ولي یوازې “افغان” “خبریال ” ؟

د لراوبر اداره | جولای 28th, 2012


له بده مرغه ووایم هغه مهال چي خبریال ویب پاڼه تړل کېده،زه په زده کړو لګیا وم،زده کړې مو د یو لنډ مهال کورس په بڼه وي،که رښتیا ووایم په څلوروېشت ساعتو کي مو یوازې له ځینو ټاکلیو لنډو ورځنیو وقفو پرته هېڅ مجال نشو موندلی، چي له ډله ایزو رسنیو په تېره بیا د انټرنیټ په مټ له حالاتو خبر شم.
له نن ورځې پرته مي کابو تیرې دوه میاشتې په سختو منډو-ترړو تیرې شوې. دوې اونۍ وړاندي کله چي مي د خبریال د ادرس خلاصولو هڅه وکوله،کار یې نه کاوه. کله به مي په (i) او کله به مي په (y) ادرسونو ځان وکړواه؛ خو یو هم کار نه کاوه. زه که څه هم هغه مهال چي خبریال د ځینو تخنیکو ستونزو له کبله خپل ادرس له یو نه په بله بڼه اړاوه، په راز کي وم،خو بیا مي هم د خپلې تندې د خړوبولو په پلمه ځان تیر ایسته.
په تأسف سره باید ووایم چي په هماغه ورځ مي په لر او بر ویب پاڼه کي د خبرونو د سرټکیو په منځ کي پر دې سرټکي ( پاکستاني چارواکو په خپل هېواد کي خبریال ویب پاڼه وتړله) سترګې ولګیدې، خدای شته سمدستې مي يې د تفصیل تر لوستلو وروسته ښه زړه ته نه لویدل،چي یو افغانۍ ویب پاڼه او هغه هم خبریال دې بې له کوم جرم او مطبوعاتي تګلارې نه له سرغړونې پرته بې موجبه وتړل شي؛خو یوه اونۍ وروسته چي بیا د جمعې شپې د نیټ غیږې ته یووړم،نو پوه شوم چي کیسه بل ډول ده ،اوس نو په دې لټه کي وم ؛ترڅو ومومم چي په دې ټولو ویب پاڼو کي خبریال ولي او په کوم علت وتړل شوه ؛خو خدای شته ښه قناعت بخښوونکی علت مي ونشو موندلی. بیا له هغې راهیسې تر دې شیبې پورې مي نیټ ته لاسرسئ نه لاره. پرون مي یو ځل بیا د خبریال د پرانستلو ناکامه هڅه وکړه،خو ونشوه. آخر مي لر او بر درنه پاڼه پرانیسته ګورم،چي په مرکزي صفحه کي يې د احتیجاجي لیکنو په اړه عنوان لیکلی.
ما ته هم د خبریال ویب پاڼې د یوه مخکیني همکار په توګه غلي کیناستل او چپه خوله پاتې کیدل، واقعاً یوه ناځواني او د پښتو رسنیو په حق کي یو نه بخښل کېدونکې ګناه او جرم ښکاره شوه او دا دی،د دې څو کرښو لیکلو ته اړ شوم.
زه نه غواړم ډېر څه ولیکم او ستاسو قدرمنو لوستونکيو،رسنۍ والو او ژورنالیزم ته منسوبو ښاغلیو قیمتي وخت ونیسم؛خو د یو افغان ژورنالست او قلموال په صفت پاکستاني چارواکیو او حکومت ته د همدې یوه پېغور او عار ور په زړه کولو بسنه کوم، هغوی چي په ټوله نړۍ کي ځان د بیان د آزادۍ علمبرداران ګڼي او د هر نوع مبتذلو،باطلو،ناروا او په ټوله کي له فحشا ډکو او بربنډو ویب پاڼو ته د خپل هیواد په ګوټ – ګوټ کي د بیان آزادي تر عنوان لاندي اجازه ورکولی شي؛خو یوه افغان او افغانستان ته منسوبه خپلواکه او بې پرې ویب پاڼه نشي زغملئ. واقعاً د دوی په کوتاه فکري،تعصب او په فطرت کي نغښتې کرکې یوه وړه او جوته بېلګه ده؛نور هېڅ نه.
په پای کي د مدني ټولنو چارواکو،خبریالانو،لیکوالو،د پښتو رسنیو چلوونکیو او کارکوونکیو ته ور په زړه کوم چي (که نن پر ما سبا پر تا دی) ،که نن خبریال یوازې د پښتو او افغانیت په جرم رټل کېږي او په زرګونو مینه والو ترې بې برخي کېږي،نو باید چي ټول په یو مټ او یوه اتفاق د دې تیرې مخه ونیسو او که خدای مه کړه داسي ونکړو؛نو په لوی لاس به د خپلې بې اتفاقۍ په ښوولو خپلو ازلي دښمنانو ته زموږ پر منل شویو حقونو د تیرې او خېټه اچولو مجال په لاس ورکړی وي او ورته وښیو چي:
ټیټ مي مه بوله ،غورځنګ را باندې مه کړه
زه پـــــــــه دې افتادګۍ کي لـــوی ګـــړنګ یم
په تلو- تلو کي د خبریال ویب پاڼې له ګران مشر ښاغلي افغان صیب ،نورو همکارانو او تاسو ټولو خواخوږو او مینه والو سره ددې د تیرې په وړاندي ځان د جهاد په لومړي په صف کي ګڼم،له لوی خدای ج دوی ټولو ته د لا زغم او خپل کاروان د پر مخ بېولو توفیق غواړم .
وسلام
د خپلواکو،رښتینو،او پر ځان بسیا افغاني مطبوعاتو ارمانجن

محمدالله احساس

Copyright Larawbar 2007-2024