کور / هراړخیز / امیر عبدالرحمن خان د خپل عمل په هینداره کی

امیر عبدالرحمن خان د خپل عمل په هینداره کی

څه کم شل کاله مخکی، د کوټی په ښار کی، د پولیسو یوه متقاعد پښتون منصبدار، له کندهار څخه برټانوی هند ته، د برټانوی رپوټ لیکونکو، د لېږل سویو رپوټونو یوه مجموعه را وسپارله، چی څه کم دوه زره مخه کېږی او د کندهار نیوزلیټرز په نوم  په لسو ټوکونو کی راغونډ سوی دی. دا رپوټونه د امیر عبدالرحمن خان د پاچهی د دریم کال یعنی ۱۸۸۳ څخه پیل کېږی او د امیر حبیب الله خان د پاچهی تر څلورم کال ۱۹۰۵ پوری دوام کوی. ما د افغانستان د تاریخ لیکونکو په آثارو کی دې اسنادو او رپوټونو ته اشاره نه ده لیدلې، ځکه می نو لازمه وبلله چی ځینی برخی یې د خپلو لوستونکو سره شریکی کړم.

دا رپوټونه ټول د برټانوی هند هغو مسلمانو خبرلیکونکو لیکلی او د کوټی ښار ته لېږلی دی چی د افغانستان د حکومت په اجازه په کندهار کی اوسېدل. یوازی اووم ټوک په کابل کی اوسېدونکی خبرلیکونکی میرهاشم، چی فکر کېږی په کابل کی یې د ډاکټر د مرستیال وظیفه درلوده لیکلی دی. نور رپوټونه مختلو خبرلیکونکو له کندهار څخه لېږلی او په کوټه کی ترجمه سوی او د برټانوی هند په آرشیف کی خوندی سوی دی. ما د دې رپوټونو یوازی د هغی برخی څخه استفاده کړې ده چی خبرلیکونکی یې د خپلو سترګو لیدلی حال بولی، یا د کندهار د نایب الحکومه له خپلی خولې خبری کوی او یا یې د هغه په دربار کی لیکلی مکتوبونه لیدلی دی. هغه رپوټونه می چی پر آوازو ولاړ دی، هیڅ نه دی اخیستی او په هغو رپوټونو کی چی زما په اند یو څه مستند ښکاری هم داسی خبری راغلی دی چی بېخی د منلو نه دی. خو څرنګه چی رپوټونه موءظفو کسانو لیکلی او مسوولو مقاماتو ترنظر تېرکړی او ترجمه کړی دی او په مقابل کی یې د رد لپاره بل هیڅ مدرک نسته نو می لازمه وبلل چی د لوستونکو سره یې شریک کړم. لکه مخکی چی می وویل دا مکتوبونه په لسو ټوکونو کی را غونډ سوی دی او چی کله زه استناد په کوم نو د کندهارمکتوبونه  په نامه یې یادوم او ټوک او صفحې ته یې اشاره کوم.

امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د تاریخ له تر ټولو مهمو شخصیتونو څخه دی او د هغه د پاچهی دوره، چی د نولسمی سدۍ وروستی شل کلونه کېږی، له ترټولو مهمو او حساسو دورو څخه ګڼل کېږی. د همدغه امیر په زمانه کی د افغانستان اوسنی حدود، د وروستی ځل لپاره، ټاکل سوی او د همدغه امیر په زمانه کی افغانستان یو موټی سوی او د عصری کېدلو پروګرامونه پیل سوی دی. د امیر عبدالرحمن خان په باره کی به نوری علمی لیکنی هم وسی او زه یقین لرم چی دا دوره په لا ډېرو زیاتو علمی او تاریخی څېړنو ارزی.

امیر عبدالرحمن خان په داسی شرایطو کی د کابل پر تخت کښېناست چی نه ارګ موجود وو، نه پوځ درک درلودی او نه په خزانه کی یوه پیسه موجوده وه؛ او د دې ترڅنګ لا هیواد داسی ټوټه ټوټه وو چی د ده په قول هر آخوند او ملا او د هری طایفې او قوم مشر ځان مستقل پاچا باله.   تاج التواریخ ص ۲۴۰ دی وایی د خپلو جاسوسانو په وسیله می دوست او دښمن وپېژندی. څوک چی می دوستان ول او زما سره همکاری کولو ته حاضر ول هغوی می ونازول او څوک چی می مخالف ول او لاری ته نه راتلل هغوی می یا له وطنه وشړل او یا می ترټولو سختی سزاوی ورکړې. هغه کتاب ص ۲۲۸

امیر د افغانستان د یو موټی کولو او عصری کولو په لاره کی هر ګام له خنډ‌ونو او مقاومتونو سره مخامخ وو. هغه وایی دی ځکه اوسپنیز واکمن بلل کېږی چی پر اوسپنیزو خلکو باندی حکومت کوی. افغانستان  مکمن ص ۲۳۸

امیر د خپلو دښمنانو او مخالفینو د مقاومتونو او مخالفتونو د ماتولو او یوه عصری هیواد د جوړولو لپاره یوه زورور او په عصری وسلو سمبال پوځ ته ضرورت درلود او د منظم پوځ د جوړولو لپاره پیسې په کار وې. امیر له خلکو څخه په وچ زور پیسې واخیستلې، په وچ زور یې منظم پوځ جوړ او د مخالفینو په ځپلو کی یې د هیڅ ډول سخت سلو ک څخه مخ وانه ړاوه. د هیواد د سمسورولو لپاره یې صعنتی او تجارتی انکشاف او د کانونو را ایستلو ته ضرورت درلود او دې کارونو بشپړ امنیت ته ضرورت درلود. امیردې ټکی ته متوجه وو او داسی امنیت یې ټینګ کړ چی د هغه زوی امیر حبیب الله خان یې ثمره ولیدله او په دې لاره کی یې چندانی تکلیف ونه لیدی. اروپایی لیکوالان د هغه وخت په باره کی لیکی چی پر لارو باندی امنیت ټینګ وو، او په هیواد کی د خلکو د غوښتنو سره سم پرمختګ روان وو او د نور او لا نورپرمختګ او سمسورتیا هیله کېدله. هر چا ته یو څه  رسېدله او له شته منه تر نېستمن پوری خوښ ول. د کلیوالو زامن په پوځی خدمت کی برتۍ کېدل او حکومتی ماموریتونه یې تر لاسه کول. هغه کتاب ص ۲۳۹

مورخ میرغلام محمدغبار، چی د امیر عبدالرحمن خان د مطلقه سلطنت د سسټم او د ادارې له طرز سره سخت مخالف دی، هم د امیر په وخت کی د امنیت ستاینه کوی او وایی چی د امیر په وخت کی امنیت ټینګ وو، په بازارونو کی نکلچیانو قصې کولې او په جوماتونو کی ملایان په خپل دینی تبلیغ لګیا ول. خلک مېلو او سات تېری ته تلل؛ رقص او سازونه چالان ول او د پایتخت د خرابات محله د ساز او سروز مرکز وو… امیر له خپلو خلکو څخه د بې قید او شرطه اطاعت غوښتنه کول او بس(  افغانستان در مسیرتاریخ جلد اول ص۶۵۷

امیر د امنیت د ټینګولو او خپلو مخالفینو د ځپلو تر څنګ د تجارت، کرنی او صنعت ودی او انکشاف ته ډېر سخت متوجه وو. البته د دې تر څنګ یې د فرهنګ برخی ته، چی د هیواد د عمومی انکشاف اساس او بنسټ بلل کېدلای سی، هیڅ توجه ونه کړه. هغه تقریبا یوویشت کاله د افغانستان مطلق العنان پاچا وو او په دې دومره اوږده موده کی یې په زرګونو ځوانان روزلای سوای. په داسی حال کی چی امیر پخپله دې نقیصې ته متوجه دی، مګر هیڅ اقدام یې نه دی کړی. دی پخپله لیکی چی په هیواد کی می اعلان وکړ چی دېرش تنه  داسی منشیان می په کار دی چی پخپله ژبه لیک لوست وکړای سی. تر دریو تنو زیات می پیدا نه کړل. د خدای شکر ادا کوم چی اوس می د رعیت زر تنه لیک لوست کولای سی. ( تاج التواریخ ص ۳۵۶)

ګریګوریان لیکی« امیر عبدالرحمن خان د ښوونی او رزنی برخی ته چندانی توجه ونه کړه او په دې برخه کی یې کوم خاص اهداف نه درلودل. که څه هم چی د اروپا پر طرز د عالی تحصیلاتو د سسټم په ارزښت پوهېدی او په دې هم ښه خبر وو چی په هیواد کی یوې ورځپاڼی ته څومره ضرورت دی، خو په دواړو برخو کی یې هیڅ ونه کړل. پر فارسی ادب مین وو؛ ځکه یې نو فارسی ملی او رسمی ژبه ګرځولې وه او پښتو او یا بلی کومی ژبی ته یې هیڅ توجه ونه کړه. یوازی څو تنه هندوان او ارمنیان، چی په هند کی په عیسوی مذهبی مدرسو کی روزل سوی ول، په انګرېزی ژبه پوهېدل. د نسخو اخیستلو او ترجمه کولو وظیفه دغو کسانو ته سپارله سوې وه. مسیحی مبلغین او خارجی ښوونځی افغانستان ته نه سوای داخلېدلای او حکومت بهر ته شاګردان هم ونه لېږل. څرنګه چی خلک د خارجی ژبو او کلتور سره بلد نه سول، نو دې کار د هیواد د عصری کېدلو د تحریک او عمومی ودی مخه ونیوله» ګریګوریان   ص ص ۱۵۰-۱۵۱

د امیر د وخت د اجتماعی حالاتو په باب، په هغه وخت کی، په افغانستان کی دننه چا چندانی څه نه دی لیکلی. یوازی میرزا یعقوب علی خافی په خپل مغتنم کتاب پادشاهان متاخر افغانستان، دوهم جلد، کی د امیر د وخت د امنیت بې اندازې ډېر صفت کړی دی. که څه هم چی پخپله میرزا په دغه وخت کی په سمرقند کی وو او د مشهور مورخ احمدعلی کهزاد په قول، چندانی سواد یې هم نه درلود. دغه راز د مشهور مورخ ملافیض محمد کاتب  سراج التواریخ دریم جلد ډېر ښه ماخذ دی؛ خو څرنګه چی د امیر حبیب الله خان په دربار کی، د امیر تر سخت او ورځنی نظارت لاندی لیکل سوی دی نو د فیض محمد کاتب د نظر ښکارندوی نه سی بلل کېدلای. البته تر ټولو نورو داخلی ماءخذونو معتبر دی. په دې حساب نو سړی مجبورېږی چی د دې دورې په باره کی هم زیاتره خارجی منابعو ته مراجعه وکړی. بهرنیو لیکوالانو چی څه لیدلی هغه یې لیکلی دی او څرنګه چی د امیر د ادارې او استبداد تر اغېزی لاندی نه ول نو سړی یې په لیکنو اعتبار کولای سی.

خارجی لیکوالانو چی د امیر د ادارې او شخصیت په باب لیکنی کړی دی نو زیاترو یې هغه یو مستبد او خپل سری سړی بللی دی. خو استبداد خپل تعریف او حدود لری. امیر عبدالرحمن خان د یاغی او خپل سرو خانانو او روحانیونو د اېلولو لپاره، چی هم یې د مرکزی ادارې د ټینګېدلو مخه نیوله او هم یې پر خلکو ظلمونه کول، استبداد ته مجبور وو؛ له سهاره تر ماښامه یې کار کاوه او په ډېرو وړو وړو قضیو کی یې پخپله اجرآت کول. خو کله کله به یې استبداد داسی حالت ته ورسېدی چی سړی یې ظلم، جنایت او حتی لېونتوب بللای سی.

جنرال مک من د برټانوی انجنیر سرسالټر پاین  له قوله، چی په کابل کی یې ډېر زیات وخت تېر کړی وو، لیکی چی امیر یوه ورځ قصر ته وبللم. په برنډه کی ناست وو او شیریخ یې خوړ. په دې وخت کی یې د هرات څلور سوه یاغی سوی عسکر ورته راوستل. امیر حکم وکړ چی د ټولو څخه سترګی وباسی. زه هلته ناست وم چی دا حکم عملی سو. ما خپل شیریخ ختم نه کړ، خو امیر خپله برخه ټوله وخوړه. افغانستان مکمن ص ۲۴۵

که د سالټر پاین په دغه لیکنه یا رپوټ کی، چی د امیر عبدالرحمن انتها قساوت بیانوی، یوه اندازه قدر ریشتیا هم وجود ولری نو د برټانوی هند د خبر لیکونکو رپوټونه، چی موږ یې د ردولو لپاره دلایل او یا نور مواد هم په لاس کی نه لرو، باید حقیقت ولری.

کله چی د امیر دغه راز اعمالو ته ګورو نو ویلای سو چی د هغه اعمال د استبداد تر سرحد اوښتی او وچ کلک ظلم دی، چی زیاتره وختونه یې سړی لېونتوب او ناروغی بللای سی. په کندهار نیوز لیټرز Kandahar Newslettersکی اکثر د خبرلیکونکو د سترګو لیدلی حالات راغلی دی، او د امیر او د هغه د مامورینو او حاکمانو دغه راز عملونه په ښه توګه بیانوی.

خبرلیکونکی په یوه رپوټ کی وایی چی د فیروز په نوم د چنداول یوه اوسېدونکی امیر ظالم بللی او ویلی یې وه چی افغانستان د اوسېدلو ځای نه دی. امیر د هغه ژبه پرې کړه، مېرمن او دوه زامن یې ووژل.  د کندهارمکتوبونه  اووم جلد ص ۱۸۵

کوټوال محمدخان لس تنه ملکان ځکه ونیول چی د امیر د تاج او ضیاءالملته والدین د لقب لپاره یې پیسې نه ورکولې او ویلی یې وه چی انګرېزانو چی امیر پاچاکاوه د تاج پیسې دی هم ورکړی. امیر هغوی ټول اعدام کړل.   هغه کتاب ص ۱۷۲

د غزنی پخوانی کوټوال محمدخان درې کاله مخکی د رشوت اخیستلو په ګناه بندی سو. هغه په بندیخانه کی مړسو. امیر د هغه مېرمن او دوه زامن ځکه بندیان کړل چی پر کوټوال باندی لګېدلې جریمه نه وه تحویل سوې. څرنګه چی کوټوال ډېر خپلوان نه درلودل نو امیر د هغه پر کلیوالو باندی د جریمې پوره کول حواله کړه. دغه راز یې د کوټوال پنځه لس کلنه کوزده سوې لورپه څلور زره روپۍ د کلی ملک ته ورکړه. هغه کتاب ص ۱۴۷

د ۱۸۹۶ کال د جنوری په میاشت کی د کابل په بندیخانو کی، چی د ژوند کولو هیڅ ډول وسایل یې نه درلودل، څوارلس زره نارینه او شپږ زره ښځی بندیانی وې. دوو تنو بندیانو، چی دوې ورځی یې ډوډۍ نه وه خوړلې، له لوږی د یوه بل بندی ډوډۍ ورڅخه غلا کړه؛ امیر د دواړو په سترګو کی آهک واچول او ړانده یې کړل.  هغه کتاب ص ۱۴۳

د امیر لپاره د خلکو د ژوند اخیستل، سترګی ړندول او لاسونه پرې کول د ټوکو او سات تېری موضوع وه. په دې برخه کی هیڅ ډول قانون موجود نه وو او امیر خپل ځان نه اسمانی او نه مدنی قانون ته مسوول باله. کله چی سړی د هغه ظالمانه او عاجلو احکامو ته ګوری نو ویلای سی چی د افغانستان اولسونو یوویشت کاله د یوه ناروغ او لېونی تر لاس لاندی ژوند کړی دی.

د ۱۸۹۶ کال د فبروری په میاشت کی کوټوال محمدحسین خان اووه تنه قماربازان ونیول او د امیر حضور ته یې بوتلل. امیر د ټولو چپ لاسونه ورڅخه پرې کړل. هغه کتاب ص  ۹۱  داسی ښکاری چی د امیر لپاره د انسان د لاس پرې کول او د سترګو ایستل یوه عادی خبره وه؛ ځکه چی په هیڅ مدنی قانون او اسمانی کتاب کی د قمار په ګناه د چا د لاس د پرې کولو سزا نسته.

د لغمان حاکم خپل یو مامور عجب خان د دریو زرو روپیو رشوت اخیستلو په تور ونیوی. امیر د هغه د اعدام حکم وکړ. هغه کتاب ص ۹۴

د همدغه کال د فبروری په میاشت کی څلوېښت هزاره ګان بغداد ته د تېښتی په لاره کی په میمنه کی ونیول سول. امیر ټول اعدام کړل. هغه کتاب ص ۱۷۶

د همدغه کال د سپټمبر په میاشت کی ملک تاج ګل د خوست د حاکم د ظلم او تېری له لاسه امیر ته شکایت وکړ. امیر د هغه شکایت دروغ وباله. د ملک ژبه یې پرې کړه او بندیخانې ته یې واستاوه. هغه کتاب ص ۱۸۹

په دې برخه کی دونه مثالونه دی چی یو بشپړ کتاب ورڅخه جوړېږی.

د همدغه کال د اګسټ په میاشت کی دیارلسو تنو د کوهدامن حاکم احمدیارخان وواژه. امیر د ټولو دیارلسو تنو د سترګو د ایستلو حکم وکړ. خو کله چی هغوی امیر ته پېشنهاد وکړ چی د سړی پر سر به دوه زره روپۍ تحویل کړی. امیر قبوله کړه او د پیسو له اخیستلو څخه وروسته یې ټول خوشی کړل. هغه کتاب ص ۱۸۶

امیر د خپل رعیت سره د یوه پاچا په حیث نه بلکه د یوه مالک او بادار په حیث سلوک کاوه. کله به یې  په ډېره وړه ګناه د خلکو سترګی ایستلې او حتی اعدام به یې کړل او کله به یې ډېر لوی لوی جنایتونه، حتی قتلونه، بخښل. په رپوټونو کی داسی کیسې راغلی دی چی سړی یې یوازی د الف لیله په افسانو کی لیدلای سی. په هغو رپوټونو کی چی د ۱۸۹۶ کال د فبروری په میاشت کی له کابل څخه لېږل سوی دی راغلی دی چی د غزنی د لمبردار ورور یو سړی قتل کړ او پولیسو ونیوی. کله چی د امیر په مخ کی حاضر سو نو وې ویل چی د هغه ورور په غزنی کی یو مشهور او د عزت خاوند سړی دی. خو له ده سره یې ډېر بد سلوک کړی او سپک کړی یې دی او له کوره یې شړلی دی؛ ځکه نو د غزنی ټولو خلکو ده ته په سپکه سترګه کتل. هغه سړی چی ده قتل کړ،  ده ته یې ښکنځل وکړل او د ده ورور، چی یو حکومتی مامور او د عزت خاوند سړی دی، د ده پر عرض او شکایت غوږ ونه نیوی نو دی مجبور سو چی هغه سړی قتل کړی چی ده ته یې سپکی سپوری ویلی وې. امیر وویل چی د دې ټولی بدی پېښی علت د قاتل ورور دی. هغه یې راووست، اعدام یې کړ او قاتل یې د خپل ورور پر ځای لمبردار مقرر کړ. هغه کتاب ص ۸۳

یوه ورځ یوه سړی د شکایاتو په صندوق کی یو لیک اچولی او لیکلی یې وه چی د ده ـ خدایداد اوسېدونکی، ملک سیف الدین، الله داد، شاه نواز، شیرخان او خان محمد خاینان دی او دعا یې کړې ده چی خدای دی انګریزان کابل ته راولی چی امیر تباه کړی. امیر له تحقیق او پلټنی پرته د پنځو واړو د اعدام حکم وکړ او امر یې وکړ چی د کاغذ لیکونکی دی پیدا کړه سی. هغه کتاب ص ۱۹۸

د شته منیو او پیسو ضبطول:

د رعیت او پاچا ترمنځ د اجتماعی قرارداد بنسټ دا دی چی رعیت خپل واک پاچا ته تسلیموی او پاچا په عوض کی د هغوی د سر او مال د ساتنی ضمانت کوی. امیر عبدالرحمن خان، لکه څرنګه چی پورته مو ولوستل، د هیچا د سر او ژوند اخیستلو پروا نه کوله او د دې تر څنګ یې د افغانستان د ټولو خلکو شته منیو ته د خپل شخصی مال په سترګه کتل. د خلکو پیسې او شته منی یې د یوه پاچا په څېر نه بلکه کټ مټ د یوه داړه مار په څېر غصبولې. امیر د لوږی او نېستۍ تصور نه سو کولای، ځکه چی ده او دده حرم، دوستانو او سردارانو ټولو په ناز او نعمت کی ژوند کاوه. کنه نو د یوه سړی یا کورنۍ د شته منی ضبطېدلو په حقیقت کی د هغه د تباه کېدلو، ګدایی ته د مجبورولو او بالاخره له لوږی د وژلو معنی درلوده.

د میرزا ولی محمدخان په نوم یوه سړی له یوې کونډی سره، چی په کوهدامن کی اوسېدله، واده وکړ. امیر ته چا رپوټ ورکړ چی دغی کونډی اتیا زره روپۍ درلودلې او هغه پیسې ټولی میرزا ته رسېدلی دی. امیر میرزا وروباله او ورته وې ویل چی د کونډی پخوانی مېړه د امیر شېرعلی خان په حکومت کی یو خاین مامور وو؛ او ټولی پیسې یې په خیانت او اختلاس جمع کړی دی نو له هغه څخه پاته سوی پیسې د حکومت مال دی. میرزا وویل چی دا پیسې اوس د هغه مال دی او دی هیڅ مجبوریت نه لری چی حکومت ته یې تحویل کړی. امیر وویل چی دا سړی د پاچا اطاعت نه کوی او زه ګومان کوم چی یوه ورځ به حکومت ته تاوان ورسوی. د میرزا پیسې یې ضبط کړې او هغه یې اعدام کړ. هغه کتاب ص ۱۰۴

عبدالصمد جان یو شته من سړی دی. د هغه یوه نوکره له یوه سړی سره وتښتېدله. ده کوټوالی ته رپوټ ورکړ. کوټوال خبره امیر ته ورسوله او امیر له سړی څخه پوښتنه وکړه چی څو نوکرانی لری؟ سړی ورته وویل چی څلور. امیر ورته وویل چی ته په کابل کی کوچنی پاچا یې؛ ځکه چی ته د خپلی مېرمنی لپاره څلور نوکرانی لرې. امیر حکم وکړ چی عبدالصمد جان دی بندی سی او د هغه شته منی او نوکران دی وپلورل سی. هغه کتاب ص ۱۱۵

د میمنې څو تنو اوسېدونکو د هغو عسکرو د اکمالولو لپاره چی د نورستان په جنګونو کی یې برخه اخیستله له حکومت سره یو قرارداد کړی وو. د هغوی په حساب کی غلطی پېښه سوې وه او د څلوردېرش زرو روپیو پر ځای یې د پنځه دېرشو زرو روپیو غوښتنه کړې وه. امیر د ټولو شته منی ورڅخه ضبط کړه او هغوی یې بندیان کړل. هغه کتاب ص ۱۰۳

امیر ته رپوټ ورسېدی چی د ایسفرزه اوسېدونکی عبدالغفار یو لک روپۍ لری. امیر له سړی څخه پوښتنه وکړه، خو هغه په لومړی سر کی منکر سو او وروسته یې په شکنجه کی اقرار وکړ. امیر هغه بندی کړ او د دروغ ویلو په ګناه یې د هغه ټوله شته منی ضبط کړه. هغه کتاب ص ۱۳۸

امیر د کندهار پخوانی نایب الحکومه سردارعبدالرسول خان ته احوال واستاوه او له هغه څخه یې یو لک روپۍ باقیات طلب کړل. عبدالرسول خان پخپله امیر ته ورغی او ورته وې ویل چی هغه دوولس کاله مخکی حکومتی وظیفه پرې ایښې ده، دا باقیات له کومه سوی دی. امیر په جواب کی ورته وویل دا مهمه نه ده چی ته لس کاله او که دوولس کاله مخکی بېکاره سوی یې. دا د امیر پیسې دی او دا امیر عبدالرحمن خان دی چی په دې باره کی فیصله کوی. هغه تر اوسه پوری پاچا دی او څوک یې پر ځای باندی نه دی کښېنستلی. امیر حکم وکړ چی سردار دی بندی سی او د هغه له شته منی څخه دی باقیات حصول سی. هغه کتاب ص ۱۷۹

سردار سالو خان امیر ته رپوټ ورکړ چی د چاردهی اوسېدونکی ګنیشا هندو یو  سېرمرغلری، دوه سېره یاقوت او نیم سېر بدخشانی یاقوت لری. امیر ګنیشا هندو را وباله او د اقرار تر اخیستلو وروسته یې د غمیو په شمول ټوله شته منی ورڅخه ضبط کړه او هندو یې بندیخانې ته واستاوه. هغه کتاب ص ۱۵۴

داسی ښکاری چی امیر له شته منو خلکو څخه وېره درلوده. ده ښایی فکر کاوه چی غریب خلک د ده پر ضد په هیڅ ډول دسیسه او اقدام کی برخی اخیستلو ته نه زړه ښه کوی او نه یې په وس پوره ده؛ ځکه یې نو د شته منو خلکو جایدادونه او پیسې ورڅخه ضبطولې. د تاشقرغان یوه ډېر شته من او مشهور سړی خیرالله خان امیر ته درې لکه روپۍ په سوغات کی راوړې. امیر د هغه ډېر قدر وکړ. مګر کله چی له درباره څخه ووت نو کوټوال ته یې امر وکړ چی بندی یې کړی او شته منی یې ضبط کړی. هغه کتاب ص ۱۵۴

یوازی امیر عبدالرحمن خان نه وو چی د هرچا د شته منی غصبول یې ځانته روابلل، بلکه د کورنۍ هر غړی یې د خلکو د مالونو د لوټلو حق درلود. حرم صاحبې د کشن په نوم یوه هندو تاجرته خپله نوکره ولېږله او د جامو لپاره د ټوکرانو غوښتنه یې ورڅخه وکړه. کله چی هندو ټوکران حاضر کړل؛ حرم صاحبه ورباندی په غوسه سول او ورته وې ویل چی هغه په کوم جرأت د پاچا مېرمنی ته دومره بې کیفیته ټوکران راوړی دی. بزاز ورته وویل چی د کابل په ټول ښار کی تر دې بهتر ورېښمین ټوکران نه پیداکېږی. حرم صاحبه ورباندی په قار سول، هغه یې سپین سترګی وباله او پنځه سوه روپۍ یې جریمه کړ. البته د هندو زاریو هیڅ ګټه ونه کړه. هغه کتاب ص ۱۱۶

البته دا او ځینی نوری پېښی یوازی په ۱۸۹۶ کال کی په کابل کی منځته راغلی دی او سړی له دې څخه د امیر د شپاړسو کلونو مخکی او پنځو کلونو وروسته اجراآتو په برخه کی اټکل کولای سی. امیر که له یوې خوا د دریو زرو روپیو رشوت اخیستلو په ګناه خپل یو مامور اعداماوه له بلی خوا یې کوټوال محمدحسین خان ته، چی یو ځل یې شپږزره روپی ص ۱۹۳ او بل ځل یې د دېوان نرنجنداس د رپوټ په اساس پنځه ویشت زره روپۍ اختلاس کړی وې، هیڅ ونه ویل او صرف اختلاس کړی پیسې یې بیرته ورڅخه واخیستلې. امیر هغه ته وویل چی که غواړې خپل مقام وساتې نو پیسې راوړه او که غواړې پیسې وساتې نو له کاره به لیری کېږې. هغه کتاب ص ۱۹۶

له دې څخه ښکاری چی امیر له خپلو حکومتی مقاماتو سره په فساد کی شریک وو. سردار عبدالقدوس خان امیر ته څلور آسونه او څلور له غمیو ډک طلاکار زینونه په سوغات کی راوړل. امیر هغه ته پنځه زره روپۍ انعام ورکړ. هغه کتاب ص ۲۱۱

د انعام له اندازې څخه سړی د سوغات د ارزښت اټکل کولای سی. مګر امیر له خپل سردار څخه پوښتنه نه کوی چی دا دونه ارزښتناک زینونه یې له کومه کړی دی.

سردار نیک محمدخان امیر ته زر روپۍ نغدی، اووه زره میتره په کندهار کی جوړ سوی اعلی ټوکر او  شل اېرانی قالینی په تحفه کی راوړې او امیر قبولی کړې. هغه کتاب ص ۱۳۳

د ترکستان حاکم او سپه سالار، د اختر په مناسبت، امیر ته څلوېښت زره روپۍ او پنځه قېمتی آسونه را ولېږل. امیر سوغات قبول کړ. پیسې یې خزانې ته او آسونه یې طویلې ته واستول. هغه کتاب ص ۱۱۲

د بدخشان حاکم امیر ته پنځه لس سوه طلاوی په سوغات کی واستولې او امیر قبولی کړې. په مقابل کی یې د جلال آباد له کوټوال شیرزمان خان څخه پوښتنه وکړه چی د خپل ماموریت په وخت کی به یې څومره پیسې غونډی کړی وی؟ هغه ورته وویل چی ټول ژوند یې په خپله حلاله تنخوا ګوزاره کړې ده او په جیب کی هیڅ نه لری. امیر ورته وویل چی زما ستا په شان غریب مامورین په کار نه دی. شیرزمان یې په هماغه ورځ برطرف کړ او پر ځای باندی یې بل څوک مقرر کړ. هغه کتاب ص ۱۹۸

په ۱۸۹۶ کال کی د کابل غوړه مالو سردارانو او نازولو امیر ته د ضیاء الملته والدین لقب او د سلطان مقام ورکړ. امیر دا لقب په ډېره خوشالی ومانه او د دې لقب په مناسبت یې د یوه تاج د جوړولو حکم هم وکړ. د تاج لګښت یې پر رعیت حواله کړ. امیر حکم وکړ چی د ده د تاج لپاره دی خلک له یوې روپۍ څخه نیولې تر پنځوسوو روپیو پوری ورکړی. محمدزیو او بارکزیو، هر یوه، د یوه کال تنخوا د امیر د تاج لپاره ورکړه. له ټولو پوځی او ملکی مامورینو څخه د یوې یوې میاشتی تنخواوی وګرځول سوې. هغه کتاب ص ۱۶۳

د امیر تاج د خلکو لپاره یو لوی غضب سو. د امیر کوټوالانو د خلکو څخه په زور پیسې اخیستلې او چا چی نه ورکولې هغه سمدستی بندیخانې ته روانېدی. او که یې لا د څه ویلو جرأت هم کړی وای نو یا یې ژبه پرې کېدله او یا د امیر په حکم اعدامېدی. کوټوال میرزا محمدحسین خان یو ځل پنځه اویا زره روپۍ ص ۱۷۳ او بل ځل لس لکه روپۍ غونډی کړې. هغه کتاب ص ۱۸۴

البته دا په هغه زمانه کی چی په پنځه زره روپۍ بشپړ جایداد اخیستل کېدلای سوای، د خلکو تر تصور لوړی پیسې وې.

په ولایاتو کی هم وضع تر دې ښه نه وه. د افغانستان په نورو ولایاتو کی د حکومتی مامورینو د ظلمونو په باب چندانی اطلاع نه لرو خو له کندهار څخه، چی د انګرېزانو خبرلیکونکی د هغه ښار او شاوخوا سیمو په باب رپوټونه لېږی، داسی ښکاری چی هلته وضع نوره هم خرابه ده او خلک د حکومتی مامورینو د ظالمانه اجرآتو څخه تر پزی رسېدلی دی. د انګرېزانو خبرلیکونکی میرزا محمدتقی په خپل یوه رپوټ کی لیکی چی په تېرو دوو دریو ورځو کی شپږ تنه تاجران نیول سوی او شته منی یې ضبط سوی دی. نور تاجران او شته من خلک ځکه پر  ځانونو بېرېږی چی د نیول سویو کسانو د ګناه او خطا په باب څه نه دی ویل سوی او ټول بېګناه کسان دی. د کندهارمکتوبونه  دریم جلد ص ۸۴

د کندهار نایب الحکومه ته امیر هدایت کړی دی چی ټول هغه تره کی مالدار ونیسی او شته منی یې ضبط کړی چی د ملک کاک او نورو هغو کسانو سره یې اړېکی درلودلی دی چی د اندړو په ښورښ کی یې برخه اخیستې وه.د پشت رود حاکم مولاداد خان ته هم دغه ته ورته هدایت رسېدلی دی. هغه د ګرشک او کلابست په شاوخوا کی ټول تره کی ونیول او پرته له دې چی د چا څخه پوښتنه او تحقیق وکړی د ټولو شته منی او مالونه یې ضبط کړل. هغه کتاب ص ۹۷

په یوه بل رپوټ کی راغلی دی چی اته لس نارینه او دېرش ښځینه تره کی نیول سوی دی. د هغوی مالونه، چی سل اوښان او دوه زر پسونه دی، ضبط سوی دی د کندهار په ښار کی لیلام سول. هغه کتاب ص ۱۱۲

په یوه بل رپوټ کی راغلی دی چی په کندهار کی آوازه ده چی د هرات عسکرو ښورښ کړی دی او سپه سالار فرامرز خان یې وژلی دی. نایب الحکومه امر کړی دی چی که چا د دغه راز موضوعاتو په باب خبری کولې ژبه یې پرې کېږی او زر روپۍ به جریمه سی. خلک په دې باره کی هیڅ خبری نه کوی. مګر د کوټوالی مامورینو ته خدای ورکړه او چی هر څوک وینی د حکومت په باب د خبرو کولو په تور یې نیسی؛ خپلی پیسې ورڅخه اخلی او خوشی کوی یې. اوس خلک دونه بېرېدلی دی چی د خپلو شخصی چارو په باب هم له یوه بل سره د خبرو کولو جرأت نه لری. هغه کتاب ص ۱۳۵

په زور اخیستل سوی پیسې څرنګه لګېدلې؟

که څه هم چی هیڅ مدنی قانون او هیڅ اسمانی کتاب هیڅ واکمن ته له چا څخه په زور د پیسو د اخیستلو جواز نه ورکوی. خو که امیر دا پیسې د وطن په ابادولو او امنیت په ټینګولو لګولای نو، که نور هیڅ نه وی، یو عذر خو وو. مګر امیراو د هغه کورنۍ او نازولو، له خلکو څخه په غصب سویو پیسو، په منتهی ناز او نعمت کی ژوند کاوه. لکه څرنګه چی د افغانستان تقریبا ټولو اوسېدونکو ته د امیر د لاسه مځکه سره تبۍ وه د حرم د اوسېدونکو لپاره د مځکی پر سر جنت جوړ وو.

امیر په خپل کتاب تاج التواریخ کی په پوره بې پروایی د خپل حرم د غړیو د تنخواګانو او لګښتونو په باب وایی:

« مېرمنو، زامنو او لوڼو او د زامنو مېرمنو او د هغوی اولادونو او نوکرانو ته، پر خوړو، لباسونو، آسونو او کورونو برسېره، د هغوی د رتبې په اساس، هره میاشت له دولتی خزانې څخه پیسې ورکولی کېږی. مشرانو  زامنو حبیب الله او نصرالله ته د میاشتی شل شل زره روپۍ د جېب خرڅ په توګه ورکوم. او د هغوی مېرمنو او شخصی نوکرانو ته هم په دغه ډول جلاجلا تنخواوی ورکولی کېږی. زما دوې مېرمنی چی یوه یې د میرحکیم خان او بله د میرجهاندارشاه لور، یعنی د حبیب الله او نصرالله مورده، او د محمدعمرخان مور، او د امین الله خان مور، او د غلام علی خان مور، او د مرحوم حفیظ الله خان او اسدالله خان مور او د فاطمه جانی مور هره یوه له دریو څخه تر اتو زرو روپیو پوری د جېب خرڅ په توګه اخلی.اود هغوی د لباس، کورونو او نورو لوازمو لپاره پر دې برسېره نوری پیسې هم ورکولی کېږی. هغوی رنګ په رنګ لباسونه اغوندی چی ځینی یې د فرنګیانو پر طرز او ځینی یې د شرقیانو پر طرز جوړېږی.

وړوکی زامن او لمسیان می هم د خوړو او لباسونو پر لګښتونو برسېره خپلی میاشتنی تنخواوی لری. د اخترونو او نوروز په ورځو کی هم خپلو مېرمنو او اولادونو ته ، د مبارکی په توګه، لباسونه اخلم او نغدی پیسې او ګاڼې ورکوم. درباریان، نوکران او صاحب منصبان می هم په دغو ورځو کی پیسې راڅخه اخلی» تاج التواریخ ص ۳۹۸

په هغه وخت کی د کندهار د نایب الحکومه میاشتنی تنخوا ۶۹۴ روپۍ او د هرات د نایب الحکومه میاشتنی تنخوا ۸۳۳ روپۍ وه. په دې حساب د حبیب الله او نصرالله هر یوه د یوې میاشتنی جېب خرڅ د هرات د نایب الحکومه د دوو کالو تنخوا وه. که د امیر د ټول حرم لګښتونه، د هغه د خپلی لیکنی سره سم، محاسبه کړو نو د انګرېزانو کلنۍ مستمری، چی امیر ته یې و رکوله، او په لومړی سر کی دوولس لکه او د ډیورنډ د معاهدې څخه وروسته اته لس لکه کلداری سوې، د امیر د حرم خرڅ نه سوای پوره کولای. په داسی حال کی چی دا پیسې د پوځ د منظم کولو، عصری کولو او د هیواد د آبادولو لپاره ورکول کېدلې.

دا چی امیر د اسلامی شریعت د ټولو احکامو په خلاف د اوو مېرمنو پر درلودلو اقرار کوی، او د اسمانی کتاب د څرګند حکم پروا نه ساتی هغه خو لا بله خبره ده. او په دغه حالت کی لا وایی چی د افغانستان د امارت تصدیق یې د پیغمبر صلعم څخه تر لاسه کړی دی. هغه ته یې په خوب کی وعده ورکړې ده چی عدالت به کوی، بُتان به ماتوی او پر ځای باندی به یې جوماتونه جوړوی. هغه کتاب ص ۲۵۱

امیر د ټولو محمدزایانو لپاره، چی یوازی د سردارپاینده خان اولاده نه، بلکه د هغه د نورو وروڼو حاجی دروېش خان او عبدالحبیب خان اولادونه هم پکښی شامل ول، کلنی تنخوا ټاکلې وه. ټولو نارینه وو ته په کال کی څلور سوه روپۍ او ښځو ته درې سوه روپۍ ورکولی کېدلې. د امیر شېرعلی خان زوی سردار محمدابراهیم خان، چی په هند کی یې ژوند کاوه د کاله ۴۸ زره روپۍ تنخوا تر لاسه کوله. په داسی حال کی چی د مرحوم غبار په قول په افغانستان کی د بیت المال د یو زر روپیو پر سر یوه بشپړه کورنۍ له منځه وړله کېدله. افغانستان در مسیر تاریخ ص ۶۶۱

د امیر په حرمسرایونو کی، د امیر پر اوو مېرمنو برسېره، په لس هاوو مینځیانی، نوکرانی او د امیر مږندی اوسېدلې اودې ټولو تنخواګانی او د یوه پاچا د دربار او حرم په سطح لباسونه او راز راز لګښتونه درلودل. په ۱۸۹۶ کال کی د امیر د یوې مېرمنی حرم صاحبه لګښت ۱۶۰ زره کلدارو یا څه باندی دوه لکه روپیو ته رسېدلی وو.د کندهارمکتوبونه  اووم جلد ص ۱۸۵

سردارحبیب الله خان د امیرعبدالرحمن خان، حرم صاحبې او عالی رتبه حکومتی مقاماتو لپاره په یوه درې ورځنی مېلمستیا کی اووه زره روپۍ ولګولې. هغه کتاب ۱۶۲

امیر په ریشخور کی د اته دېرشو زرو روپیو په ارزښت مځکه واخیستله او لومړۍ مېرمنی یې د چوب فروشی له اوسېدونکی میرزاحیدرخان څخه د پنځو زرو روپیو په اندازه مځکه رانیوله. هغه کتاب ص ۱۳۱

حرم صاحبې په بت خاک کی ۱۲۰ جریبه او په بن حصار کی دوه سوه جریبه مځکه رانیوله. حرم صاحبې ویلی دی چی هر کله د هغې زوی محمدعمرجان واده وکړ دا مځکی د هغه مېرمنی ته ورکوی. هغه کتاب ص ۱۷۱

دغه راز امیر د پنځوسو زرو روپیو په ارزښت مځکی واخیستلې او میرسعدالله یې د ناظر په حیث ورباندی مقرر کړ. ص ۱۸۳ او په باغ بالا کی یې د ملاویس الدین څخه د اته لسو زرو رپیو په ارزښت مځکه واخیستله او پر هغه جایداد یې د دریو بنګلو د جوړولو حکم وکړ. هغه کتاب ص ۱۹۵

سردارنصرالله خان د ۱۸۹۵ کال د آګست په میاشت کی د لندن څخه د هند او کندهار له لاری افغانستان ته ستون سو. امیر، نظام الدین ته حکم وکړ چی په کندهار کی د نصرالله خان د څو ورځو تم کېدلو او استراحت او سات تېری لپاره د ارغنداب د سیند پر غاړه د یو لک روپیو په ارزښت باغونه او مځکی رانیسی. هغه کتاب ص ۵۶

که امیر د اته لسو زرو روپیو په ارزښت اخیستې مځکه باندی درې بنګلې جوړوی، نو سړی د یو لک روپیو په ارزښت اخیستو مځکو دپراخوالی په باره کی په اسانه اټکل کولای سی.

قومندان نعیم خان د امیر پخوانی غلام بچه وو. څو ورځی مخکی یې د کابل د یوه مهم سړی له لور سره د واده کولو فیصله وکړه. امیر له خزانې څخه دوه زره روپۍ ورکړې او خپل یو بالاپوښ یې، چی شپږ سوه روپۍ ارزښت یې درلود، هغه ته په مبارکی کی ورکړ.  دغه راز ګل شاه، چی خور یې تازه په نڅا پیل کړی دی، د امیر دربار ته د نڅا لپاره بوتلل سو. د امیر په مخکی ونڅېدی او امیر ته یې نڅا ډېر خوند ورکړ. ګل شاه ته یې دوه سوه روپۍ ورکړې او ورته وې ویل چی هر کله یې زړه سو د امیر په مخ کی د نڅېدلو لپاره دی راځی. هغه کتاب ص ۹۵

امنیت او عامه نظم:

د امیر عبدالرحمن خان د سختو سزاوو، لاسونو پرې کېدلو، سترګوایستلو، په سیاه چاه کی لوېدلو او اعدامونو له وېری په کابل او نیژدې اطرافو کی چا د غلا او داړه ماری نوم پر  خوله نه سو راوړلای. خارجیانو چی د امیر د وخت د امنیت به باب څه رپوټونه لیکلی دی د کابل د ښار او شاوخوا سیمو په باره کی دی. که په هغه وخت کی د کندهار او شاوخوا سیمو په باره کی د امنیتی وضع او حکومتی اجرآتو په باره کی رپوټونه وګورو نو د افغانستان د نورو ولایاتو د امنیت او حکومتی اجرآتو په باره کی، چی چندانی څه نه دی ورباندی لیکل سوی، اټکل کولای سو.

د کندهار د زله خان د کلی یوه اوسېدونکی خپله د کاکا لور د میراث په خاطر وژلې ده، قاتل نیول سوی او اقرار یې کړی دی، خو نایب الحکومه غواړی چی د ټول کلی خلک جریمه کړی. د کندهار مکتوبونه لومړی ټوک ص ۳۸

د هلمند کوټوال، پر خلکو باندی د هر راز  ظلمونو تر څنګ، د یوه سړی مېرمن کورته وړې ده او پلمه یې دا ده چی هغه د یوه محمدزایی مینځه ده چی هندوستان ته تښتېدلی دی. د ښځی مېړه نارې وهی چی هغه یې خپله مېرمن ده او د واده یې څو کاله تېر سوی دی مګر څوک یې پر عرض غوږ نه نیسی. هغه کتاب ص ۴۳

د کندهار د شاوخوا علاقو د خراب امنیتی حالت په باره کی پرله پسې رپوټونه ورکول کېږی. د کوکران او د ښار ترمنځ ډ ېری زیاتی غلاوی کېږی او خلک په لویو لارو کی شکول کېږی او د غلو د لاسه د میوند، سیاه سنګ او درزل؟ پر لویو لارو باندی د خلکو تګ راتګ په ټپه ولاړ دی. هغه کتاب ص ۵۸

د لویو لارو یو مشهور غل کابل ته د استول کېدلو په ترڅ کی له امنیتی کسانو څخه تښتېدلی او اته لس نور غله او داړه ماران یې ورسره ملګری کړی دی. دې غلو د لویو لارو او ارغنداب امنیت ډېر سخت خراب کړی دی. پوځیان نه یوازی د دې غلو مخه نه سی نیولای بلکه، کله چی دغلو د نیول کېدلو د پاره واستول سی، لا پر خلکو باندی نور ظلمونه هم کوی. هغه کتاب ص ۶۱

په یوه بل رپوټ کی راغلی دی چی د کندهار په ښار او شاوخوا کی عسکر له خلکو سره ډېر بد سلوک کوی او حتی ښځی بې آبه کوی. خو کله چی خلک نایب الحکومه ته شکایت وکړی، هغه یې سپه سالار ته واستوی؛ سپه سالار د خلکو پر شکایتونو غوږ نه نیسی او ورته وایی چی تاسی ټول دروغ وایاست. خلک وایی چی دا کارونه به پخپله د امیر په تشویق او ملاتړ کېږی کنه نو عسکرو او سپه سالار څرنګه داسی بد سلوک کولای سوای. دوی وایی سره له هغه چی د انګرېزانو او د کندهار د خلکو ترمنځ مذهبی دښمنی وه خو حتی هغوی هم له خلکو سره دومره جفا نه وه کړې. هغه کتاب ص ۷۴

کله چی خلکو د حکومتی مامورینو له بد سلوک او اجرآتو څخه امیر ته شکایت وکړ؛ امیر کوټوال او نایب الحکومه ته هدایت ورکړ چی د شکایت استونکی ونیسی، شکنجه یې کړی او ټوله شته منی یې غصب کړی. په دې کسانو کی سید بلوڅ خان او د هغه ورور صالح محمد، اسحق زی او غلام رسول بابی شامل دی. د دې ټولو کسانو شته منی ضبط سوی دی. امیر نایب الحکومه ته لیکلی دی چی د کندهار خلک هیڅ وخت، په سمه، لاری ته نه راځی. هغه کتاب ص ۹۳

د کندهار کوټوال هندوان او مسلمان تاجران نیولی او شکنجه کړی دی او ورته وایی چی ستاسی سره د پخوانی ګودامدار راجا او د کندهار د پخوانی والی سردارشېرعلی خان د وروڼو پیسې دی. څوک د خلکو پرعرضونو غوږ نه نیسی او نایب الحکومه ورته وایی چی هغه بې وسه دی ځکه چی کوټوال مستقیما له کابل څخه هدایت اخلی. د کندهار مکتوبونه دریم جلد ص ۲۷

د هلمند د اوسېدونکی سالو اڅکزی سره شپېته تنه نور غله او داړه ماران ملګری سوی او د ښار د شاوخوا امنیت یې خراب کړی دی. نایب الحکومه د هغه د نیولو لپاره دوولس تنه سپاره عسکر لېږلی دی. عسکر له سالو سره  د مخامخ کېدلو توان نه لری او په عوض کی د کلیو د خلکو څخه پیسې او مالونه لوټی. که څوک مقاومت وکړی نو سمدستی یې د سالو د ملګری په نوم نیسی، او نایب الحکومه هم عسکرو ته څه نه وایی. هغه کتاب ص ۵۵

یو رپوټ خو  وایی چی د هزاری کنډک په نوم د سپرو عسکرو یوه ډله هم پر لویو لارو او د ښار په منځ کی خلک لوټی او قتلونه کوی. په دې کیسه ټول خلک خبر دی مګر څرنګه چی له چا سره سند او شاهدان نسته نو هغوی سرې سترګی ګرځی. هغه کتاب ص ۲۳۴

یو رپوټ وایی چی په کندهار کی قتلونه ځکه زیات سوی دی چی قاضی د اسلامی شریعت په عملی کولو کی له ستونزو سره مخامخ دی او پر قاتل باندی جرم ثابتولای نه سی. نیول سوی او تورن سړی یوه سپکه جریمه تحویلوی او آزاد ګرځی. د کندهار مکتوبونه څلورم جلد ص ۵۰

په کندهار او شاخوا علاقو کی چی هر څوک وفات سی د کوټوالی مامورین یې جایداد او شته منی ضبطوی او وایی چی دا د حکومت مال دی. خلکو نایب الحکومه ته شکایت کړی دی چی د متوفی د قانونی وارثانو د موجودیت په صورت کی، د کوټوالی مامورین څرنګه جایدادونه او شته منی ضبطولای سی؟نایب الحکومه په دې غیرقانونی اعمالو کی لاس نه لری، مګر څرنګه چی د کوټوالی مامورین په کابل کی د نایب میرسلطان له خوا مقرر سوی دی نو نایب الحکومه بې وسه دی. هغه کتاب ص ۵۶

په دې سلسله کی کله کله بېخی عجایبی او په ضمن کی زړه دردوونکی پېښی منځته راتللې. د مثال په ډول د نایب الحکومه دفتر ته د کابل څخه یو لیست راغلی دی چی په هغه کی د مسلمانو او هندو دوکاندارانو نومونه دی؛ او له ټولو څخه له څلوېښتو زرو څخه تر شپېتو زرو رپیو پوری غوښتل سوی دی. داسی ښکاری چی دا لیست د کابل د پخوانی نایب کوټوال میرسلطان د دفتر په کاغذونو کی پیدا سوی دی. خو دا کیسه د شپږو اوو کالو زړه قضیه ده، چی د کندهار تاجران په دې تورن سوی ول چی د هغو کسانو پیسې ورسره دی چی د امیر سره مخالف ول او هندوستان ته تښتېدلی دی. البته په دې برخه کی هیڅ ثبوت تر لاسه نه سو او قضیه وتړل سوه. خو اوس دا زوړ کاغذ پیدا سوی او امیر حکم کړی دی چی د کندهار له دوکاندارانو څخه دی تقریبا نهه لکه روپۍ واخیستلی سی. نایب الحکومه په دې برخه کی هیڅ نه سی کولای، او مامورینو ته خدای ورکړې ده او هر یو خپل جېبونه ډکوی.  د کندهارمکتوبونه  پنځم جلد ص ۷۹

بل رپوټ وایی چی په ښار کی پولیس ځکه پر خلکو باندی هر ډول ظلمونه کوی او چی زړه یې غواړی هغومره پیسې ورڅخه اخلی چی نایب الحکومه په ښار کی نسته او خواجه ملک ته تللی دی . دغه راز د معروف او ارغسان په سیمو کی غلاوی او داړې دونه زیاتی سوی دی چی خلک یې تر پزی رسولی دی. بالاخره تاجران په ډله په خواجه ملک کی نایب الحکومه ته ورغلل او د لارو او کورونو د بې امنیو شکایت یې ورته وکړ. نایب الحکومه د معروف او ارغسان ملکان د تحقیق لپاره ورغوښتی دی. د کندهار مکتوبونه دریم جلد ص ۱۰۲

کله کله به داسی هم پېښېدله چی په ښارونو کی به د مامورینو تر منځ د اختلاف او یا به د مامورینو او په کابل کی د بېلو بېلو عالی رتبه مقاماتو ترمنځ د اړېکو او خپلویو له امله هم اداری نظم بې خونده سو. چاچی به په کابل کی لویه واسطه درلوده هغه په ولایاتو کی د خپلو والیانو او حاکمانو پروا نه ساتله او په نتیجه کی به په اداره کی بې نظمی راغله. د انګرېزانو خبرلیکونکی د ۱۸۹۱ کال د جولای د میاشتی د شپاړسمی په رپوټ کی لیکی چی په کندهار کی هیڅ حاکم نسته او هر مامور د خپل سر پاچا دی. د کندهار د یو شمېر مامورینو ترمنځ د اختلافاتو په وجه د ښار خلک سخت په عذاب دی. حکومتی مامورین یو پر بل تورونه لګوی او د حکومت په چارو کی د ناوړه اجرآتو پړه پر یوه بل اچوی، او پر خلکو باندی لویی جریمې ایږدی. که د امیر وېره نه وای، ښایی په کندهار کی ډېره لویه بې نظمی او بلوا جوړه سوې وای. کندهار دریم جلد ص ۳۳

په ښارونو او اطرافو کی د مالیاتو ټولولو مامورین یا محصلان ډېر لوی غضب وو. د مالیې ټولونکی به کلیو او ښارګوټو ته تلل، هلته به یې شپې او ورځی تېرولې او خلک مجبور ول چی د هغوی د ځای او ډوډۍ غم وخوری. خبرلیکونکی وایی چی شمالی سیمو ته ډېر زیات محصلان تللی دی او خلکو ته یې ډېر زیات تکلیف پېښ کړی دی. هر کلی ته یو مامور د پسونو د شمېر د معلومولو لپاره ورغلی دی. بل مامور دا معلوموی چی په هغه کلی کی په تېرو دریو کالو کی څو ودونه سوی دی او دغه راز په تېرو دریو کالو کی څو کسان مړه سوی دی چی حکومت د هغوی له شته منیو څخه مالیه ترلاسه کړی. دریم مامور د خلکو د سر شمېرنی وظیفه لری او څلورم مامور ته وظیفه ورکړه سوې ده چی د سردارعبدالقدوس خان تر قوماندې لاندی عسکرو لپاره پیسې جمع کړی. د دې ترڅنګ یو شمېر نور مامورین د راز راز کارونو لپاره کلیو ته لېږل سوی دی او خلک په سخت عذاب اخته دی. هغه کتاب ص ۳۸

ځینی کیسې خو دونه زړه دردوونکی دی چی سړی فکر کوی اصلا به پېښی سوی نه وی. د ۱۸۸۴ کال په مارچ کی، یوه اڅکزی، د ګرشک د حاکم ورور قتل کړ. قاتل وتښتېدی. په هغه وخت کی په ګرشک کی له سلو څخه تر یونیم سل کورنیو پوری اڅکزی اوسېدل. دوی ټول یولک او شل زره روپۍ جریمه سول. امیر حکم وکړ چی له هری کورنۍ څخه درې سوه روپۍ نوری هم واخیستلی سی. پوره یوه میاشت د هغوی پر کورونو باندی دوه درې سوه خاصه داران ناست ول، چی د هری شپې لګښت یې له دریو څخه تر څلور سوه روپیو پوری وو. اڅکزیو دا پیسې نه سوای برابرولای او حکومت مهلت هم نه ورکاوه. هغوی بالاخره مجبور سول چی یو څه پیسې حکومت ته ورکړی او د باقی پاته پیسو د پوره کولو لپاره مړوښی ښځی او پېغلی نجونی وپلوری. په لومړی سر کی چا له وېری نه سوای رانیولای خو د ګرشک حاکم هغوی ته وویل چی دا ښځی واخلی او خلک له تکلیفه خلاص کړی. د کندهار مکتوبونه دوهم جلد ص ۱۶

امیرله هغو کسانو څخه ډېر راضی وو چی د ده لپاره یې په مشروع او غیرمشروع توګه پیسې جمع کولې او بل هغه څوک ډېر ورته ګران ول چی ده ته یې شپه او ورځ جاسوسی کوله. دا چی د پیسو په ټولولو کی د څومره خلکو کورونه تباه کېدل او د رپوټونو په وجه څونه بېګناه خلک د ده د قهر قربانی کېدل دا مهمه نه وه.

په کندهار کی د حبیب الله په نوم یوه شاعر، چی چندانی په سد کی هم نه وو، د امیر په توصیف کی یو شعر ولیکی. کابل ته ولاړ او په یوه چل یې ځان د امیر حضور ته ورساوه. د امیر په مخ کی یې شعر ولووست. د امیر خوښ سو، انعام یې ورکړ او کلنۍ تنخوا یې لا هم ورته مقرره کړه. امیر، شاعر حبیب الله ته پټ وویل چی کندهار ته ولاړ سی، د هری ورځی احوال باید ولیکی او چی څه وینی او یا یې اوری امیر ته اطلاع ورکړی.

حبیب الله کندهار ته له رسېدلو سره سم، خپله کیسه په یوه او یل ډول د خلکو تر غوږونو ورسوله. نور نو هم حکومتی مامورین او هم رعیت ورڅخه بېرېدل. هغه په خپل کور کی دربار جوړ کړ. نه یوازی یې د خلکو دعوې فیصله کولې بلکه خپل ځانته یې یوه بندیخانه جوړه کړه او چی زړه یې غوښت هغه کس یې بندی کاوه. خلکو نایب الحکومه ته عریضه وکړه. نایب الحکومه البته پوهېدی چی هیڅ یې له وسه نه کېږی خو له خلکو سره یې ژمنه وکړه چی د هغوی عرض به د امیر تر غوږه ورسوی. د کندهار مکتوبونه څلورم جلد ص ۸۴

کله منارونه:

کله منار د افغانانو لپاره بې سابقې شی وو. د مغول جلال الدین اکبر څخه تر اورنګزېب پوری، ټولو مغولو سلطانانو له یوسفزیو، مومندو، اپرېدیو، خټکو او نورو پښتنی قبایلو سره لوی او واړه جنګونه وکړل او کله کله خو به یې د پښتنو په غرونو او کمرونو کی په زرګونو تلفات ولیدل او د خیبر مهمه تجارتی او ستراتیژیکه لار به یې ورته سره تبۍ کړه، مګر هیڅ وخت یې د پښتنو کله منار جوړ نه کړ. او نه صفوی پاچاهانو په هرات، کندهار یا قلات کی د پښتنو کله منار جوړولو ته زړه ښه کړ. امیر عبدالرحمن، چی د استبداد په هره برخه کی یې افراط کړی وو، بالاخره دې وحشیانه کارته هم زړه ښه کړ او د ګوډ تېمور او بابر خاطرات یې ژوندی کړل.

د انګرېزانو خبرلیکونکی لیکی چی د کندهار نایب الحکومه ته د خپل زوی سردارباز محمد لیک رسېدلی دی او لیکلی یې دی چی امیر شینوارو ته سخته ماته ورکړه. اته سوه تنه یې قتل کړل او اته سوه یې ژوندی ونیول. د څلورو سوو سرونه یې د جلال اباد په یوه دروازه او څلور سوه یې په بله دروازه کی کوټه کړل. ویل کېږی چی امیر به ډېر ژر کابل ته حرکت وکړی. اوس په سیمه کی امنیت ټینګ دی؛ او دغه سخته سزا چی شینواریو ولیدله د نورو لپاره به عبرت سی. د کندهار مکتوبونه لومړی ټوک ص ۴۳

زه یقین لرم چی د شینوارو په فوکلور کی به د امیر هغه وحشت تر اوسه پوری ژوندی وی. د شینوارو په زړونو کی د دې دښمنۍ اورونه تر ډېره وخته بل پاته سول. همدغو شینوارو د امیر حبیب الله خان په وخت کی ښورښ وکړ. د اعلیحضرت امان الله خان د تخت د چپه کېدلو عمده علت سو او د نادرخان او ظاهرشاه د قدرت په کلونو کی یې وار به وار لویی او وړې ستونزی پېښی کړې.

امیر د کندهار د شاوخوا سیمو او ولایتونو له غلجیو سره عین سلوک، او لا تر دې هم سخت سلوک وکړ.

د ۱۸۸۷ کال د جولای پر یوویشتمه د هغو یاغی غلجیانو یو سل او لس سرونه کندهار ته راوړل سول چی په وروستیو جنګونو کی وژل سوی ول. نایب الحکومه یو جګ منار جوړ کړ او دا سرونه یې پکښی نصب کړل. خبرلیکونکی وایی په کندهار کی په لومړی سر کی آوازه ګډه سوه چی د ښځو له سرونو څخه یې منار جوړ کړی دی. کله چی زه نیژدې ورغلم نو ومی لیدل چی اکثر د ناصرانو سرونه ول چی اوږدې څوڼی پرېږدی او ځکه نو خلکو ګومان کاوه چی دا به ښځی وی، او ډېر بد عکس العمل یې تولید کړی وو. په سرونو کی یوازی اته د اندړو ول چی وېښتان یې لنډ ول او د ناصرانو له سرونو څخه یې د ورایه توپیر درلودی. د کندهار غلجی په دې کار سخت خپه دی، ځکه چی حکومت لا یاغیان او کافران هم ورته وایی.د کندهار مکتوبونه دریم ټوک ص ۱۹۶

د یاغی غلجیو سره د امیر جنګونو دوه کاله نور هم دوام وکړ. د ملکیانو او پوځیانو په زرونو سرونه ورغړېدل او امیر د خپل ځان او کورنۍ لپاره دایمی دښمنان پیدا کړل. تصادفی نه ده چی کله اعلیحضرت امان الله خان، د سقاو له زوی سره د جنګ لپاره، له کندهار څخه د کابل پر لور حرکت وکړ له قلاته تر غزنی پوری پرتو غلجی قومونو ځای پر ځای حملې ورباندی کولې او د امان الله خان د ماتی عمده علت همدغه د غلجیو حملې وې. د کندهارد ښار او شاوخوا سیمو غلجی خانان او مشران د سقاو د زوی تر سقوط پوری د هغه په ملاتړ ودرېدل. بېسواده غلجی او د هغوی مشران په دې نه پوهېدل چی امیر عبدالرحمن خان له هغوی سره کومه خاصه دښمنی نه درلوده بلکه هغوی د وخت د حکومت د ظالمانه او غلطو پالیسیو قربانی سول.

امیر عبدالرحمن خان ښایی له انګرېزانو څخه دا زده کړی وه چی تفرقه واچوه سلطنت وکړه. خو دا پالیسی هغوی د پردیو قومونو د اېلولو او لاندی کولو لپاره په کار اچوله، نه د خپل هیواد د خلکو په حق کی.

ګریګوریان لیکی« ده دغه راز د تفرقه واچوه سلطنت وکړه اصول مخی ته واچول او د غلجیو د مقاومت د ځپلو لپاره یې، چی د پاچا د منظمو مالیاتو په مقابل کی یې ښورښونه کړی وه، د درانیو او غلجیو تر منځ د عنعنوی دښمنی څخه استفاده وکړه.د غلجیانو، او په حقیقت کی د ټولو قبیلوی مشرانو، په مقابل کی له مذهبی وسلې څخه هم کار واخیستل سو او ټول هغه خانان او مشران یې خاینان او یاغیان وبلل چی د حکومت په مقابل کی یې وسلې ته لاس اچولی وو، او په ډېر بېرحمانه توګه یې قتل کړل»  ګریګوریان ص ۱۳۲

د امیر عبدالرحمن خان دغه غلطه او غیر اولسی پالیسی د کندهار نایب الحکومه هم تعقیبوله. د انګرېزانو خبریال رپوت ورکوی چی د ۱۸۸۷ کال د اپرېل پر یوویشتمه نایب الحکومه د بارکزیو، پوپلزیو او الکوزیو خانانو ته په یوه خصوصی مجلس کی د غلجیو او درانیو ترمنځ د دښمنی په باره کی وږغېدی او دوی ته یې وویل چی اوس نو هغه وخت راغلی دی چی تاسی درانی خانان خپل خپل ځوانان را غونډ کړی، وسلې واخلی او د غلجیانو په جنګ ورسی. هم خپل عزت خوندی کړی او هم امیر خوشاله کړی. خانانو ورته وویل چی دوی به مجلس سره وکړی او نتیجه به ورته ووایی. دوی په خپل خصوصی مجلس کی سره وویل چی که د نایب الحکومه غوښتنه ونه منی او مرسته ورسره ونه کړی او د غلجیو ښورښ هم ډېر ژر وځپل سی نو ګواکی د امیر دښمنی یې واخیستله. نو دوی سره ومنله چی د نایب الحکومه د غوښتنی د منلو څخه چاره نه لرو؛ ټول به د عسکرو په جمع کولو او را ټولولو لګیا سو او وبه ګورو چی څه پېښېږی. محمداعظم خان او عبدالله خان الکوزی جلدک او ترنک ته، چی الکوزی پکښی اوسېدل، خپل سړی واستول. د یحیی خان پوپلزی زوی فتح محمد خان پخپله کاریز او نیش ته ولاړ او نور خانان هر یو خپلو کلیو ته ولاړل. نایب الحکومه ژمنه کړې ده چی هرکله د دوی سړی د هوتکو سیمی ته ورسېدل نو خرڅ خوراک به ورته حواله کړی؛ البته تر هغه مخکی یې نه سی ورته حواله کولای. هغه کتاب ص ۱۴۴

سړی دا نه سی منلای چی امیر به له غلجیو او یا له هزاره ګانو سره خاصه دښمنی درلوده. ځکه یو پاچا نه سی کولای چی د خپل اولس سره په لوی لاس دښمنی وکړی او حکومت هم ورباندی وکړی. البته شرایط داسی راغلل چی غلجیو، چی اکثریت یې مالدارول، د مالیاتو له ورکولو او یا مالیاتو ل زیاتېدلو سره مقاومت وکړ. امیر، د خپل طبیعت او فطرت سره سم، د زور څخه کار واخیست. غلجیانو د خپل مال، سر او ناموس څخه د دفاع لپاره وسلې ته لاس واچاوه. امیر پر غلجیو باندی اعتماد له لاسه ورکړ او درانی قبایل یې، چی له غلجیو سره یې پخوانی دښمنی درلوده، مرستی ته را وبلل.

امیر، د خپل فطرت سره سم، د غلجیو په مقابل کی د هیڅ قسم وحشت او ظلم څخه مخ وانه ړاوه. په ګرشک کی یې هغه اته لس تنه اندړ چی په بندیخانه کی ناست ول، بېله هیڅه اعدام کړل؛ که څه هم چی څوارلسو تنو یې ویل چی دوی اصلا د کندهار دی او د خپلو نورو اندړو سره د اختلاف په وجه ګرشک ته راغلی دی. مګر دا یې قواله په چا یې منې؟ امیر د خپلو شلو نورو عسکرو څخه  چی د اندړو د قبیلې وه د بې اعتمادی په وجه وسلې واخیستلې او رخصت یې کړل، مګر د کندهار نایب الحکومه هغوی ټول بندیان کړل. هغه کتاب ص ۱۹۷

کله چی د معروف او ارغسان اوسېدونکو هوتکو جنرال محمدعیسی خان په جنګ کی وواژه نو له خلکو سره وېره پیدا سوه چی هوتک به معروف او ارغسان ونیسی؛ د کندهار نایب الحکومه د هغوی د ځپلو لپاره نورمحمدخان اڅکزی ته وظیفه ورکړه چی اڅکزی ځوانان راغونډ او د هوتکو جنګ ته یې ولېږی. هغه کتاب ص ۱۳۴

خبره بالاخره دې ځای ته ورسېده چی د کندهار نایب الحکومه خپلو ځینو مامورینو ته په دربار کی وویل چی زه فکر کوم غلجیان زموږ څخه د ښو تمه نه لری او موږ هم پر دوی باندی په هیڅ توګه اعتماد نه سو کولای. زما په عقیده غلجیان ملامت نه دی ځکه چی موږ بېحده زیات ظلمونه ورباندی کړی دی. هغه کتاب ص ۱۲۳

یا د امیر غلطو پالیسیو او یا حالاتو داسی شرایط منځته راوړل چی د پښتنو  دا دوې لویی قبیلې ، چی په پېړیو یې د یوه بل په څنګ کی ژوند کړی وو، داسی سره ولوېدلې چی د یوه بل په مقابل کی یې وسلو ته لاس کړ او ګټه یې د پښتنو دښمنانو ته ورسېده. دا دښمنی بالاخره دې سرحد ته ورسېده چی ځینو درانیو غلجیانو ته د کفارو خطاب وکړ. د ابوبکر په نوم یوه درانی ملا یو کال مخکی خپله یوه لور د حاجی دلاور په نوم یوه غلجی ته واده کړې وه. ملا ابوبکر غوښتل چی حاجی دلاور د هغه لور طلاقه کړی ځکه چی هغه غلجی وو. د طالبانو، چی اکثریت یې درانی ملېشه ول، او منظمو عسکرو ترمنځ څو ځله جنګونه وسول ځکه چی طالبانو ویل غلجیان کافران دی او له هغوی سره د درانیو د ښځو نکاح شرعا ناروا ده او غلجیان باید ټولی درانی ښځی طلاقی کړی. هغه کتاب ص ۱۶

د امیر عبدالرحمن خان د قدرت په وخت کی عصری پوځ او اداره منځته راغله، د خانانو او ملکانو، چی د ده په قول هر یوه ځانته پاچا وایه، قدرتونه وځپل سول. یوموټی افغانستان، چی تر دغه وخته یې چندانی درک نه درلود، منځته راغی. خو د افغانستان اولسونه، په تېره بیا پښتانه په فرهنګی لحاظ یو قرن شاته پاته سول او د هغه بېحده ظالمانه او سختو پالیسیو د خلکو روحیات او معنویات، چی یو ملت په هر وخت کی ضرورت ورته لری، د پېړیو لپاره وځپل.

امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د تاریخ تر ټولو مستبد پاچا تېر سوی دی. هغه ښایی د خپل استبداد لپاره په ځینو وختونو کی قوی یا کمزوری دلیل درلود خو زیاتره وختونه یې پرته له هیڅ دلیله خلکو ته ډېری درندې سزاوی ورکولې. د هغه له وېری هیچا د آرامی خوب نه سو کولای؛ خو څرنګه چی دی پوهېدی چی پر خلکو یې ظلمونه کړی دی نو ده هم د انتقام له وېری خوب نه درلود. هره شپه له دوو ډکو توپنچو سره ویده کېدی. حتی د شپې یې چندانی خوب نه سو کولای. او د یوه تاریخ لیکونکی په قول امیرځکه د شپې نه ویده کېدی چی پر هر چا بې اعتماده وو او په دې پوهېدی چی دسیسې ټولی د شپې جوړېږی.هغه پخپلو خاطراتو کی وایی چی کرۍ شپه خلک کتابونه راته لولی او ما په بستر کی غوږ ورته نیولی وی. دا چی د عمر په وروستیو کلونو کی په میاشت کی یو ځل هم حرم ته نه سو تللای یو علت یې دا وو چی د شپې یې خوب نه درلود، او مجبور وو چی کرۍ شپه په دربار کی په ویښه پر کټ باندی تېره کړی.

امیر له ډېرو کمزورو او بې آزارو خلکو څخه هم وېرېدی او له منځه یې وړل. د امیر دغه، د ناروغی تر سرحده، وېری له هغه څخه لړم جوړ کړی وو او د خلکو کړول او وژل یې عادت ګرځېدلی وو. امیر ته رپوټ ورسېدی چی د کندهار یو اوسېدونکی فیض الله د سردار ایوب خان د یوه دوست او ملګری میربادشاه له خپلوانو څخه دی او یوه ورځ ښایی کومه ناوړه پېښه منځته راوړی. فیض الله یې امیر ته راووست او هغه سمدستی پوښتنه ورڅخه وکړه چی دغه اوسنی حکومت دی خوښ دی کنه؟ هغه په جواب کی ورته وویل چی ستا تخت دی خدای پر قراره لری، زه ډېر خوشاله یم. امیر ورته وویل چی که ایوب خان دا پاچهی ونیسی نو ته به ښې مېلې وکړې. سړی ورته وویل چی موږ غریب خلک یو پر موږ باندی ستا او د ایوب خان څه فرق دی. موږ له هغه سره هیڅ ډول اړه او ارتباط نه لرو. امیر وویل چی دا د ایوب خان ملګری دی؛ مګر په ظاهره هیڅ نه وایی. دی هغه ځای ته واستوی چی د ایوب خان نور دوستان پکښی اوسېږی. امیر حکم وکړ چی په سیاه چاه کی یې واچوی او  ټوله شته منی یې ضبط کړی. د امیر حکم په هغه ګړی عملی سو. د کندهار مکتوبونه اووم جلد ص ۱۱۵

امیر حتی له خپل زوی حبیب الله څخه، چی په خپل ژوند کی یې د پاچهی ډېر زیات اختیارات ورسپارلی او د ژوند ټول نعمتونه یې ورباندی پېرزو کړی وه، وېرېدی، او بشپړ اعتماد یې نه سو ورباندی کولای.

د ۱۸۹۶ کال د مارچ پر څلورمه، سردار حبیب الله خان د امیرخصوصی دربار ته ورغی او هغه ته یې وویل چی ما ته حکم سوی دی چی د حکومتی چارو لپاره جلال آباد ته ولاړ سم او نصرالله جان باید کندهار ته ولاړ سی. موږ غواړو پوه سو چی کله روان سو، څو د سفر توښه او ترتیب برابر کړو. امیر عصبی سو او له غوسې څخه په ډک آواز یې ورته وویل چی تاسی ټول زما څخه تښتی او ماته داسی ښکاری چی زما په حکومت خوشاله نه یاست او غواړی پخپله حکومت وکړی. سردار د امیر د خبرو د اورېدلو سره سمدستی د هغه په مخ کی پر مځکه پرېوتی؛ په داسی حال کی چی سر ترنوکه رېږدېدی، امیر ته یې وویل چی موږ ټول ستاسی غلامان یو. موږ دا قدرت نه لرو چی په ذهن کی داسی خیالات را وګرځوو. امیر شاغاسی ته امر وکړ چی سردار د مځکی څخه پورته کړی. شاغاسی سردار له مځکی څخه پورته کړ او امیر، سردار حبیب الله ته وویل چی زه نور په تاسی هیڅ اعتماد نه لرم. تاسی خپل پاچا ډېر سخت په غوسه کړی دی. سردار یو ځل بیا پر مځکه پرېووت او امیر ته یې وویل چی که به می په زړه کی داسی خیالات را ګرځېدلی وی خدای دی د مرګ په وخت کی زما مخ د سپی په شان کړی. خدای دی د قیامت په ورځ ما د پیغمبر له شفاعت څخه محروم کړی. په پای کی امیر هغه له مځکی څخه پورته کړ او اوښکی یې ورپاکی کړې او ورته وې ویل چی ځه خپل ځای ته ولاړ سه. سردار وویل چی که ته زما په باره کی داسی فکر کوې چی مخکی دی وویل نو زما غوښتنه دا ده چی ستا په مخ کی په پرته توپنچه می ووله، ځکه چی خدای دی د پاچا دښمنان یوه شېبه نور ژوندی نه پرېږدی. امیر هغه په غېږ کی ونیوی او ورته وې ویل چی زه نه غواړم ته زما څخه لیری سې. سردار ته یې له دربار څخه د وتلو اجازه ورکړه او په خپلو حکومتی چارو بوخت سو. هغه کتاب ص ۱۰۵

امیر عبدالرحمن خان پخپله هم په دې پوهېدی چی د بېحده زیاتو ظلمونو له امله به د خلکو نفرت ورڅخه کېږی. یوه ورځ یې په دې اړه حتی له خپل پیشخدمت محمدالله بېګ څخه پوښتنه وکړه چی خلک زما په باره کی څه فکر کوی؟ هغه ورته وویل چی موږ خو له سهاره تر ماښامه د خپل امیر په خدمت کی ولاړ یو، نه مو له خلکو پوښتنه کړې ده او نه مو وخت پیدا کړی دی. امیر ورته وویل زه پوهېږم چی خلک زما څخه سخت ناراض دی، مګر تر هغه وخته پوری چی د خدای رضا وی ما ته هیڅوک تاوان نه سی رسولای. زما د سخت سلوک له برکته خزانه ډکه ده.د لوی پوځ په زور می یاغیان ټول ځپلی دی. زه آرزو لرم چی ډېر وخت نور هم پاچهی وکړم. حاضرینو ټولو امیر ته د اوږده عمر دعا وکړه او د هغه د لیاقت او زړه ورتوب ستاینه یې وکړه. هغه کتاب ص ۱۴۴

یو شی چی امیر د عمر ترپایه لاس ورڅخه وانه خیست هغه د جهاد تبلیغ وو. امیر په دې تبلیغ سره هم د برټانوی حکومت ته اندېښنه پیدا کړې وه او هم د افغانستان خلک نه پوهېدل چی امیر بالاخره د چا سره جهاد کوی. البته کله چی د وزیرو مشهور مجاهد ملاپوونده د خپلو تقریبا څلور زره وزیرو مجاهدینو سره کابل ته راغی او له امیر څخه یې د انګرېزانو په مقابل کی  د وسلو او پیسو غوښتنه وکړه امیر په جواب کی ورته وویل چی د ملاپوونده لپاره خپل انګرېز دوستان نه سی خپله کولای او هغه یې د افغانستان له خاوری څخه وتلو ته مجبور کړ.

امیر ځکه د جهاد نارې وهلې چی ډېرو ملایانو، په تېره بیا ملا مشک عالم او د هغه له وفات څخه وروسته د هغه زوی ملاعبدالکریم او په کندهار او نورو سیمو کی ملایانو امیر د انګرېزانو نوکر او کافر باله. امیر نه غوښتل چی څوک یې د انګرېزانو ګوډاګی وبولی. دې نامه هم د هغه د واکمنی قانونیت او مشروعیت ته صدمه رسوله او هم د ده خپل شخصی غرور او خودخواهی زغملای نه سو. کله کله به یې د برټانوی هند تر کنترول لاندی سیمو په چارو کی لاس وهنه کوله او وایسرا به یې خپه کړ. کله کله به یې د یوه مستقل پاچا سره د معادلو حقوقو او حیثیت غوښتنه کوله؛ په داسی حال کی چی له انګرېزانو څخه یې کلنی مستمری او نوری مرستی تر لاسه کولې. انګرېزانو هم د امیر دوستی او راضی ساتلو ته ضرورت درلود. ځکه چی په پښتنی سیمو کی د امیر لاس وهنی هغوی ته سخته صدمه رسوله او د امیر نسکورېدلو په سیمه کی تازه ستونزی ورته پیدا کولې.

د برټانوی هند د پوځی قواووعمومی قوماندان لارډ رابرټس، چی په برټانوی ادبیاتو کی د کندهار د لارډ رابرټس په نوم مشهور دی، او امیر لارډ کرزن ته ویلی وه چی هغه باید د افغانستان د بېګناه انسانانو د ناحقه وژلو په تور محاکمه سی، له امیر څخه ډېر زیات ګیله من دی او لیکی« یوه له هغو موضوعاتو څخه چی په اوس وخت کی یې د حکومت ډېره زیاته توجه ور اړولې ده هغه زموږ سره د افغانستان د واکمن غیر دوستانه سلوک دی. داسی ښکاری چی عبدالرحمن خان دا خبره په بشپړه توګه هېره کړې وی چی هغه زموږ د هر څه پوروړی دی. که زموږمرستی، بېدرېغه پیسې او وسلې او مهمات نه وای نه به یې د کابل تخت نیولی او نه به یې ساتلی وای. که موږ دا مرستی له امیر شېرعلی خان سره کړی وای هغه به زموږ ډېر ټینګ دوست وای. مګر موږ له هغه سره دښمنی را واخیستله او په مقابل کی مو له امیر عبدالرحمن خان سره مرستو ته زور ورکړ. موږ په حقیقت کی له ده څخه بېخی لویه بلا جوړه کړه او اوس مو له کنټروله وتلی دی. دی چی زموږ صبر اوحوصلې ته ګوری فکر کوی چی موږ کمزوری یو، او فکر کوی چی ډېر زورور او ډېر زیات مهم دی. ده خپل ځان د اېران له پاچا سره برابر باله او له دې امله یې ډېره خوا بده وه چی ولی د ملکې له وزیرانو سره د مستقیم تماس نیولو اجازه نه ورکوله کېږی…» لارډ رابرټس ص ۵۳۹

امیر ته هم د افغانستان حساس موقعیت، هم د انګرېزانو او روسانو پوځی طاقتونه او هم خپل زور معلوم وو. هغه انګرېزان داسی نه خوابدی کول چی د ده د نسکورولو لپاره دسیسې وکړی او دومره یې هم ځان نه ورنیژدې کاوه چی څوک یې کافر وبولی. هغه به کله کله په عام دربار کی د انګرېزانو په دوستی افتخار کاوه. په دې توګه به یې هم خپل رقیبان او سیالان وبېرول او هم به یې انګرېزان خوشاله کړل.

امیر یو ځل د کندهار د غلجیو د وېرولو لپاره د هغه ښار نایب الحکومه سردار نورمحمدخان ته داسی اعلان واستاوه چی هم یې د انګرېزانو سره خپله دوستی پکښی څرګنده کړې او هم یې د ده په خیال یاغی غلجی وېرولی او په ضمن کی یې د انګرېزانو له احتمالی مرستی څخه نا هیلی کړی ول. د انګرېزانو خبریال د مکتوب په حواله لیکی چی امیر په دې اعلان کی ویلی وه چی انګرېزانو د هغه سره د مرستی او د داخلی او خارجی دښمنانو په مقابل کی د دفاع لپاره د سرحد په بېلو بېلو سیمو کی خپلی قواوی تیارسی کړی دی او چی د افغانستان امیر یې په هر ځای کی وغواړی هلته به ورځی او په عملیاتو به پیل کوی. امیر لیکلی دی چی که څه هم چی زه پر خپلو دښمنانو غښتلی یم او د برټانیې پوځی مرستی ته به ضرورت پیدا نه سی خو د برټانیې پوځیان د دې لپاره هم تیارسی سوی دی چی هسی نه روسیه زما په وطن کی له ناکراریو څخه ګټه واخلی او پر افغانستان باندی حمله وکړی. ځکه چی روسان به داسی فکر وکړی چی غلجیو خپل پاچا، دین او وطن ټول پرې ایښی دی. د کندهار مکتوبونه دریم ټوک ص ۱۹۰

امیر عبدالرحمن خان، تر هر څه مخکی، هغه خانان او د مجاهدینو مشران له منځه یوړل چی د انګرېزانو او افغانانو په دوهم جنګ کی یې توره کړې وه. امیر د هغوی له محبوبیت څخه ډارېدی او دهغوی په وژلو سره یې هم د خپل قدرت په مقابل کی احتمالی خطرونه له منځه یووړل او هم یې خپل متحدین انګرېزان خوشاله کړل. امیر عبدالرحمن خان د غازی محمدجان خان وردګ، عصمت الله خان جبارخېل او باچا ګل په څېر مجاهدین له منځه یوړل او د ملا مشک عالم د له منځه وړلو لپاره یې خپل ټول وس تمام کړ. دا چی ولی د پښتو ژبی په منظومو ادبیاتو کی د دې پېښو انعکاس نه ښکاری یو علت یې دا کېدلای سی چی د امیر عبدالرحمن خان له وېری به چا د دې پېښو په باره کی د څه لیکلو جرأت نه وی کړی. د انګرېزانو په مقابل کی د لویو جنګیالیو مشرانو د له منځه وړل کېدلو په باره کی موږ ته یوه نیمه فوکلوری سندره راپاته ده چی د هغې ثبت هم د جم ډارمسټټر د همت برکت دی، کنه نو دا سندری به مو هم نه درلودلای. د پښتنخوا د شعر هاروبهار کی د محمدجان خان وردګ یادونه په دریو فوکلوری سندرو کی سوې ده چی په یوه کی یې د امیر عبدالرحمن خان څخه ګیله غوندی سوې ده او د نورو مجاهدینو نومونه هم ورسره یادوی:

محمدجان خان غازی شهید له دنیا تېر شه نه

مړ که امیر په ټګی ګیر شه نه

محمدجان خان چی توره وکړه په اول باندی

عرض یې وکړ په پردی خپل باندی

عبدالرحمن سردار چی کښېناست په کابل باندی

ورک شه باور اوس یو په بل باندی

هردم چپاوکه میربچه او باچا ګل باندی

وژنی غازیان ډېر په زلزل باندی

زه غریبی په زړه زخمی جاری می شعر شه نه

مړ که امیر په ټګی ګیر شه نه

غریبی ساکن بټی کوټ علاقه ننګرهر

د پښتونخوا د شعر هارو بهار ص ۵۷

      ماخذونه

۱: عبدالرحمن خان، امیر. تاج التواریخ ( سفرنامه و خاطرات امیر عبدالرحمن خان و تاریخ افغانستان)، به کوشش ایرج افشار سیستانی. تهران، ۱۳۶۹ هجری شمسی.

۲: غبار، میرغلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ. کابل افغانستان، دولتی مطبعه. ۱۳۴۶(۱۹۶۷)

۳: ډارمسټټر، جم. د پښتنخوا د شعر هاروبهار. پښتو ټولنه ۱۳۵۶

۴: Macmun, LT. General Sir George. Afghanistan from Darius to Amanullah. Second book 1978 Pakistan.

۵: Gregorian, Vartan. The Emergence of Modern Afghanistan. Stanford, California. 1979.

۶: Kandahar Newsletters from a year 1883 to a year 1905. A set of 10 volumes. Reprinted by Gosha-E- Adab, Jinnah Road, Quetta Pakistan.1990

۷: Lord Roberts of Kandahar. Forty one Years in India. London 1898