کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٩م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٩م سوغات

اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٩ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٣٦١:- څوک چي خپل مخ ته د احترام له پاره د نورو خلکو په درېدو خوشحاله کېږي خپل ځاى دي په دوږخ کي ولټوي.
٣٦٢:- که ستاسو سره څلور شيان وي نو هيڅ زيان به و نه مومئ:
لومړى: رښتيا وينا، دوهم : ښه خوى، دريم: امانت ساتنه، څلرم: حلاله روزي.
٣٦٣:- له مېلمه سره د الله په اماني په صورت کي تر دروازې پوري تلل سنت دي.
٣٦٤:- شهيد ته هره ګناه بخښل کېږي خو د بل حق نه وربخښل کېږي.
٣٦٥:- حيا په ايمان کي ده او ايمانداره به په جنت کي وي ، بې حيايي بداخلاقي ده او د بداخلاقو ځاى دوږخ دئ.
٣٦٦:- هر دين ځانګړى صفت لري ، د اسلام صفت حيا ده.
٣٦٧:- الله پاک جل جلاله د خپل بنده توبه تر ساه ختو يعني تر مرګه قبلوي.
٣٦٨:- څوک چي پټ خوله سي ګواکي نجات ئې پيدا کړ.
٣٦٩:- د يوه مسلمان ورور د اړتياوو پوره کوونکى دونه اجر لري لکه ټول عمر چي د الله په خدمت کي تېر کړي.
٣٧٠:- څوک چي د علم يعني پوهي پر لار روان وي الله پاک جل جلاله به د جنت لار ورته اسانه کړي.
نور بيا…………….
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هيوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هيواد کي وي.