زابل ۲۳۰ کیلو ګرام نشی توکی ونیول شول

جاويد احمد تنوير | اکتوبر 13th, 2013


دزابل دامنی قومانداني دامنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهی وایی دغه نشی توکي چی وزن یی ۲۳۰ کیلو ګرامو ته رسیږي دشنبي په ورځ دزابل په ښارصفا ولسوالۍ کی نیول شوی دي ، نوموړي زیاتوی چی یاد مواد په یوه لوی باروړونکي موټر کی ځای پرځای شوی وه چی دپولیسو لخوا دیوه ترلاسه شوی راپور پربنسټ ونیول شول ، دهغه په خبره دپیښه سره په تړاو دوه کسه هم نیول شوی دی ، ښاغلي فراهی وایی دلاري پرسر دتلونکو نشی توکو دنیولو په موخه یی ځانګړي ځایونه جوړ کړي او غواړي پدي ډول دنشی توکو مخنوي وکړي ،
دامنیت امر وایی دنشی توکو پروړاندی به مباریزه کوي او دقاچاق وړونکو دقاچاق به مخه نیسي ، په زابل کی دا نشی توکي پداسی حال کی نیول کیږي چی نژدی دري ورځي وړاندی هم پر دغه لویه لاره په مرکز قلات کی نشی توکی نیول شوی وی ، دکابل کندهار لویه لاره دقاچاق لپاره ترټولو مهمه لاره بلل کیږي چی په ورځيني ډول ورباندی قاچاق وړنکي نشی توکی لیږدوي ، یوشمیر شنونکی وایی پدی هیواد کی ترهغه په بشپړه ډول دقاچاق مخه نشی نیول کیدا ی ترڅو چی دولت په ټول سیموکی خپل حاکیمت نه وي ترلاسه کړي ، دشنونکو په باور دهیواد یوشمیر سیمي لا اوس هم ددولت دوسله والو مخالفینو په لاس کی دی چی دهمدي امله یی قاچاق وړنکو ته دقاچاق ښه زمینه برابره کړي ده ،

Copyright Larawbar 2007-2024