په افغانستان کښي ټول تلویزیوني نشرات ډیجیټل کیږي
جان محمد مهربان
د افغانستان د مخابراتو وزارت داسیا مشورتي شرکت سره د یوه تړون دلاسلیک کولوڅخه وروسته وايي چي ډېر ژر به د ټولو تلوېزیونونو نشرات د افغانستان په ګوټ-ګوټ کښي د ډیجیټل له لاري خپاره سي. د مخابراتو وزیر وایي چي د تلوېزیونونو د ډیجیټل کولو طرح ئې یو کال مخکی جوړه کړې وه چي اوس د وزیرانو د شورا له خوا تصریب او ډېرژر به پسي عملي هم سي. امیرزی سنګین وایي چي د افغانستان د تلویزیونونه ډیجلیټل کول یوه لوبریا ده او په کم مصرف سره به وکولای سي با کیفیته نشرات وړاندي کړي اوپه وینا ئې دغه پلان به په راتلوونکو پنځو کلونو کښي عملي سي چي ټول لګښت ئې پنځه سوه (۵۰۰)میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي.
دا لومړی ځل دئ چی په افغانستان کښي تلوېزیوني چېنلونه ډیجیټل کیږی خو دغه کار په همسایه هیوادونو کښي ډېر مخکی سوی دئ.