د امریکا ملی پور ۱۶ ټریلیونو ډالرو ته ورسېد

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 6th, 2012


اسوشیټیډ پریس د امریکا د خزانې د وزارت په حواله خبر ورکوی چی د امریکا ملی پور ۱۶٫۳۹ ټریلیونو ډالرو ته ورسېد چی اصلی علت یې د پرله پسې او مزمن حکومتی کسر ډیرښت بللی دی .
یو کال مخکی دغه پور پنځلس ټریلیونه ډالره و ، خو اوس دا دی تر شپاړس ټریلیونو ډالرو هم واوښت .
راپور زیاتوی چی که دغه پور پر ټولو امریکایانو وویشو ، نو هر امریکایی تبعه به پنځوس زره ډالره پوروړی وی چی دا د امریکا په تاریخ کی هیڅ ساری نه لری او همدا علت دی چی اوس د امریکا اقتصاد او پیاوړی مالی حالت د ( بهترین ) څخه ( بهتر ) ته راکښته سو .
جمهوریت خواه ګوند دا ناکامي او بدمرغي پر بارک اوباما تاوانوی ، خو دیموکرات ګوند یې پر جورج بوش تاوانوی چی هغه یې اساس پر افغانستان د حملې راهیسی ایښی دی .
لاکن مبصرین د دواړو ګوندونو غلطې تګلارې د دې عظیم بحران عامل بولی چی یو یې نه منی او بل یې نه پریږدی .

Copyright Larawbar 2007-2024