څېړنیزه لړۍ: پړانګان ګوښه کيږي څو د انسانانو سره مخامخ نه سي (۷)
منبع : دَ فولکسکرنت – ۰۴/۰۹/۲۰۱۲، سه شنبه
لیکوال : توني مود ده
ژباړن : مختاراحمد احسان – هالنډ
د ژباړلو نېټه : ۲۲/۸/۲۰۱۳، پنجشنبه
د مشیګن دولتي پوهنتون د نيپال په یوه طبیعي سیمه کي څېړنه ترسره کړې چي له مخي يې پړانګان خپل د شپې او ورځي تول او تال په داسي يو ډول عیاروي، څو وتوانیږي چي د انسانانو په نږدې شاوخوا کي ژوند وکړي. حال دا چي تر اوسه اکثریت په دې اند ول چي پړانګان یوازي په هغو پراخو طبیعي سیمو کي ژوند کوي، چيري چي انسانان غیرحاضر وي.
د څېړني پایلي د دوشنبې په ماښام د PNAS نومي علمي مجله کي خپرې سوې.
د “چیټوان” په نوم ملي پارک د همالیا په دره کي موقعیت لري، چي په دننه برخه او شاوخوا کي يې د امريکايي څېړونکو له خوا کېمرې د حرکتي سانسورونو سره ځای پر ځای سوي وې. کېمرو د دوو کالو په جریان کي ټول فعالیتونه ثبت کړل. د زرګونو انځورونو څخه جوته سوې چي پړانګان او انسانان باقاعده پر عینو لارو تګ کوي، بلکي یوازي يې د تګ وخت یو دبل سره توپیر لري.
پړانګان معمولاً د ورځي او د شپې فعاله وي، مګر په څېړل سوي ځای کي دغه حیوانان په ځانګړي ډول د شپې تګ او راتګ کوي. یاد حیوانان ښايي قصداً داسي عمل اجرأ کوي، څو د انسانانو سره مخامخ نه سي.
د هالنډ د “لایدن” په ښار کي د Naturalis Biodiversity نومي مرکز د بیالوجي ماهر “فریک فونک” چي په ذکر سوې څېړنه کي لاس نه لري، یاده څېړنه ډېره په زړه پوري بولي او وايي: “طبیعت کله کله ځان په خورا ښکلي ډول په نوو حالاتو سره تعدیلوي، خو هسي نه وي چي محلي حکومت په دې فکر سي چي کولائ سي د پړانګانو د ژوند سیمه نوره هم تنګه کړي. یاده دي وي چي دغه څېړنه یوازي او یوازي روښانه کوي چي پړانګان توانیږي هلته ژوند وکړي، چيري چي انسانانو څه نا څه ژوند کړئ وي.”
د پړانګانو ژوند تهدید سوئ دئ او د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي يې په شمېر کي شاوخوا ۳ زره کمښت راغلئ دئ. د چيټوان د ملي پارک د ۱۲۰ پړانګانو ژوند د نورو هغو په پر تله ښه دئ. په دغه سیمه کي غله ښکاریان زښت کم دي او ښکار کېدونکي ځناور خورا ډېر دي. کله چي د پارک د شاوخوا د اوسېدونکو ژوی د پړانګانو ښکار سي، نو د پارک چلوونکي نوموړو ته معادل ورکوي، څو ترمنځ يې سوله په ناآرامي تبدیله نه سي.
د هالنډ د “لایدن” نومي پوهنتون د ژوند پوهني د ماهر “هانس سلب بَکورن” په وینا یوازي پړانګان د انسانانو د اوسېدو د سیمي په شاوخوا کي د ژغورني په موخه خپل د شپې او ورځي سور نه تعدیلوي، بلکي په هالنډ کي سره سینه يي بلبله هم عین فعالیت په ښار کي لري.” نوموړی زیاتوي : “سره سینه يي بلبلي د شپې هلته خورا ښه په سندرو وي، چيري چي د ورځي په سختي د ترافیک تر ږغ و ږوغ خپل اواز اوچتولائ سي. برعکس هم; عادي چوغکي او شامتوري د انسانانو په څېر د شپې ویدې وي. [شامتوري په عربي: الزرزور، یو ډول توره چوغکه ده، چي واړه رنګه ټکي پر بدن لري. – ژباړن] یادي چوغکي د انسانانو سره په عین وخت کي ورځ پیلوي، ښايي په دې سره به توانیږي چي په فوق العاده ډول د غذايي موادو د توښې لکه د غورځول سوي ډوډۍ څخه ګټه واخلي.”
پورتني دواړه انځورونه په یوه کېمره اخیستل سوي دي. لیدل کیږي چي د دواړو انځورونو په کيڼ طرف کي لاندي غوړېدلئ نبات سته. د نيپال د چیټوان په ملي پارک کي څوک کولائ سي په بېغمه زړه د ورځي دپړانګانو په سیمه کي وګرځي. پړانګان یوازي د شپې د ښکار په لټه وي او راوزي، څو د انسانانو سره مخامخ نه سي.
د اوومي برخي پای
قدرمنو لوستونکو !
تاسو کولائ سئ ددې برخي په اړه خپل وړاندیز، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي سره همدلته لاندي د فېس بوک او یا هم د لاندیني برېښنالیک له لاري شریک کړئ.
په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) اوومه برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر اتمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو.
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان – mukhtar.ehsan@larawbar.com
د ۲۰۱۳ز کال د څېړنيزي لړۍ پر لیکه برخي :
• لومړی برخه – ۲۰۱۳ز، جنوري ۱
۱/۱/۲۰۱۳ – د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده
• دوهمه برخه – ۲۰۱۳ز، فبروري ۱
۱/۲/۲۰۱۳ – د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب
• درېیمه برخه – ۲۰۱۳ز، مارچ ۱
۱/۳/۲۰۱۳ – د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ
• څلورمه برخه – ۲۰۱۳ز، اپریل۱
۱/۴/۲۰۱۳ – د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو
• پنځمه برخه – ۲۰۱۳ز، مۍ ۱
۱/۵/۲۰۱۳ – جلا وطني او کلتور ساتنه
• شپږمه برخه – ۲۰۱۳ز، جون ۱
۱/۶/۲۰۱۳ – د مهمو تجربو په ياد ساتلو کي د ويده دماغ ونډه
• اوومه برخه – ۲۰۱۳ز، جولای
۱/۷/۲۰۱۳ – پړانګان ګوښه کيږي څو د انسانانو سره مخامخ نه سي (همدا برخه)