پاکستان منلې چې پر افغانستان د غچ توغندي ولي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جولای 26th, 2012


پاکستان په لومړي ځل ومنله چې پر افغانستان توغندي ولي، خو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل دا کار له افغان خاورې نه د ډزو په ځواب کې کېږي.
معظم خانرسنيو ته وويل چې له دغو سيمو پر پاکستان بريدونه روان دي نو ځکه يې ځواکونو هغه په نښه کړې دي.افغانستان پر دغو ډزو کلک غبرگون ښودلى او سفير يې نن ( پنجشنبه د جولاى ٢٦) دا اندېښنه يو ځل بيا په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرينو چارو وزيرې حنا رباني کهر ته ورسوله.په کابل کې چارواکي وايي د پاکستاني ډزو له لاسه لسگونه کسان وژل شوي او سلگونه کورنۍ بې ځايه شوي دي.په کابل کې مېشتو بهرنيو ځواکونو هم د پاکستان له لوري پر افغان خاوره ډزې غندلي او ژمنه يې کړې چې له دواړو هيوادو سره د لانجې په حل کې مرسته وکړي.د پاکستان د بهرنيو چاور وزارت د بريدونو پړه د ناټو د هغو څرگندونو په غبرگون کې ومنله چې پر افغانستان يې د پا کستان له خاورې توغنديز بريدونو محکوم کړي وو.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند معظم خانويلي دي چې د افغانستان د کونړ او د نورستان له ولايتونو د پا کستان په خاوره بريدونه کيږي چې مرگ ژوبله هم ورسره مله ده.وياند ويلي دي دغه مساله يې افغان حکو مت او ناټو سره هم راپورته کړې او هيله يې وښووله چې په دې برخه کې کوټلي گامونه واخستل شي.د پاکستان لپاره افغان سفير عمر داودزي په اسلام اباد کې د بهر نيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره غونډه لرله چې په کونړ د وروستيو توغنديزو بريدونو موضوع يې د اجندا په سر کې ځاى درلود.په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مشر زردشت شمس ويلي دي ښاغلي داودزي د پا کستان د بهرنيو چارو وزيرې ته د کونړ د بريدونو په تړاو د افغان حکو مت او د افغان ولس خواشيني او غوسه په ډاگه کړې او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نه يې غوښتي چې د دغه راز بريدونو مخه بايد ونيول شي.همدا راز ښاغلي شمس ويلي دي په دغه غونډه کې افغان سفير ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزېرې له خوا د بريدونو مخنيوي په اړه ډاډ ورکړل شوى.وړاندې افغان حکو مت ويلي وه چې دغه راز بريدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي خرابولى شي او د افغانستان ملي شورا افغان حکو مت نه د جدي عمل تر سره کولو غوښتنه کړې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024