کور / تازه خبرونه / مانسهره کې ۲۵ شیعه ګان وژل شوي

مانسهره کې ۲۵ شیعه ګان وژل شوي

پېښور:د خیبرپښتونخوا په مانسهره کې د فرقه یزو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي چې شیعه مسلمانان وو.دغو کسانو له راولپنډۍ نه ګېلګیت ته په یوه بس کې سفر کاوۀ چې وسله والو په زوره راکوز کړل او بیا يې ووژل د پولیسو په وینا د وژل شویو کسانو د جامو او صندقونو نه داسې ښکاري چې دوی د اختر لمانځلو لپاره خپلو کورونو ته تلل. د وژل شویو کسانو عمرونه د ۲۵ نه تر ۳۰ کلنو پورې دي. خو په کې کومه ښځینه نشته.
چارواکي وایي ټول دغه کسان له دریو موټرو راکوز کړل شوي دي او د کلاشینکوف او نورو ورته وسلو په ډزو وژل شوي.ویل کېږي چې د پېښې ځای د مانسهرې ښار نه څو ساعته لرې دی نو له همدې کبله روغتون ته د مړو راوړل به ډیر وخت ونیسي.په پاکستان کې رسنۍ وايي چې وسله والو بريدکوونکو د پوځ جامې اغوستې وې.په وروستیو کلونو کې د فرقه یزو بریدونو له امله سلګونه پاکستانیان وژل شوي دي.داسې رپوټونه هم تر لاسه شوي چې د وژلو نه دمخه بریدګرو ددغو کسانو د پېژندنې کارتونه کتلي ووسږکال د فبروري په میاشت کې په فرقه یزو بریدونو کې وسله والو کسانو د کوهستان په شمالي سیمه کې لږ تر لږ ۱۸ د بس مسافر چې ټول شیعه ګان وو ووژل. او په سپتمبر کې د لشکرې جنګوي وسله والو یو بس ودراوه او ۲۶ شیعه زیارت کوونکي چې په بس کې بلوچستان ته روان وو ووژل.داسې رپوټونه هم تر لاسه شوي چې د وژلو نه دمخه بریدګرو ددغو کسانو د پېژندنې کارتونه کتلي وو چې شیعه ګان له نور بیل کړي.ډېری بریدونه په شمالي سیمو او بلوچستان کې تر سره شوي دي.شیعه ګان او د لږکیو نورې ټولنې وایي هغه خلک چې د داسې تاوتریخوالي تر شا دي ډير نه نیول کېږي او یا ورته سزا نه ورکول کېږيدا برید په داسې حال کې تر سره کېږي چې نن (د اګست ۱۶ مه) پلازمېنې اسلام آباد ته څېرمه د کامره سیمې پر منهاس پوځي هوايي اډې یو شمېر وسله والوچې په لاسي بمونو، درنو او سپکو وسلو سمبال وو او ځانمرګي واسکټونه یې هم پر ځان وو یو لړ بریدونه وکړل.په هغه بريد کې هم چې پړه يې د پاکستان د طالبانو غورځنگ منلې ده بريدکوونکو پوځي جامې اغوستې وې.