کور / نثر / څوشیبې له استادمعصوم هوتک سره

څوشیبې له استادمعصوم هوتک سره

دذهن له تا خانوڅخه
(څوشیبې له استادمعصوم هوتک سره)

دادی بیا په سویدن کې مالمومیشتوفرهنګیانودخپلوهمیشنیوفرهنګي هڅوپه لړکې،دوطن د دوو نوموتوو حقداره عالمانواواستادانو(کیمیا پوه،پوهاند دکتورخیرمحمدماموند اولیکوال،شاعراوڅیړونکی،استاد معصوم هوتک) دعلمي فرهنګي کارونو د درناوي اوهڅونې په خاطر،د ۲۰۱۲ کال دسپتمبرپه اتمه نیټه،په مالموښارکې علمي غونډه جوړوي.په همدې مناسبت،زه دمعصوم هوتک په باب په خپل ذهن کې دپرتو ویدو یادداشتونو،یوڅوګرد وهلې پاڼې سره اړوم اوانځوریې ستاسومخې ته ږدم.

اوس هسې خوب اوخیال راته ښکاریږي چې تباشیر،تخته،تخته پاک،ټولګی،زده کوونکي،استادان،پوهنځی،پوهنتون او… رایادوم.ټول یاد شیان او ورسره تړلي کسان اوهغه شرایط لاړل پردي شول.

پرکابل ښاراوکابل پوهنتون باندې داوردسیلاوپه راتګ سره مې،په ۱۹۹۲کال کې کله چې په لمدوسترګوپوهنتون سره مخه ښه کوله،کتل مې چې پوهنتون کې څه نه ووپاتې،تون زخمي زخمي خپلوټپونوته اوښکې تویولې اوپوهه ورنه مروره،لکه زخمي کوتره الوتلې وه.

دا وخت ګران کابل پوهنتون دوحدتي وحشیانوترولکې لاندې سلګۍ وهلې،داستاد اوشاګردپه ځای څڼیوروحشي ټوپکیان ګرځیدل اودتباشراوقلم په ځای دټوپک شپیلۍ غږیده.نوروپوهنځیوته مې دایله جاري وحشیانوله ډاره سر ورښکاره نه شوکړای چې په باب یې څه ووایم،خودادبیاتوپوهنځي دروسي څانګې لابراتوارچې اوسپنیزې پنجرې یې درلودلې،په زندان بدل شوي و،وحدتي وحشیانوخپل اسیران په کې ساتل.داوروستـــی ځـــل وچـــې مــــا پــــه کــابـــل پـــوهــنـتـون کــې له خپل دفتر،دکارمیز،کتابونو،یادداشتونواودپوهنتون له زخمي بدن سره په پټه خوله مخه ښه وکړه،دوتلو په وخت کې مې څوځلې په غلا اوډار سره شاته ور وکتل او …

له پوهنتون څخه مې یوازې قلم، کاغذ اویوڅوسوې،تورې سپینې،رنګینې،دردونکې ترخې خوږې خاطرې له ځان سره راوایستلې،چې په رایادولویې کله اوښکې تویوم اوکله خوند ورنه اخلم.

دقلم اوکاغذ به تل ترتله پور وړی یم چې په هرحالت اوهرځای کې راسره وي،غم کې اوښادۍ کې،خپل اوپردي چاپیریال کې،په هره خوا يې چې اړوم،څه نه راته وايي،رڼې رڼې راته ګوري،په خوښۍ کې راسره خاندي اوپه غمونوکې اوښکې راسره تویوي اوپه پټه خوله،لکه اسیرشوی سرتیری،قدم راسره اوچتوي.که په خپلوغمونودکاغذ سپین مخ توروم،اوکه دقلم سرورغوڅوم؛دواړه کله راسره خاندي اوکله مې غمونواوپردیسۍ ته اوښکې تویوي اودسوي زخمي زړه حالت مې تل پاتې کوي.دا دی بیا دذهن له تا خانو نه یوڅویادونه دقلم په وینودکاغذ پرسپین مخ انځورم.دا معصوم یادونه دي ،دمعصوم هوتک یادونه،دده دپوهنتوني کیدولنډ یاد اودده دعلمي ــ فرهنګي هڅولنډ جاج.

دمعصوم هوتک په باب داوس له پاره چې زه څه وایم،دکومې مرجع،منبع،مآخذ یا ریفرینس په حواله یې نه وایم،بلکې دځان له خوا یې وایم،یعنې څه چې وایم،دخپلو سترګو دلیدلي حا ل په توګه یې وایم.

معصوم هوتک دژوند په اږدوکې دعلم درویزګرپاتې شوی دی اودعلم دزدکړې له پاره یې څودروازې ډبولې دي.ښوونځي ته تللی،بیا دکابل پوهنتون دحقوقوپوهنځي په وره ورننوتلی دی،ورپسې دعلم دخیرغوښتنې په دریزه پسې پولیتخنیک ته ورغلی،بیا دارالمعلمین،ورپسې دساینس پوهنځی،بیادکابل پوهنتون دادبیاتوپوهنځی کې او اوس په خپل کورکې دخپل کاردمیزترشا،اوهیڅ کله په دې لاره کې نه دی ستړی شوی.اوزه هم دهمدې لارې په اوږدوکې ورسره آشنا شوی یم.

مادلومړي ځل له پاره معصوم هوتک په یوه معصوم اومقدس ځای کې ولید،په پوهنتون کې،په ټولګي کې.نه دښوونکي په توګه،بلکې دزدکوونکي په ډول.

خبره زما دژوند هغه وخت ته ورګرځي چې په کابل پوهنتون ادبیاتوپوهنځي کې د۱۳۶۰کال په ساړه ژمي کې زه داسیستانت په توګه ومنل شوم.له هغه وخته څه موده وروسته دځوانواستادانوپه ډیراوپرله پسې ټینګار سره علامه رشاد داومنله چې بیا دتدریس له پاره ادبیاتوپوهنځي ته راشي.په هغې موده کې چې ده تدریس کاوه،ډیری ځوان استادان به له استاد نه دعلمي لا زدکړو په خاطر په ډلیزه توګه تولګي ته ورسره تلل اوداویاړماته هم راپه برخه شوی و.

وخت دبریښنا په چټکۍ تیریده.یوه ورځ مهربان علامه،وروسته له درس نه د چای غوښتنه رانه وکړه،دچای څکلودپنډارپه ترڅ کې یې را یاده کړه چې په دغوځانګړنویوڅوک دزدکړو ددوام له پاره راځي او…

اوښه مې په یاد دي چې یوه ورځ په ټولګي څنګه یوبا تجربه،با مطالعه دلويې اوپراخې حوصلې خاوند استاد،دیوعاجز شاګردپه رول کې دعادي شاګردانوپه لیکه ناست و،هرڅه ته یې غوږنیولی و،خوهیڅ یې هم نه ویل.

ما معصوم هوتک سره هغه وخت ولیدل او وپیژندل چې زما دلازدکړودمنډو کلونه وو،نوی اسیستانت شوی وم،يوه پښه په ټولګي کې،بل قدم په کتابتون کې؛یوه منډه تر رشاد پورې،بله تر روهي پورې اوبله پښه مې تر رادیوافغانستان پورې،بیا دمجلواو ورځپاڼوترچلونکوپورې.زما اوهوتک لیده کاته اوخبرې ډیرځلې په همدې زماني واټن کې په تولګي کې ترسره شوي دي.

معصوم هوتک له عادي محصلینوسره ډیرتوپیردرلود،دی له ډیرې تجربې مطالعې اوعلمي ذخیرې سره پوهنتون ته راغلی و،کله به یې چې له چانه په ټولګي یا مجلس کې ناسمه خبره یا ناسم مالومات واوریده اوتیروتنه به یې ولیدله،څه به یې نه ویل،خوپه مناسب وخت اوځای کې به یې په ډیر احترام سره موضوع مطرح کوله،نیغ په نیغه به یې تیروتنې ته اشاره نه کوله،په نرمه اوخوږه ژبه به یې یاده کړه چې:

که دا خبره داسې وشی ښه به وي.

که داسې نه،داسې وویل شي،اغیز به بې ډیر وي.

دا موضوع که داسې توضیح شي زده کونکي ښه ورباندې پوهیږي او…

له هغې ورځې چې ما معصوم هوتک لیدلی اوپیژندلی دی،آثار،مقالې اوشعرونه مې یې لوستلي دي،په علمي فرهنګي ساحه کې تراوسه پورې دده فعالیتونه زه به دغوبرخرویشم:

ــ باالمقطع اجیرمامورهوتک(په دې موده کې یې ژباړې سره له دې چې فرمایشي اورسمي وې،خودډیرعلمې ارزښت درلودونکې هم وې.)

ــ ژباړن هوتک (علمي اودده دانتخاب اوخوښې وړ ژباړې چې دډیرځلې یې دخپلوڅیړنیزوآثاروپه لړکې استفاده ورنه کړې ده.)

ــ شاعراوهستونکی هوتک (هستونې یې په څوڅوشعري ټولګو کې چاپ شوي دي)

ــ څیړونکی اوعالم هوتک (څیړنیزې مقالې اوآثارچې په عام ډول یې دافغانستان دفرهنګ اوادبیاتواوپه خاص ډول یې دپښتني فرهنګ،تاریخ اوادبیاتوډیرتیاره ګوټونه رڼا کړي دي)

ــ ښوونکی اواستاد هوتک (لومړی په ښوونځیوکې دښوونکي په ډول دوطن داولاد روزنه اوبیا دکابل پوهنتون په ادبیاتوپوهنځي کې داستاد په توګه دده منل کیدل)

دزمانې نادودواودوخت ډیر تیریدلو یې زما له ذهن نه تاریخ هیرکړی دی،خودامې ښه په یاد دي چې دکابل پوهنتنون دادبیاتوپوهنځي دپښتوڅانګې علمي غونډې ــ چې زه یې هم غړی وم ــ پریکړه وکړه چې معصوم هوتک دې ددې څانګې په علمي کدرکې ومنل شي،دا چې لوړومقاماتوبیا دڅه له پاره څه وکړل،دا نویوازې خدای پوهیږي اودهغه وخت په پوهنتون کې مقامات.

ترهغه ځایه چې زه په علمي ډګرکې هوتک پیژنم،په ده باورلرم.دده په تحقیق،مطالعې،علمي ذخیرې،حوصله افزايي،آثاروته لاس رسی،له نوموتوپوهانوسره یې پیژنګلوي اواړیکې؛په عامه توګه له افغاني اوپه خاصه توګه له پښتني ادب،فرهنګ،له خلکواووطن سره ژوره مینه اوزړه سوی یې ماته مالوم دی؛په همدې بنا زه بارو لرم چې په علمي فرهنګي ډګرکې به ډیرې لاسته راوړنې ولري.اوس اوپه راتلونکې کې دډیروسترګې ده ته وراوړي.

په افغانستان کې دڅودیرش کلنوڅواړخیزه ورانیوپه لړ کې تباه کونکی ورانی دافغانستان دڅوزره کلن فرهنګ دڅلي زیانمنیدل دي.هغه څوک چې دا دفرهنګ زیانمن شوی څلی بیرته جوړوي،دهمدې وطن بچیان،ملي اوفرهنګي شخصیتونه دي،چې یوپه کې معصوم هوتک دی.

دمعصوم هوتک آثارو اومقالوته که جدي پاملرنه وشي،په فهرست اوموادوکې یې داسې مسایلو ته ځای ورکړل شوی دی چې دنوي نسل له پاره په کافي اندازه دزدکړې مسایل اومواد شته،یعنې دده په آثاروکې دکار وړموضوعاتوته پاملرنه کیږي.

داوسنۍ تکنالوژۍ دپرمختګ له برکته،نړۍ په یوه کلي بدله شوې لارې لنډې شوې دي اوله هرڅه نه انسانان ډیر ژر خبریږي؛خوزموږپه مخ کې غرونه غرونه ستونزې پرتې دي چې دلایل یې زموږدهیواد اوخلکوپه سیاسي،اقتصادي اورواني وران ویجاړحالت کې ژورې ریښې لري.دهمدې دلایلوپربناویلی شم:په اوسنیوشرایطواوحالاتوکې،دیوادیب،شاعر،لیکوال اومحقق پرژوند،آثارو،افکارواشعارو،تخلیقي اوتحقیقي فعالیتونوباندې هراړخیزه څیړنه زما له نظره یوڅه ستونزمنه ده.یوخودهر انسان په افکارو،کارونواوژوند کې دژوروبدلونونوپه رامنځ ته کیدوسره ددوی په ژوند،افکارواوکارونوکې هم بدلونونه راځي.مهاجرت اوپردی چاپیریال دمحقق اوهستونکي لاسونه اوافکار تړي اومحدودوي یې دتخلیقونکي دفکرچینه وچوي اودافکارومخه یې ډبوي.دغسې دهستونکو اومحققینوآثاروته لاس رسی یوڅه ګران وي،اوددوی په شخصیت،افکارو اوآثاروباندې خبرې اوبحث هم رالنډیږي اوکمیږي،دهمدې دلیل پربنا داوس له پاره دهوتک په افکارو اوآثاروتردې زیات څه نه وایم.دنوې تکنالوژۍ له برکته چې دمعصوم هوتک ځینوآثارو ته لاس رسی شته سړی ویلای شي چې:

دده وروستۍ لیکنې اوآثار ښيي چې دی سیاست نه کوي دعلم پرلار روان شوی دی اویوازې دعلمي ،ادبي،فرهنګي کارونوله لارې یې دخپلوخلکواووطن چوپړ ته ملا تړې ده.

زه دمعصوم هوتک دادبي څیړنوعلمي برخې ته ډیر امید واره یم.پخوا یې هم دکارونوعلمي خوا درنه وه،اوس یې هم ټول پام علمي څیړنوته اړولی دی اوپه راتلونکې کې هم هیله ده چې دپښتوژبې اوادب اوزموږدفرهنګي ډګر ډیرې نا سپړلې غوټې په عالمانه ډول پرانیزي.

زه معصوم هوتک په علمي څیړنوکې دعلامه رشاد پیروی ګڼم اوهیله مې دا ده چې په دې لاره کې نورشمیرلي اوعلمي ګامونه اوچت کاندي.

ترهغه ځایه چې زه له علامه عبدالشکور رشاد سره پاتې شوی یم اودتدریس،پوهې،مطالعې سطحه یې راته معلومه ده اودتدریس اصول یې ما لیدلي وو،دهغوله مخې ما څوځایه ویلي اولیکلي دي چې:رشاد خپله په یومآخذ بدل شوی و.دمعصوم هوتک لیکنو،علمي استدلال،مقالواوآثاروته چې ګورم،دی هم درشاد په پله،پل ږدي سبک یې تعقیبوي اوزما هیله دا ده چې دی هم یوه ورځ په ژوندي مآخذ بدل شي.

دادې وروستۍ خبره نه وي،خوداوس له پاره به وروستۍ خبره دا وکړم چې ما دځان په باب هم کله کله لیکي او ویلي دي:

« زه ډیرځلې دښکلولوپه ځای،چیچل شوی یم؛زه ډیر ځلې دنازولوپه ځای سکونډل شوی یم.» معصوم هوتک هم همداسې دی.

دی معصوم هم دی،بیګناه هم دی،خوډیر ځلې دنازولوپرځای چیچل شوی دی.زه شاهد یم چې ترټولو لوی چیچل یې دپوهنتون علمي کدرته د ننوتلودلارې بندول و.دی باید په پوهنتون کې استاد وای،تدریس یې کولای اودوطن اولاد یې روزلای.

دمالمو میشتوفرهنګیانودې کورودان وي،چې دخپلوهمیشنیوعلمي فرهنګي هڅوپه لړ کې دوطن ددغو دوو حقداروعلمي شخصیتونودلمانځنې یاد غونډه جوړوي اوله دې لارې که له یوې خوا دفرهنګي اوعلمي کدرونواومشرانوقدردانی کوي،له بلې خوا دځوان نسل په روزلو کې خپله ونډه بیا او بیا ادا کوي.