کور / د ماشومانو نړۍ / درې وریان او شرمُښ

درې وریان او شرمُښ

درې وریان او شرمُښ
یو وخت درو وریانو د خپلي مور سره ژوند کاوه. کله چي دوي دونده غټ سول چي په کور کي نور نه ځائېدل او سربېره ئې د خوراک شیان هم ټول خلاص سول، نو مور هغوی ټوله وایستل چي په خپله یوازي ژوند وکړي. لومړی وری ډېر بې عقل وو او د خپلو کارونو په باره کي ئې فکر نه کاوه. هغه پر یوه لار روان وو چي یو سړی ئې ولیدی چي واښه ئې بازار ته وړل. وري ورته وویل:
– وروره لطفاً ما ته لږ واښه راکړه چي زه خپل ځان ته یو کور جوړ کړم. هغه سړي په خوشحالۍ وري ته واښه ورکړل او وري هم سملاسي خپل ځان ته یو کور جوړ کړ. لږ وخت وروسته یو وږی شرمُښ د هغه کور ته ورغلی. دروازه ئې ور وټکوله او وې ویل:
– وریه دروازه خلاصه کړه.
خو وري وویل:
– نه، نه ئې خلاصوم.
شرمُښ څټک راواخیستی، د وري کور ئې ور مات کړ او وری ئې وخوړی. دوهم وری هم بې عقل وو خو تر اول وري نوکی هوښیار وو. دی هم پر یوه لار روان وو او یو سړی ئې ولیدی چي لرګي ئې خرڅول. وري سړي ته وویل:
– وروره لطفاً ما ته یو څو لرګي راکړه.
سړي په خوشحالۍ وري ته لرګي ورکړل. وري سملاسی یو کور جوړ کړ. لږ وخت وروسته شرمُښ د وري کور ته ورغلی او ورته وې ویل:
– دروازه راخلاصه کړه.
وري وویل:
– نه، زه ئې نه در خلاصوم!
شرمُښ خپل څټک راواخیستی، د وري کور ئې مات کړ او وری ئې وخوړی. دریم وری ډېر هوښیار وو او ټول عمر ئې د خپلو کارونو په باره کي فکر کاوه. هغه هم پر لاره روان وو چي یو سړی ئې ولیدی چی خښتي یی موږلې. وري سړي ته وویل:
– وروره یو څو خښتي راکوې ؟
هغه سړي په خوشحالۍ وري ته خښتي ورکړې. وري سملاسي یو کور جوړ کړ. لږ وخت وروسته شرمُښ د وري کور ته ورغلی او ورته وې ویل:
– دروازه خلاصه کړه.
وري وویل:
– نه ئې در خلاصوم!
شرمُښ څټک راواخیستي او کوښښ ئې وکړ چي د وري کور ورمات کړي خو وري خپل کور ټينګ جوړ کړی وو او شرمُښ کور نه سوای ماتولای. شرمُښ د خپل ځان سره وویل چي زه باید وری خطاباسم. نو وري ته ئې وویل:
– وریه! ته پوهېږې چی زردکي چیري شنې کیږي؟
د وري زردکي ډېري خوښي وې نو وې ویل:
– نه، چیري؟

شرمُښ وویل:
– د نانواي تر شا په یو سرای کي. پر ۶ بجې زما لپاره آماده اوسه، موږ دواړه به ولاړسو.
خو وری بې عقل نه وو. پر ۵ بجې راکښېنستی او په ځغستا سرای ته ولاړی، زردکي یی وشکولې او په ځغستا بیرته کور ته ولاړی. پر ۶ بجې شرمُښ د وري کور ته ورغلي او نارې ئې کړې:
– وریه ته راوزې؟
وري وویل:
– نه، ولي درووزم؟ زه تللی یم او زردکي مي راوړي دي.
شرمُښ ته درد ورغلی او وې ویل:
– وریه ته پوهیږی چي مڼې چیري شنې کیږي؟
وري وویل:
– نه.
شرمُښ وویل:
– د غونډۍ پر سر په یوه ونه کي. پر ۵ بجې به ولاړ سو.
– خو وری پر ۴ بجو ولاړي او مڼې ئې وشکولې. کله چي د وني څخه راتا کېدی شرمُښ ئې ولیدی. شرمُښ ورته وویل:
– ته بیا وختي راغلی ئې! مڼې څنګه دي؟
وري وویل:
– ډیري خوندوري دي. زه به یوه دروغورځوم. خو وري مڼه ډیره لیري وغورځوله تر څو چي شرمُښ مڼه نیوله او وني ته راتلی وری وختي لا تا سوی وو او کور ته تللی وو. سبا شرمُښ بیا د وري کور ته ورغلی او وی ویل:
– وریه تا غونډۍ پر سر هغه ښار لیدلی دئ؟
وری وویل:
– هو ما لیدلی دئ.
شرمُښ وویل:
– ته پوهېږې چي نن هلته یو بازار جوړېږي؟
وري وویل:
– هو، زه پوهېږم، زه ورځمه که ته ځې، زه څه وخت آماده سم؟
شرمُښ وویل:
– د ماښام پر شپږبجې.
– خو وری بیا وختي ولاړی او یو بېلر ئې رانیوی. خو کله چي کور ته تلی، شرمُښ ئې ولیدی. فکر ئې وکړ چي اوس باید څه وکړم؟ بیا ئې یو پلان جوړ کړ. هغه په بېلر کي پټ سو او بېلر ئې د غونډۍ له سر څخه لاندي راولغړاوه. شرمُښ چي هغه بېلر ولیدی، وبېرېدي او وتښتېدی. سبا د وري کور ته ورغلی او د پرون کیسه ئې ورته وکړه. وري وخندل او وې ویل:
– هغه زه وم! ما یو بېلر رانیولی وو او زه په هغه کي کور ته ولاړم!
شرمُښ ته بېخي ډېر درد ورغلی وو. هغه یو پلان جوړ کړی او له ځان سره ئې وویل چي که د دروازې له خوا څخه نه سم ننوتلای، نو د کیلکین له خوا به ورننوځم! خو وری په پوه سو. کله چي ماښام سو، وري بېلر د اوبو څخه ډک کړ، د کیلکین سره نژدې ئې کښېښووی او لاندي ئې اور تر بل کړ. کله چي شرمُښ د کیلکین له خوا څخه د وري کور ته ننوتی نو په ایشېدلو اوبو کي ولوېدی، ښوروا ځني جوړه سوه او وري هغه ښوروا نوش جان کړه.
د دې نکل درس دا دئ چي موږ باید په هوښیاري خپل ځانونه د خطر څخه وساتو.

(د انګلیستان له هیواده څخه)