کور / تازه خبرونه / د تېلو را ايستلو ته درې کمپنۍ انتخاب سوې

د تېلو را ايستلو ته درې کمپنۍ انتخاب سوې

د افغانستان د کانونو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکئ، چي درې بهرنۍ کمپنۍ يې د هيواد په شمال کي د تيلو د رايستلو دپاره انتخاب کړي دي.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني په کابل کي وويل، چي د دوبۍ ډراګون آيل، کويټ انرژي او ترکيش پيټروليم کارپورېشن په نوم کمپنياني د دې دپاره غوره سوې، چي د افغانستان په شمالي حوزه کي د تېلو د را ايستلو قرارداد ورسره وسي.

د کانونو وزير وويل د دې پروژې دپاره د ايکسن موبايل امريکايي کمپنۍ په ګډون ٢٠ نړۍ والو کمپنيو وړانديز کړى وو، چي پر اتو يې خبري وسوې او درې کپمنۍ پکښي غوره سوې.

افغانستان تر دې دمخه په سرپل ولايت کي د تيلو د را ايستلو په خاطر د چين د تېلو له ملي کمپنۍ سره هم قرارداد کړى وو، چي دوې مياشتي دمخه يې د تيلو په را ايستلو شروع وکړه.
همدا راز افغانستان څو مياشتي دمخه له يوې هندۍ کپمنۍ سره د حاجيګګ د اوسپني د کان قراداد وکړ. او په ٢٠٠٧ کال يې د چين له يوې بلي کمپنۍ سره د لوګر د عينک نومي کان قرارد کړى، چي د سوونو ميليونو ډالرو په ارزښت مس پکښې دي.

په ٢٠١٠ کال د امريکا د دفاع وزارت څېړونکو په افغانستان کي د خورا ډېرو کانونو د سته والي خبر ورکړ، چي ارزښت يې له درو څخه تر پنځو ټريليون ډالرو پوري اټکل سوى دئ.

د امريکا د دفاع وزارت څېړونکي ډلي پر تيلو او ګيس سربېره د طلا، سپينو زرو، مسو او اوسپني د لويو زېرمو خبر هم ورکړى وو.

راپورونه وايي د افغانستان په شمالي او جنوبي سيمو کي د تيلو پراخي زېرمي سته، چي که په سمه توګه د يوه منظم پلان له مخي را وايستل سي، د دې هيواد لوېدلى اقتصاد به پر پښو ودروي.