کور / سپورټي / د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د ۲۰۱۲ کال د کرکټ نړیوالو شل اوریزو سیالیو جام او له استرالیا سره د نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۲۵ ویشت کسیزه لوبډله نن د اسد میاشتې په ۷ مې نیټې، اعلان شوه .

په دغې پنځه ویشت کسیزه لوبډله کې یو شمیر هغو لوبغاړو ته چې په ولایتي سیالیو کې ښه ځلیدلي وه هم ځای ورکړل شوی دی .

د لوبغاړو د ټاکنې د ډلګۍ (Selection Committee) ستر سلاکار رییس احمدزی وایي ټاکل شوې ده چې د پنځه ویشت کسیزې لوبدلې لپاره راتلونکې اوونۍ په شارجه لوبغالي کې روزنیز کمپ پیل شي او تر لس ورځې روزنیز کمپ وروسته به د ۲۰۱۲ کال نړیوالو شل اوریزو سیالیو او د استرالیا خلاف لوبې لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پنځلس کسیزه لوبډله اعلان شي .

د افغانستان کرکټ په ملي لوبډلې کې لاندې لوبغاړي ګډون لري:

نوروز منګل کپتان، محمدنبی عیسی خیل ، کریم صادق،محمد شهزاد محمدي (wk)، سمیع الله شینواری ، حمید حسن ،سمیع اغا،شفیق الله شفق، ګلبدین نایب ، اصغر ستانکزی ، عزت الله دولتزی ، دولت ځدران، حمزه هوتک،نسیم بړیڅ،نورعلي ځدران، رحمت شاه،شاپور ځدران، فضل نیازی ، شبیرنوري،شوکت زمان،محمود شینواری،منیراحمد،جاوید احمدي،نجیب الله ځدارن او افتاب علم.

د افغانستان په کوربتوب د استرالیا په وړاندې د اګست میاشتې په ۲۵ نیټه، په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې یوه نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شي

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو شل اوریزو سیالیو جام به د سپتمبر میاشتې په ۱۸ نیټه، په سریلانکا کې پیل او داکتوبر میاشتې تر اوومې نیټې پورې به دوام وکړي.