ته په ټيلفوني اړيکه کي وويل چي ښاغلی محتاط د اوکراين هيواد تابعيت لري او ددې هيواد په مرکز کيېف کي د نړيوالو اړيکو په پوهنځی کي د فارسي ژبي په ډيپارټمنټ کي د استاد په توګه دنده لري . نوموړي داخبره رد کړه چي ګواکي ښاغلی محتاط هند ته تللی دی ، خو دايې ومنله چي ښاغلی محتاط په اوکرايني پاسپورټ سفرونه کوي .


عبدالحمید محتاط له دې وړاندې د محمدظاهرشاه د پاچاهاهئ په ګودتې د داوودخان ملګري و، چې په جمهوري دولت کې د مخابرات د  وزارت تر څوکۍ ورسید.
عبدالحمید محتاط د اکتوبر پر 12 مه 1944 کال د پنجشیر په بازارک کې زیږیدلی چې 1964 کې د وخت شوروي اتحاد ته لیږل شوي او هلته یې نظامي اکادمي لوستې، د سردار داوود خان د جمهوریت پر مهال د مخابراتو وزیر پاتې شوی او په کال 1973 کې د ځينو مخالفتونو له وجې په کور کینول شوي، خو د سردار داوودخان له نسکوریدو ورسته په 1978 کې په جاپان کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی او دا دنده یې د 1987 تر پسرلي پورې تر سره کړې. په 1987 کې د لمړي وزیر د مرستیال او ورپسې په 1988 مرستیال ولسمشر ټاکل شوی. په 1992 کې له هېواد وتلی لمړی هند او بیا ورپسې استرالیا ته تلی چې اوس مهال د راپور او اسنادو له خپریدو وروسته یې بیرته هند ته تېښته کړې.
محتاط تر اوسه پورې درې کتابونه (سقوط سلطنت)، (تاریخ تحلیلی افغانستان) او(جمهوریت ، رازهای سربسته و انحطاط) عبدلحمید محتاط اوس مهال د پنجنشیر په پيژندل شويو فرهنګي څیرو کې وتلی نوم دی.