محمد عمر داودزى :په کونړ بریدونو افغانان خوابدي کړي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جولای 26th, 2012


اسلام آباد :په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوئ سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي نن د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني کر سره ولیدل.دواړو خواوو کابل ته د پاکستان د صدراعظم وروستې سفر ګټور وبللواو زیاته يي کړه چې یاد سفر کې په یو شمیر مهمو دوه اړخیزو موضوعاتو ګټوربحث وشو. افغان سفیر وویل چې له بده مرغه د یاد سفر سمدستي وروسته د افغانستان د کونړ ولایت په سرحدي سیمو د پاکستان لخوا راکټي بریدونه وشول چې څو ورځې يي دوام درلود. دغو بریدونو ټول افغانان ډیر خوابدي او قهرجن کړي. په ځانګړې توګه د افغانستان مشرانو جرګې او ولسي جرګې یاد بریدونه په کلکه وغندل او په دې هکله افغان ولسمشر هم د جدي پلټنوهدایت ورکړی. ښاغلي داودزي زیاته کړه چې پداسې حال کې چې په دغو بریدونو افغان حکومت ډ یرانديښمن دې د افغان ولس احساسات یی هم راپارولي. باید دغه بریدونه په بیړنۍ توګه ودرول شي او راتلونکې کې هم باید ددغه شان پيښو مخنیوې وشي. میرمن کر وویل چې دغه رنګ بریدونه چې هر ځاې وي باید ودرول شي او د پاکستان دولت ژمن دې چې په دې هکله جدي اقدامات وکړي.همداراز پاکستان ته د سولې د عالي شورا مشر ښاغلي صلاح الدین رباني د سفر په اړه هم بحث وشو او دواړو خواوو د نوموړي د سفر په نيټې هم توافق وکړ.افغان سفیر میرمن کر څخه وغوښتل چې خبریال ویبپاڼه چې افغانستان کې زیات شمیر کتونکي او لوستونکي لري د پاکستان لخوا فلټر کيږي چې افغانستان کې یی د نشر د مخنیوي سبب شوې باید دغه پروسه بنده شي ترڅو افغانان ورته په اسانه توګه لاس رسې ولري.

Copyright Larawbar 2007-2024