کور / شعر / اور وي که سکروټي وي ورځو باندي

اور وي که سکروټي وي ورځو باندي

خاطره فيضي

غزل
شک مي دی پر یار او کچالو باندي
دواړه مي اکثرموښلي تالو باندي

اوس دماشومتوب غوندي خوندنه کوي
سل ټالونه ځوړندکړم ناجو باندي

نورنو دملا تعویذ اثرنکړي
کوډي به کومه په هندو باندي

چیرته چي جانان وي پروا نکوي
اور وي که سکروټي وي ورځو باندي

ای دجانان یاده نن شپه مه راځه
زړه فیضي بیده کړ الاهو باندي
تاریخ 1394/8/25/
Khatira Faizi