کور / سپورټي / د ۲۰۱۲ کال د المپیک د لوبو ځینی ارقام

د ۲۰۱۲ کال د المپیک د لوبو ځینی ارقام

د فرانسی دیوه ورځنی اخبار چی د (۲۰ دقیقو) په نامه یادیږی لاندی ارقام د دسږ کال د المپیک چی اوس مهال څه ناڅه شروع شوی دی ، په لاندی ډول سره وړاندی کړی:
  
۱ – د امنیت لپاره ۱۳۵۰۰ عسکر ګمارل شوی دی. د هغوی تر ځنګ د امنیت د ساتلو په موخه ۱۲۰۰۰ پولیس هم په کار مصروف دی.
۲ – د اداری او ښه راغلاست په موخه ۱۶۲۰۰ امتیازی او رضاکاران دنده تر سره کوی. د کار او تعمیر د جوړولو لپاره ۴۶۰۰۰ نفر په دندو بوخت دی.
۳ – امنیتی بودیجه ۶۹۰ میلیونه يورو ده.
۴ – د ۱۱ میلیونو ګډون کوونکو لپاره ټکټونه توزیع شوی دی چی ددی ډلی څخه ۶،۶۰ میلیونه یی انګریزان دی.
۵ – ددی لوبو د ځای د ښایست لپاره ۴۰۰۰ ونی ایښودل شوی دی.
۶ –  په ټولیز ډول سره ۲۴۶ هکتاره څمکه ددی لوبو د لوبځای لپاره ځانګړی شوی ده.
۷ – د لوبو په پای کی به  ۳۰۲ میډالونه توزیع شی.
۸ – د ترانسپورت لپآره یی ۷،۵ میلیارده یورو مصرف شوی دی.
۹ – ددی لوبو د لیدو لپاره ۲ میلیونه ننداره کوونکی لندن ته راغلی دی.
۱۰ – ددی لوبو په ترځ کی به ۱۰۴۹۰ سپورت کوونکی ګډون وکړی.
۱۱- د ۲۶ سپورتونو کی مسابقی تر سره کیږی چی د هغه څخه ۳۹ مختلف یا فرعی مسلکی سپورتونه پکښی به د لیدو وړ وی.
۱۲ – یو میلیون د سپورت وسایل به پدی لوبو کی پکار وی چی ددی ډلی څخه ۲۶۴۰۰ د ټنس ټوبونه ،‌ د باسکیټ لوبی لپاره ۶۰۰ توپونه او ۶۰۰۰ غیشی چی د غیش ویشتنی د لوبی لپاره به پکار وی.‌
۱۳ – د دی لوبو په ترځ کی به ۱۵۰۰۰۰ کانډمونه د د سپورت کوونکی په نامه جوړ شوی ځای یا athlete village کی ، موجود وی.
۱۴ – ددی لوبو لپاره په ۳۴ ځایونو کی ۱۰۰۰۰ موقتی تشنابونه جوړ شوی دی.
۱۵ – د لوبو په ترځ کی به ۱۴ میلیونه خواړیزه بستی توزیع شی. پدی خوړو کی به ۳۳۲ ټنه کچالو ، د ۱۰۰ ټنو څخه زیاته غوښه، ۷۵۰۰۰ لیتره شیدی، ۳۳۰ ټنه میوه او سابه به پکښی شامل وی. مک ډونالډ چی پدی لوبو کی به د خوړو اصلی توزیع کوونکی وی ۵۰۰۰۰ بیګ مک ( یو خواړیزه بسته) ، ۱۸۰۰۰۰ چپس او ۳۰۰۰۰ میلک شیک (ایسکریم ډوله خواړه دی) ، توزیع کړی.
۱۶ – د المپیک شمع یا چراغ مخکی لدی چی سټدیوم ته ورسیږی د ۴۶۰۰۰ کیلومترو په واټن باندی به وګرځول شی چی د اوو اونیو په ترځ کی به تکمیل شی او د ورځی ۲۸۵ کیلومتره واټن باید طی شی.
۱۷ – د لوبو د پرانستنی لپاره به ۷۰ پسونه ، ۱۲ اوښان، ۳ غواګانی، ۲ بزی، ۱۰ چرګانی او دری سپی په پام کی نیول شوی دی.