کور / کتابتون - تاريخ او سياست / لراوبر کتابتون: {لوی درواغ} نومي اثر پر لیکه سو

لراوبر کتابتون: {لوی درواغ} نومي اثر پر لیکه سو

د ساینس او پوهې له پرمختګ سره نړۍ کوچنۍ شوې او د  (Global Village) نظریه لاپیاوړې شوې  ده. په اوسني (متمدنه) نړۍ کې د ځواک ریښه او سرچینه په پوځي ځواک، پیاوړی اقتصاد او د رسنيو په برلاسي کې نغښتې ده. په اوسنئ نړۍ کې هره پېښه او هره خبره سمدلاسه په څو شېبو کې په ګرده نړۍ کې د راډیو، تلویزیون او انټرنټ له لارې په ژوندی بڼه خپرېږي. اوسنئ نړۍ د رسنیو نړۍ ده چې د رواني او تبلیغاتي جګړو ښه ذرایع بلل کېږي. هر هېواد هڅه کوي چې خپلو ګټو او غوښتنو ته اخلاقي او قانوني بڼه ورکړي او هر خبر د خپلې سیاسي تګلارې په رڼا کې خپور کړي. جالبه دا ده چې خبر یو وي؛ خو د هر هېواد د رسنیو د خپرولو یا وړاندې کولو طرز  بېلابېل وي.

د نړۍ د سیاسی چارو شنونکي او کارپوهان د سپتمبر د یوولسمې د پېښې په اړه متضاد لیدونه او اندونه لري. په دې اړه ډېرې شننې او څېړنې ترسره شوي، او ډېر څه ویل شوي او لیکل شوي دي. په دې ترڅ کې د تکړه فرانسوي ژورنالیست او سیاسي کارپوه تیري میسان (Thierry Meyssan) کتاب (ستر درواغ) (L’Effroyable imposture) چې په کال ۲۰۰۲ م کې، په فرانسه کې خپور شوی دی ځانګړی ځای او د پام وړ معلومات لري. دا څېړنیز کتاب د خپل ځانګړی ارزښت او اهمیتد بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !


د كتاب نوم                                   لــــوى درواغ!
¬ليكوال                                       تېرى ميسان
د چاپ كال :                                    2002 – پاريس
ژباړن                                           محمد حامد حيدرزى
د پښتو ژباړې چاپ                           2011  – مارچ (لومړى)
كمپوز:                                          محمد جاويد حيدرزى
د پښتۍ طرحه او انلاين چاري :             مختار احمد احسان  – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون
                                                                     www.Larawbar.net


د کتاب  د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ   د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ  size = 1.5 MB


 يادونه ::: دا  کتاب د pdf  په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !