کور / اقتصادي / څېړنیزه لړۍ: د اروپا اقتصادي وضعيت پر عامه روغتيا منفي اغېز لري (۹)

څېړنیزه لړۍ: د اروپا اقتصادي وضعيت پر عامه روغتيا منفي اغېز لري (۹)

منبع : د فولکسکرنت – ۰۳/۰۴/۲۰۱۳، چهارشنبه
لیکوال : اېلن د فیسر
ژباړن : مختاراحمد احسان – نيدرلېنډ
د ژباړلو نېټه: ۱۰/۱۰/۲۰۱۳، پنجشنبه

د دغه اونۍ د “The Lancet” نومي مجلې د یوه راپور له مخي اروپايي شنونکو څېړلي چي د ځان وژنو او روحي ستونزو سره د مخامخ کسانو شمېر زیات سوئ دئ. دغه راز عام وګړي په چټکي په ساري ناروغۍ اخته کيږي. په دې سره د اقتصادي بحران  له امله د اروپايانو پر روغتیا لومړنۍ اغېزې څرګندي سوي دي.

په وروستیو کلونو کي د اقتصادي بحران په خاطر عامه روغتیا زیاته سپما کړې ده. د “Erasmus” نومي اکاډمیک روغتون د عامه روغتیا د څانګي د استاد “یوهان ماکنبخ” په وینا د سپما د اقداماتو اوږدمهاله اغېزې تراوسه واضح نه دي، خو روښانه کوي چي د بحران د اغېزو د کچي د درک کولو لپاره د مړيني شمېر تر ټولو ښه واقعیت څرګندوي، مګر ستونزه داده چي اکثره وخت د مړیني پر شمېر د بچت اغېز کلونه وروسته معلومیږي، خو بیا هم اوس مهال یو شمېر نښي په ګوته کولائ سو چي اخطار ډوله بڼه لري او له حاله مو خبروي.

په تر سره سوې څېړنه کي یو شمېر مهم تریني نښي رانغاړل سوي دي چي له مخي يې خصوصاً په هغو هیوادونو کي د اقتصادي بحران اغېزې ګواښوونکي دي، چي اقتصادي وضعه ډېره خرابه وي، د بیلګي په ډول هسپانیه. په دغه هیواد کي د روحي ستونزو سره د مخامخ کسانو په شمېر کي په چټکۍ سره ډېرښت راغلئ دئ. دغه راز په پرتګال کي د ژمي په جریان کي د زیات عمر لرونکو کسانو د مړيني شمېر هم اوچت سوئ دئ، ځکه چي نوموړي د کور د ګرمولو لپاره ممکن کافي پیسې نه لري.

د یونان حکومت پر درمل جوړونکو د تخفیف شرط ايښئ دئ چي له امله يې دواسازان اړ سوي چي د درمل جوړوني تر ټولو ګټمن بازار ته مراجعه وکړي، ځکه نو په دغه هیواد کي د دوا او درمل ترلاسه کولو امکانات ستونزمن دي یا نسته. استاد”ماکنبخ” اضافه کوي چي هلته د دغه ستونزو ترڅنګ د ملاریا ناروغي هم بیرته خپره سوې ده. په دغه باب داسي وضاحت راکوي:”ښاروالی دومره پیسې نه لري چي د غوماشو د پيدا کېدو او د اوسېدو په ځایونو کي دي کافي اندازه د غوماشو ضد درمل وکاروي.”

د مخکنیو اقتصادي بحرانونو په اړه ترسره سوي شنني په ډاګه کوي چي د سپما د اقداماتو اغېزې پر عامه روغتیا په خورا پراخ ډول شیندل سوي دي. وزګاران د یو رنځور حالت سره لاس او ګریوان وي او روحي وضعه يې هم نیمګړې وي، خو هېره دي نه وي چي د دې هر څه سره – سره د یو بحران له کبله د روغتیا لپاره مفید حالت هم رامنځته کېدائ سي: هغه دا چي مفلسي څوک کم خوراک او د لږو سګریټو څکولو ته اړ باسي. دغه راز د خراب اقتصادي وضعیت پر مهال څوک ښايي د تګ راتګ لپاره [د موټر یا کوم بل لګښت لرونکي ترانسپورټي وسیلې پر ځای – ژباړن] د بایسکل څخه ګټه واخلي. څېړونکی “ماکنبخ” مني چي کمزوره اقتصاد متضادي اغېزې لري. له یوه اړخه په اروپا کي د ځان وژني زیاتېدونکی شمېر ذکر کولائ سو چي ۲۰ سلنه ډېرښت پکښي راغلئ دئ. له بله اړخه باید ځير سو چي د موټر د کم استعمال له برکته په ترافیکي پيښو کي د له منځه تللو کسانو شمېر لږ سوئ دئ.

د پوهنتون استاد او ماهر “ماکنبخ” یادي نښي دومره ربړوونکي بولي چي څېړونکي يې د اړوند بچت په له منځه وړلو کي خپلي هلي ځلي کوي. نوموړی خپل نقد داسي بیانوي: “د سپما پر مهال باید پر روغتیا د بچت اغېزو ته په دقت سره وکتل سي. که ذکر سوي تأثیرات معلوم وائ، نو شکمن یم چي بیا به هم د سپما اقدامات په دغه ډول ترسره سوي وائ.”

پورتنۍ انځور:  ۲۰۱۳ز، مارچ ۲۱ – د هسپانیې په پلازمېنه بارسلونا کي کاتالونیايي کمپوډران پر روغتیا د سپماداقداماتو پر ضد لاریون کوي. د متخصصینو په وینا د روغتیايي ستونزو سره مخامخ کسان ورځ تر بلي زیاتيږي.

د نهمي برخي پای


قدرمنو لوستونکو !
تاسو کولائ سئ ددې برخي په اړه خپل وړاندیز، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي سره همدلته لاندي د فېس بوک او یا هم د لاندیني برېښنالیک له لاري شریک کړئ.

په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) نهمه برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر لسمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو. 
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان – mukhtar.ehsan@larawbar.com


د ۲۰۱۳ز کال د څېړنيزي لړۍ پر لیکه برخي :

•    لومړی برخه – ۲۰۱۳ز، جنوري ۱
۱/۱/۲۰۱۳ – د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده

•    دوهمه برخه – ۲۰۱۳ز، فبروري ۱
۱/۲/۲۰۱۳ – د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب

•    درېیمه برخه – ۲۰۱۳ز، مارچ ۱
۱/۳/۲۰۱۳ – د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ

•    څلورمه برخه – ۲۰۱۳ز، اپریل۱
۱/۴/۲۰۱۳ – د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو

•    پنځمه برخه – ۲۰۱۳ز، مۍ ۱ 
۱/۵/۲۰۱۳ – جلا وطني او کلتور ساتنه

•    شپږمه برخه – ۲۰۱۳ز، جون ۱
۱/۶/۲۰۱۳ – د مهمو تجربو په ياد ساتلو کي د ويده دماغ ونډه

•    اوومه برخه – ۲۰۱۳ز، جولای ۱
۱/۷/۲۰۱۳ – پړانګان ګوښه کيږي څو د انسانانو سره مخامخ نه سي

•    اتمه برخه – ۲۰۱۳ز، اګسټ ۱
۱/۸/۲۰۱۳ – د غرمې د خوب له برکته د درس د ښه په يادولو توان

•    نهمه برخه – ۲۰۱۳ز، سپټمبر
۱/۹/۲۰۱۳ – د اروپا اقتصادي وضعيت پر عامه روغتيا منفي اغېز لري (همدا برخه)