په افغانستان کښي د اهلي حیواناتو د تداوي کمپاین پیل سو

جان محمد مهربان | اگست 23rd, 2013


د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت له دولسو کالو څخه وروسته په لومړل ځل د افغانستان په ګوټ-ګوټ کښي د اهلي حیواناتو د تداوي کولو کمپاین شروع کړ. دکرهڼي وزارت وزیر اصف رحیمي د پنجشنبې په ورځ د کابل ولایت له پغمان ولسوالۍ څخه د کمپاین دشروع کولو سره سم وویل چي د تیرکال راهیسي په افغانستان کښي اهلي حیوانات له مختلفو امراضو سره مخ دي چي بزګرانو ته يې زیات تاوان اړولی دئ. د ښاغلي رحیمي په وینا د حیواناتو دواکسين کولوکمپاین به د افغانستان په ۲۵ زرو کلیو کښي پیل سي چي په ترڅ کښي به ئې دوه میلیونه حیوانان واکسین سي. ددې کمپاین ټول لګښت یو نیم میلیون امریکايي ډالره کیږي چي په خپله د کرهڼي وزارت له خوا ورکول کيږي.
په عیني وخت کښي محمد اصف رحیمي سږ کال د حاصلاتودزیاتوالي خبر ورکوي او وایي چي د تېر کال په پرتله سږکال د میوو او غَلو فیصدي ۵۰٪ زیاته سوې ده.
دغه اقدامات په داسي حال کښي اجراء کیږي چي په افغانستان کښي د(برسلوسیس)په نامه مرض سره زیات اهلي حیوانات مخ دي چي د کرهڼي وزارت په وینا له (اردن)څخه په رانیول سوي واکسین به ئې تداوي او مخنیوي وسي.

Copyright Larawbar 2007-2024