کور / د ماشومانو نړۍ / شرمښ او زوړ سپی

شرمښ او زوړ سپی

یو وخت یو شپون یو سپی دلودی. هغه ډېر زوړ سوی وو، ځکه نو یوه پښه ئې ګوډه، یوه سترګه ئې ړنده او غاښونه ئې وتلي وه. خو پر دې سربېره هغه د خپل خاوند له پاره ښه کار کاوه او هیڅ کله به ئې شرمښ نه پرېښوی چي د رمې څخه پسه وخوري. مګر یوه ورځ شپون فکر وکړ چي دا څنګه زوړ سپی لرم. کشکي زه دی له کوره وباسم او یو بل ځوان سپی د ده پر ځای راولم. هغه سپی له کوره وایستی او په ډبرو ئې وویشتی. سپی ولاړی خو ډېر لیري نه. هغه هلته نژدې له یوې وني سره پرېوتی او بیده سو. کله چي شپه سوه، یو شرمښ راغی او یو پسه ئې د رمې څخه یووړی. زوړ سپي ډوډۍ نه وه خوړلې او دونده زور ئې هم نه درلودی چي وغاپي یووړي. خو ځوان سپي بیا دونده ډېره ډوډۍ خوړلې وه چي خوب ورغلی وو او په شرمښ هیڅ خبر سوی نه وو. کله چي سهار سو نو شپون پوه سو چي یو پسه ئې نسته. هغه په دې ډېر پښېمانه سو چي زوړ سپی ئې له کوره وایستی. هغه زوړ سپی بیرته راوغوښتی، ډوډۍ او اوبه یې ورکړې. چي ماښام سو شرمښ بیا راغی. زوړ سپی ورته په غپا سو او ورته وې ویل:
– ته دلته څه کوې؟
شرمښ وویل:
– زه یو وری غواړم. برایي مي یو پسه وړی وو، د هغه غوښي کلکي وې او هیڅ خوندور نه وو. زه غواړم چي نن یو وری یوسم او وګورم چي غوښي ئې تر مور نازکي او خوندوري دي که نه؟
سپي وویل:
– یا، ته به نه پسه وړې او نه وری. برایي دي یوه دانه وړی وو ځکه چي زه کمزوری وم، خو اوس زه زورور یم او ټوله رمه ساتلای سم.
شرمښ وویل:
– ښه،ښه؟ که ته دونده زورور ئې نو سبا به ئې په جنګ سره معلومه کړو. ته خپل ملګري راوغواړه او زه به خپل، بیا به وګورو چي څوک زورور دئ.
شرمښ ولاړی. سبا زوړ سپی د خپلو ملګرو سره یو ځای ځنګله ته ورغلی. د هغه ملګري یو چرګ او یوه پشي وه. شرمښ هلته دوئ ته په تمه وو. د شرمښ ملګري یوه ګیدړه او یو خرس وه. هغوی په خپل منځ کي خبري سره کولې چي په زاړه سپی به څه کوي خو کله چي ئې زوړ سپی او د هغه ملګري ولیدل چي د دوی پر خوا ورروان وه نو لږ پرېشانه سوه. سپی تر ټولو شا ته وو ځکه چي هغه ګوډ وو. خرس نورو ته په کرار ږغ وویل:
– هلته وګوری! سپی ډبري رااخلي چي موږ په وولي.
پشي د قهر له لاسه خپله لکۍ په زوره، زوره ښوروي.
ګیدړي خپلو ملګرو ته وویل:
– تاسي هلته وګورئ! د پشي سره یوه توره هم ده.
په دغه وخت کي چرګ په زوره آذا‌‌‌ن وکړ. شرمښ سملاسي چغي کړې:
– تښتی!! تښتی!! هغوی اوس پر موږ یرغل کوي.
دی د یوې غټي ډبري تر شا پټ سو. خرس یوې غټي وني ته وختی او ګیدړه تر ډېرو پاڼو لاندي پټه سوه. کله چي سپی او د هغه ملګري ځنګله ته ورسېدل، نو شرمښ او د هغه ملګري ئې پیدا نه کړای سوای. په دغه وخت کي پشي د ګیدړي د پټېدو له ځای سره یو موږک ولیدی او پر هغه ئې وروځغستل. ګیدړي داسي فکر وکړ چي پر دې یرغل کوي نو دستي وتښتېده. په دغه وخت کي چرګ په یوه ونه کي توت ولیدل، هغه آذان وکړ او د وني خوا ته ورروان سو. کله چي خرس ولیدی چي چرګ د هغه خوا ته ورځي نو د وني څخه راکښته سو او وتښتېدی. کله چي شرمښ ولیدل چي ټول ملګري ئې وتښتېدل نو هغه هم وتښتېدی. په دغه ډول شرمښ د سپي سره جنګ وکړ. تر هغه جنګ وروسته شرمښ بیا هیڅکله سپي ته مشکلات جوړ نه کړه او شپون سپی تر هغه وخت وساتی، تر څو چي سپی ژوندی وو.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي موږ باید د هر چا د تېرو خدمتو قدر او احترام ولرو.
(د سلواکیې د هیواده څخه)