کوټه:د طالبانو پر مشر غړي ملاسيداحمد بريد وسو

د لراوبر اداره | نوومبر 13th, 2012


لراوبر ۱۲ نوامبر ۲۰۱۲ د طالبانو دمشرتابه مهيم غړئ ملا سيد احمد شهيد خېل نن ماځيګر د کويټي د کچلاغ بازار په يوه مارکېټ کي د سودا کولو پر مهال پر دوو موټرسايکلونو د څلورو وسله والو کسانو لخوا وويشتل سو ، ډاکټرانو د نوموړي روغتيايي حالت نازک ښوولئ دی.
عيني شاهدانو د نيوز ويک خبريال ته ويلي دي چي وسله والو کسانو ملا سيداحمد اخند په خپلو کلاشينکوفونو پر پښو، نس او ځيګر په مرميو وويشتئ، کله چي نوموړي د خپلي توپنچې پذريعه د دفاع کولو هڅه کوله، بريدکوونکي وتښتېدل .


زخمي سوئ ملا سيد احمد شهيدخېل په کوئټه کي يوه روغتون ته رسول سوی دی ، ډاکټران وايي چي هڅه کوي تر لومړنيو روغتيايي مرستو وروسته نوموړئ د نوري درملني لپاره کراچي ته د لېږلو لپاره تيار کړي خو د ډاکټرانو په وينا د نوموړي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.


ملاسيداحمد اخند په داسي حال کي تر بريد لاندي راځي چي ددغي پېښي لږ مخکي په اسلام اباد کي د پاکستان مشران د افغانستان د سولي عالي شورا د مشر په ګډون ددغي شورا د لوړ رتبه پلاوي سره د طالبانو سره د سولي د خبرو په اړه په رسمي خبرو بوخت وه .


بله خوا نن دوشنبې ناوخته په کابل کي د پاکستان سفير محمد صادق وويل چي پاکستان په افغانستان کي د سولي د پروسې ملاتړ کوي ، نوموړي افغانستان ته د ملامحمد عمر اخند د نايب ملابرادر اخند د ورسپارلو خبره هم وکړه .


دموضوع اړوند سرليکونه:


← پاكستان ملا برادر كابل ته سپاري
← حامدکرزی: د هند پانګه اچونه د افغانستان اقتصاد باثباته کوي
← دسولي عالي شورا پلاوئ له پاکستان سره خبري کوي
← تورن اسماعیل خان: دمجاهدینو شورا ته دي وسلي ورکړل شي

Copyright Larawbar 2007-2024