کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزی: له امریکا سره موافقې ته ورسېدو

ولسمشر کرزی: له امریکا سره موافقې ته ورسېدو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي برایي ناوخته په یوه خبري کنفرانس کي وویل چي له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر موافقې ته رسېدلی دئ.

ولسمشر کرزي وویل په پنځو اختلافي ټکو کي څلور حل او یو یې پاته دئ، چي په هکله بې د ملت استازي فیصله وکړي.

د نوموړي په وینا د خارجي قواوو مصئونیت د افغانستان د حکومت تر صلاحیت لوړه خبره ده او دا موضوع لويي جرګې ته پاته ده، چي هغوی یې فیصله کړي.

ښاغلي کرزي وویل د څلورو نورو موضوعاتو د افغانستان ملي حاکمیت، د ملکي تلفاتو مخنیوی، د خارجي هیوادونو تجاوز او د خپل سرو عملیاتو د مخنیوي په باب فیصلې ته سره ورسېدو.

ښاغلي کرزي وویل پر دې سند باندي به لویه جرګه بحث وکړي، وروسته بې ولسي جرګه او د مشرانو جرګه هم تائید او بیا به لاسلیک سي.

د افغانستان حکومت وروسته له هغه په امنیتي تړون کي د پرمختګ خبر ورکوي، چي د امریکا خارجه وزیر جان کېري کابل ته راغئ او له ولسمشر کرزي سره یې په دې باب درې واره اوږدې خبري وکړې.