دسولي عالي شورا پلاوئ له پاکستان سره خبري کوي

د لراوبر اداره | نوومبر 12th, 2012


د سولي عالي شورا مشر صلاح الدين رباني او ورسره پلاوئ د پاکستان څخه د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي پروسې د پياوړو پر موضوع د بحث لپاره نن له کابل څخه د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته ورسېدل .


دغه سفر چي د ناڅرګندو دلايلو پر اساس څو ځله پخوا ځنډول سوئ و په داسي حال کي ترسره کيږي چي يو شمېر کارپوهان د سولي عالي شورا لاسته راوړني د هيڅ برابر شمېري او بله خوا پاکستان ته د پړې ګوته نيسي چي په افغانستان کي د سولي راتګ په لاره کي خنډونه جوړوي .


د افغانستان د سولي عالي شورا پلاوئ د خپل سفر په لومړۍ ورځ ماځيګر هغه هيواد له ولسمشر آصف علي زرداري سره تر کتني وروسته ددغه هيواد د يو شمېر نورو پوځي او ملکي مشرانو سره خبري اتري کوي .


په پام کي ده چي د ملا برادر اخند په ګډون به د يو شمېر نورو لوړ رتبه طالب مشرانو پر ازادېدو هم بخث وسي ، ملا برادر اخند ظاهرآ د ترهګرۍ په تور خو چارو د څارونکو په نظر له دې امله پاکستاني استخباراتو زندان ته واچاوه چي د افغانستان له حکومت سره يې د پاکستان په پټه دسولي په اړه اړيکي لرلې .


د يادوني وړ ده چي پاکستان هم په څو واره دا خبره کړېده چي په افغانستان کي د سولي ټينګښت بېله دوی د ګډون څخه نسي بريالئ کيدای .


 

Copyright Larawbar 2007-2024