يو بل بهرنى ووژل سو

عطاالله محمدي | جون 22nd, 2012


لراوبر ويب پاڼي ته د ناټو ځواکونو له لوري رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د وسله والو په مخامخو ډزو کي يو بهرنى ووژل سو خو نور معلومات ئې ور نه کړل.
وسله والو طالبانو په لوېديځ کي په بېلابېلو بريدو کي د بهرنيانو دوژل خبره کړې چي يو بريد ئې په هلمند کي سوى او ليکي چي په هغه کي مو دوه بهرنيان وژلي.

Copyright Larawbar 2007-2024