کور / تازه خبرونه / رباني له راجه پروېز اشرف سره وکتل

رباني له راجه پروېز اشرف سره وکتل

اسلام اباد :د افغانستان دسولې د عالي شورا مشر اسلام اباد ته رسيدلى او له لومړي وزير سره يې په ليدو د سولې خبرې اترې پيل کړې.په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتو مسوول زردشت شمس وويل، چې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني له يوه لوړ پوړي پلاوي سره نن ماښام په پنځو بجو اسلام اباد ته ورسېد. نوموړي زياته کړه ، چې له هغه سره پنځلس کسيز پلاوى هم راغلى ، چې له بېلابېلو لوړ پوړو چارواکيو سره به ددرې ورځني سفر پر مهال ګوري. نوموړى وايي، چې پلاوى به د بهرنيو چارو په وزارت کې په لوړه کچه دسولې په اړه په خبرو اترو کې برخه اخلي. له بلې خوا دپاکستان ملي تلويزيون راپور ورکړى، چې دافغانستان دسولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني اسلام اباد ته تر رسيدو وروسته له لومړي وزير راجه پروېز اشرف سره د هغه په کور کې وليدل. ديو بل خبر له مخې صلاح الدين رباني د بهرنيوچارو له وزيرې حنا رباني ،سره هم وکتل سرچينې زياته کړې، چې ددې ليدنې پر مهال دواړو خواوو دسولې او دسيمې پر امنيت او د دواړو هیوادونو په پولو کې د حملو په بندولو خبرې اترې وکړې.دواړولو موافقه وکړه چې د دغو حملو د بندولو لپاره لا ډیره هماهنګي وکړي. ديادونې وړ ده چې صلاح الدين رباني ته ددې سفر بلنه دپاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې حنا رباني کهر لخوا ورکړل شوې ده ، صلاح الدين رباني به سبا له ولسمشرزرداري او د پوځ له مشرجنرال اشفاق پرويز کياني سره هم وگوري